ته خو راځې خو
ته به کله راځې؟
++++++++++++++
سهار چې پاڅمه جارو راواخلم
واړه کلا داسې
راپاکه کړمه
لکه کينې چې څوک له زړه ومينځي
لکه په اوښکو څوک لېمه ومينځي
ته راته ياد شې مسافر لاليه!
څنګه به خپله دېره ګۍ پاکوې
څنګه به خپله خپل بوټان رنګوې
په سره غرمه کې چې تنور واچوم
زه لکه پاستی داسې نه غوړيږم
يوازې دومره په درد پويه شمه
لکه سوځلې ډوډۍ تويه شمه
خدای خبر څرنګه به لويه شمه
د تناره لوګي به هم وي مګر
خوزه دا ستا له غمه وژړيږم
څه د تنور د لوګي څه د رنجور تور وي
تورې مې اوښکې تناره ته لويږي
غم مې دې غرونه غرونه زړه ته لویږي
په نغري باندې چې دېګ باندې کړم
ماته ترې څکه هم حرامه ښکاري
چې مسافر لالی نارامه ښکاري
مالګه يې نه څکم، بل چاته غږ کړم
ځکه زما ستوني کې زهر ګرځي
دا ستا يوه جوړه کالي مې ايښي
تر اوسه مې پورې مې مېنځلي نه دي
پوهيږې ولې مې دا کار کړی دی؟
ستا د وجود ځانګړی بوی ترې راځي
هره شېبه يې بويومه ګرانه
مينه دا ستا پرې ماتومه ګرانه
د دې مثال بله خوشبو به نه وي
ځکه يې ځانته جوختومه ګرانه
ته خو راځې خو
ته به کله راځې؟
زه چې پخپله خپل انګړ کې څملم
پخپل آسمان کې خپله برخه ستوري
لکه دا ستا يو يو وېښته شمارمه
کلونه تېر شول اوس خو راشه کنه
نورې به شپې ورځې په څه شمارمه؟
نورې به شپې ورځې په څه شمارمه.
حميده پکتيانۍ
وروستي