هره شيبه د ژوند څېره بدليږي
هره شيبه د مرګ په لوري يو بل ګام اخلم
لکه د مني پاڼه رېږدمه او ليږدمه د ژمي په لور
او باد د عمر سپينه واوره زما پرسررا شيندي
يوازيتوب
يوازيتوب مې خوښ دی
چې په لمده کبله، بربنډې پښې
يوڅوګامونه واخلم
او هر څه هېر کړم دا بد لپاره
مامې له ژوند څخه يوازې بد بيني زده کړې
هرڅوک يو څوک دی ځانته
هغه چې زما په شانې نه دی هغه زه نه يمه
هرڅوک چې زه نه يم دوزخ دی زما
زه چې يوازې پيدا شوی يم يوازې اوسم
دادی:
د مرګ په خوا يوازې درومم
وروستي