د روهي مرګ

نن فلك بيا وړې يوه تانده ځواني
هغه نښتره او هغه مرانده ځواني
دا هم عاشق دى ستا د مخ او ښايست
ځكه په دار شوه او يزانده ځواني
د ځنكدن د نظر ماتې په وخت
زه به لوګى كړم ورته سپانده ځواني
څوك به يې اوښكې په قلم كړي پاكې
دا د پښتو يوه ژړانده ځواني
له خلكو عمر په ځوانى تېر شو ى
په موږ تېرېږي يوه سانده ځواني
(( صديق )) د مرګ او وركېدو چېرته وه
وه د پكتيا يوه ګويانده ځواني
د (( روهي )) غم به يې ايرې ايرې كړي
عارفه ستا دغه ځلانده ځواني
عبدالمجيد عارف