د \

داسې نومونه لکه ابو حمزه، ابو خالد، الزرقاوي، ابو بکر، علي، اسام، ابو طارق، مروان، ذوالفقار او ابومحمد چې طالب قوماندانو پر ځان ايښي، د دې ښکارندويي کوي چې دوی تر کومه بريده له ځانه پردي او مقلد او دلقک لاسپوڅي دي.
ققنوس
 
نور بس دي! هغه څه چې په سوات کې روان دي، د وحشت معراج او د بنسټپالۍ رښتيني مظهر او منظر دي؛ د رحمان او رحيم غيابت، او د قهار او جبار حضور دي.
سوات سوزي. ځمکه او هسک، ځوان او زوړ، کونډې او رنډې، ونه، پاڼه، سم او غر يې ټول د بنسټپالۍ او جهالت د اور په لمبو کې سوي سکوريږي. يو موټي جاهلان د يو ملت پر اوږو سپاره دي، نړۍ ځان پورې خندوي. يو موټې جاهلان چې زړونه يې ړانده او کاڼه دي، د يو ملت هويت پسې ملنډې وهي او موجوديت يې ګواښوي.
هغه ويډيويي کلپ چې رسنيو د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولى، يوه زړه بوږنونکې صحنه انځوروي چې په ترڅ کې يې اولس کلنه انجلۍ په دُرو وهل کيږي. دوه ږيرورو ځناورانو يې لاس او پښې ټينګې نيولي او دريم ږيرور ځناور پرې د وحشت او قساوت دُرې يو په بل پسې راوروي. د تماشاګرو يوه کوچنۍ کړۍ هم راتاو ده. پيغله پوره دوه دقيقې په درو وهل کېږي، کوکارې يې اورېدل کېږي، د خپل خلاصون لپاره زاري کوي. په کومه ژبه: پښتو؛ ګناه يې: پرته له محرم نه له کوره وتل.
په پښتو ژبه د خلاصون کوکارې د بلې هرې ژبې په شان دردونکې دى، ځکه چې دا ژبه د هرې بلې ژبې په شان د کوکارو په ځاي دا ظرفيت لري چې ښځې او نارينه پرې يو شان د نړۍ تلپاتې فکرونه وزيږوي لکه دا چې د يوې ميرمنې ظريفانه احساس بيانوي:
سحـــرګــــــــــــه وه د نرګس ليمـــــه لانده
څاڅکي څاڅکـي يې له سترګو څڅيده
ما ويل څه دي ښکليــــه ګله ولې ژاړې
ده ويل ژوند مـــې دې يوه خوله خنديده
که دې قساوت د رسمي کړيو ظاهري غبرګون راپارولى او د پاکستان د قاضي القضات په ګډون د ګڼو چارواکو لخوا غندل شوى او د رسمي \"تحقيقاتو\" غوښتنه يې شوې، نو له بل پلوه ديني ډلو ټپلو او غټ خيټو مشرانو يې هم دا يوه توطئه ګڼلې چې موخه يې د دين بدنامول دي. کوم بدنامول؟ مګر بدنامۍ ته څه پاتې دي؟ دا د خپل نوعيت لومړۍ بيلګه نه ده. دې ته ورته کلپونه له اندونيزيا او نايجيريا نه هم ليدل شوي دي. ولې لا تر اوسه يې ډير لږ کسان قهرجن کړي او ډيرو پرې د چوپتيا خوله راښکلې ده ځکه چې دا ور ته د يو الهي فرمان عملي کول بريښي.
له بده مرغه آن پښتانه چې د دې بيرحمانه توطئې اصلي قربانيان دي غلي پاتې شوي دي. هغه کسان چې ادعا کوي دا د دين د بدنامولو په موخه ترسره شوي، نو په کوم شان چې يې په ګوانتانامو کې د قران شريف د سپکاوي يا د کارتون د ناندرې په وړاندې قهرجن غبرګون وښود، په همهغه شان د دې منحوسې کړنې په ضد هم راپاڅيږي او خپله کرکه دې څرګنده کړي، څو دين له بدنامۍ وژغوري. که رسمي کړۍ او غربي رسنۍ د رسمي وظيفې له مخې دا اقدام په نيمګړي نيت غندي، خو پر هغه فرهنګپالو او ژمنو انسانو ده چې له داسې جزم انديشانو او د هغوي له ملاتړو له منګولو څخه د پرهاري انسانيت ژغورنه خپل رسالت ګڼي،
 چې يوازې خپله کرکه دې نه په ډاګه کوي بلکې بايد د داسې پيښو د فکري جړو له بيخه راويستلو په لټه کې شي.
