غـــــزل

لکه ژوند هســــــــې ترخه يم ښکولوې مې ياره څله؟
زه نغمه يــــم د غمــــــــونو غـــــــــــږوې مې ياره څله؟
 
ځان ته خوښ په بيابان يم د انسان نه لـــيــرې تښتم
تا راوستی ميخانې ته ګــــــــــــډه وې مې ياره څله؟
 
له ښادی نه بې خبـــره په غمونو کې را لـــــــــوی يم
ستونی جوړ مې له ژاړه دی خندوې مې ياره څله؟
 
زما مينه سره ســـــکروټه سوځوي دې رانه تښته!
تا نيولي يم په غيږ کـــــــــــې ټينګوې مې ياره څله؟
 
د نفرت په اور ايره شوم ٬ د نغري غيږه مې ځای دی
باد آلــوتی ما به يوســــــــي خوځوې مـــې ياره څله؟
 
ای دلبره د « ځدراڼ» زړګی د ټول زخمي زخمي کړ
که مې وژنې نو مې مړ کړه ځوروې مې ياره څــله؟
 
په مينه « ځدراڼ»