غزل

دا خو ســــتا ســرو اننګو اخـــيستی اور دی
مــــا خو ويــــل چې که اوبو اخيسـتی اور دی
چـــــې ارمان يې و زمــونږ کـورونه وران شي
اوس کــــورونــو د هـــــغو اخـــــيستی اور دی
 
د جــهان کفار مـــــــــو خپــــــــــله رابــــــــللي
مونـــږه ځانته په پــــــيسو اخيستــی اور دی
ســـرو غاټولو پورې دښتـــــــه لمبــــــه کړې
ما خــــو ويل چـــې که وښو اخيستــی اور دی
 
د وطن کفار مــــــــو نورو سره يــو شــــــــول
ســرو لمـــبو له سرو لمبو اخيســتی اور دی
د ځـــــوانانو عاقبت خــــــــو مــو خـــــراب و
ورته ګـــــوره جــينکو اخيـــــــــستی اور دی
 
يا ښکـــلا ته د مـــين ټينــــګ شــــــوی نه دی
يا يــــې خـــپلو اسوېلــــــو اخـــيستی اور دی
د دنـــيا خلک به ســـــم راســــــــره ســــوځي
پکتيانۍ چــــــې مو تـــر څو اخيستی اور دی
 
راليږونکې: ښکلا