ستورى


ستورى د عشق مې ستا د مينې له مدار وتى دى
په څه بانه دى مرور خدايه كنار وتى دى
د وخت زاهد رانه د ميو جام نسكور واړوه
ځكه د مينې له كاكيو مې خمار وتى دى
ځي تر درباره د يزدان به مې جرګه د اوښكو
پلي كاروان د حوصلو مې په دې لار وتى دى
هسې دارو مسيحا مكوه بې ياره زما
د روغېدو نه مې د زړه ناسور پرهار وتى دى
د عشق سرود مې ويروي د ښكلي يار له مينې
راته مې غم بې اندازې شوله مقدار وتى دى
صبر مې زده ندى نا صحه صبر وكړم څنګه
فراق د يار كې هر فرياد مې له اختيار وتى دى
زه به يې غواړم له سروشه د باګرامه ځينې
د زړه كابل نه مې د مينې ننګرهار وتى دى
عاصي منګل ستره ضايعه يې د پكتيا ګڼمه
لوړ شخصيت صديق روهي مو له ديار وتى دى
عاصي منګل
۱۳۷۷ ۸ ۱۳