د ځينو بهرنيو هېوادونو لخوا ګړڼدۍ هڅې روانې دي چې پښتون ميشته سيمې لاپسې د بيسټپالۍ په اور کې وريتې او ستي کړي او خپل تاريخي غچ په دې توګه غوڅ کړي. درې اونۍ وړاندې د صوبه سرحد ايالتي حکومت د همدې ځواکونو په اشاره او د افراسياب خټک په نوښت چې په سيمه کې د همدغو هېوادونو د غيررسمي ناميشته سفير دنده ترسره کوي، په سوات کې له ځايي طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړ او سوات او شا و خوا سيمه يې طالبانو ته په قباله کړه. ايالتي حکومت او په سر کې يې اسفنديار ولي او افراسياب خټک غواړي د دوي په وينا ديره او جومات سره پخلا کړي. دا قساوت او دهشت يې هم د پخلا کيدو يوه پاېله. داسې تړون کولاى شي تر بل هر څه ډير د ولسونو د فرهنګي تعالي مخه ډب کړي.
افغانستان کې طالبان يو وار بيا د کابل او په پاکستان کې په لومړي وار د لاهور زړه ته رسيدلي. تيره اونۍ، نړۍ د هند پولې ته څيرمه د مناوا د پوليس پر روزنيز مرکز د بريد شاهده وه. کيداي شي دې بريد نوازشريف چې په سيمه کې د پنجابي غضب او قهر ميرغضب دي، له خوبه راويښ کړي وي. شريف او ورور يې په وريښمو جامو کې د ديني افراطيت له اور سره لوبيږي او تل د آي اس آي په ملاتړ په دې لټه کې دي چې وکولاي شي طالبان او هغوي ته ورته جاهلان پر پښتنو وتپي او له دې لارې د پښتنو طبيعي زيرمې او په ځانګړي ډول د سرحد ايالت د اوبو بهير او د هغوي انساني ځواک لوټ کړي. همدا اوس پښتانه ځوانا
 ن د پنجاب تر ټولو طاقت فرسا کارونو ته اوږه ورکوي څو وکولاي شي يوه مړۍ ډوډۍ کور ته راوړي. که د مناوا پر ځاي په رايونډ کې پر نوازشريف فارم هاوس بريد ترسره شوي وي، لږ تر لږه دا پنجابي ميرغضب خو به يې اړ ويستلي وي چې نور د قاضي حسين احمد په شان جاهلو عناصرو سره ائتلاف ونکړي او پر مذهبي افراطيانو له پانګونې لاس په سر شي.
ديني بنسټپالۍ او ورسره تړلې ترهګري، يو خپلواک اقتصادي سکتور رامنځ ته کړي چې کافي ګټه وټه هم له ځانه سره لري او يو شمير بې هويته پښتانه ترې د ټولو پښتنو په بيه ګټه پورته کوي. داسې نومونه لکه ابو حمزہ، ابو خالد، الزرقاوي، ابو بکر، علي، اسامہ، ابو طارق، مروان، ذوالفقار او ابومحمد چې طالب قوماندانو پر ځان ايښي، د دې ښکارندويي کوي چې دوي تر کومه بريده له ځانه پردي او مقلد او دلقک لاسپوڅي دي. خو د تپل شوې بنسټپالۍ او جهالت قهقرايي بهير، هغه څه دي چې بيه يې پښتون ولس د خپل ژوند په بيه پرې کوي.
طالبان چې سيمې او په ځانګړي ډول پښتنو ته د امريکا او بريتانيا د ښکيلاک ستره پيرزوينه او ډالۍ ده او په لومړي سر کې د غربي رسنيو او فرهنګي تالي څټو او مرتجعينيو لخوا د فرشتو په نوم ټولنې ته پيژندل کيدل او سره لدې چې د افغانستان د ټولو قومونو او په ځانګړي ډول هزاره ګانو په وړاندې يې ناکردې کولي خو لويديځوالو پرې غوږونه کاڼه اچولي ول، هڅه کوي چې د لويديځ ځواکونو د اوږدمهاله ګټو د خونديتوب لپاره سيمه د ډبر پير او له هغې هم هاخوا، شا ته وګرځوي. همدا لامل دي چې تر هر څه د مخه ښوونځي او په سر کې د نجونو ښوونځي په نښه کوي. ښوونځي په بمونو الوزوي، او د نجونو په ورتګ پابندي لګوي.
پښتانه شاعرانو تل له دې پلپوت کړې چې \"جانان را نه کړه پناه په تور وربل کې...\" بايد پوه شي چې د دې جنايت په وړاندې سکوت، په خپل وار د نه بخښنې جنايت دي.
آلماني مترقي هنرمند برتولد برشت ليکلي و:
څوک چې مسکي دي، بوږنونکي خبر يې لا تر غوږ شوي نه دي
عجيبه عصر دی چې پر ونو غږيدل، پوره جنايت دی
ځکه چې پر ونو غږيدل، پر بې شميره جنايتونو خوله راکاږل دي!