
وريځې راغلې آسمانونه پړقېدل
په ژړا ژړا يې څاڅكي تويول
څه غميزه غوندې ورځ وه توره شپه شوه
غمشريك شول آسمانونو هم ژړل
هغه لعل چې ډېر په زيارو موندل شوى
رانه ورك شو د فنا په لوى مزل
د پوهنې د آسمان ستورى را پريووت
بيا مشكل دي د دې ستوري را موندل
كړو قربان يې خپل فطري همت ملت ته
لا ګامونه يې نور هم په وړاندې تلل
په تاسف سره چې مرګ د ده مېلمه شو
ګنې نه و جوړ د ده سره اجل
د عرفان په رفعت تللى تر فلكه
څوك به ډكه كړي خلا د دې اتل
ده د پوهې شپيلۍ پو كړه په هر غوږ كې
كړو داستان يې د علومو هر غزل
خاطرې يې په دنيا كې پاتې شوې
نه تنها وړانګې يې پاتې په كابل
پښتانه به شي سر لوړي ټول هميمه
كه يې كېښود د روهي په قدم پل
ګل ولي شاه هميم متون وال
13/8/1377