دې لپاره چې خپلو هیلو ته ورسېږئ، پکار ده چې لومړی وګورو کوم عوامل زموږ د هڅو مخه نیسي. له ځان سره فکر وکړئ ،داسې کوم کار دی چې تاسې د هغه له کولو څخه تل ډډه کړې؟ د بېلګې په توګه د مالیې نه ورکول او د نه ورکولو زیان به یې دا وي چې راتلونکي ته به مو ناوړه او درد ناکه پایله ولري.
په ژوند کې د بدلون لپاره له همدغې ټکي څخه ګټه پورته کړئ ، مخکې له دینه چې له ځانه نه پوښتنه وکړو چې داسې ولې وشول پکار ده چې له داسې کارونو څخه ډډه وکړو چې دردونکي پایلې لري. له ځانه وپوښتې چې نن که دا کار و نه کړم راتلونکي ته به یې پایله څه وي؟
د ځور ځواک د ځور ځواک په ځان کې وروزئ په دې شرط چې له هغه څخه سمه ګټه پورته کړئ او له ځانه دا پوښتنه وکړئ ،ایا موږ یوازې د حیوان له ډلې څخه یو او یا لکه د پاولف نامتو سپی یوازې د مکافاتو او مجازاتو پر وړاندې عکس العمل ښکاره کوو؟ نه داسې نه ده او زموږ انساني ځانګړتیاوو څخه یوه ځانګړنه دا ده چې موږ کولای شو خپله دا وټاکو چې د څه شی نه ځور یا خوند واخلو. د بېلګې په توګه یوه څوک د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کوي جسماني ځور زغمي او آن دا چې له دغه ځور څخه خوند هم واخلي ځکه په دې باور لري چې د نړیوالو پام ځانته را اړوي او خپلې ارزښتناکې موخې ته رسېږي . موږ ټول د غوراوي حق لرو او د بریا راز دا دی چې زده کړو څرنګه کولای شو د ځور او خوند له ځواک څخه په خپله نفع ګټه پورته کړو.
راځئ دا پوښتنه له ځانه وکړو چې په ژوند کې مو دا کوم څه شته چې د هغه پر وړاندې غیرې ضروري ځور احساسو او پر وړاندې یې ډېر احساساتي کېږو؟ ځان سره فکر وکړو چې پر وړاندې یې یوازې ساده عکس العمل ښکاره کړو که احساساتي؟ دلته که د فکر د انتخاب له حق څخه استفاده وکړو دا به وکولای شو چې د ځانځانۍ له دایرې څخه را ووځو او په رښینې ټوګه خپل درد د نور په ګټه وکاروو.
کوم څه چې د ځور او خوند سبب ګڼئ ستاسې برخلک ته بدلون ورکوي، د ځوراو خوند د ځواک څخه ګټه اخیستلو لپاره هر څوک ځانته ځانګړي لارې چارې لاري غوره کوي. ځیني د نشي توکې او یا د ډېرو خوړو ته پنا وړي یا د نورو ته کنځلې او هغوی ځوروي، ځیني ورزش کوي، زده کړې کوي له نور سره خبرې او مرسته کوي او دغو بدلونه له منځ ته راوړلو څخه خوند اخلي.
د ځور څخه د تښتې او د خوند حاصلوو لپاره تاسې طریقه څه ده؟
د دغو طریقو ستاسې د ژوند کولو په څرنګوالي څه تاثیر کړې؟ د دغو طریقو څخه د استفادې لړلیک ځانته جوړ کړئ او څرنګه چې مو زړه غواړي طبعه مو هغسې جوړه کړئ او هغه لارې چارې ولټوئ چې تاسې له رنځه خلاص کړي او د د خوښۍ احساس درکړي.
د ښه احساس د لرلو لپاره هېڅ دلیل ته اړتیا نشته د دې لپاره چې د خوښیو ډک ژوند وکړئ خپلو عواطفو او احساساتو لمنې ته پراختیا ورکړئ او له ځان څخه د خپلو مثبتو او منفي کړنو د ځواب ځواک په ځان کې پیدا کړئ او د د خپلو کارونو د تطبیقولو لپاره منظم مهال ویش له ځان سره جوړ کړئ او منظم حرکت شروع کړئ.
ژباړه : پاکیزه ارزو
ر وحي ځواک، ځور او خوند