خوست: د ازادۍ مينې ښارګوټي د ( سي او بي) پروژې پيل شوې

د آزادۍ مينې ښارګوټى، چې د خوست ښار په لويديځه څنډه کې مؤقعيت لري، د وخت واليانو ٩ کاله مخکې پکې د خوست د ١٢ ولسواليو اوسيدونکو او دولتي مامورينو ته د کورونو جوړولو لپاره يوه يوه نمره ځمکه ويشلي وې.
خو د خوست والي د شنبې په ورځ د دې ښارګوټي د ( بي او سي) برخو د کار د پيل پرمهال وويل، چې د ياد ښارګوټي ډېره برخه يو شمېر زورواکو لاندې کړي وه، خو ترڅنګ يې يو شمېر چارواکو د معاملو له امله يادې پروژې ٩ کاله ځنډول شوي وې او خلکو د ښاروالۍ تعرفي په جيبونو ګرځولې.
نوموړى وايي، د ازادۍ مينې ښارګوټي په دې دوو برخو کې به ٦٤١ هغه کسانو ته نمرې ورکړل شي، چې څو کال مخکې يې بانک پيسې داخلې کړي دي.
د خوست والي زياتوي، په ياد ښارګوټي کې ټولې ١٢٠٠ يو زرو دوه سوه نمرې ويشل شوي، چې د دې لپاره به ٨ اته مارکيټونه، څو ښوونځي او تر ٦ تفريحي پارکونه هم جوړ شي.
په همدې حال کې يو شمېر خلک، چې د خوست په دې ښارګوټي کې د استوونګنې نمرې ورته ويشل شوي، خوشاله دي او وايي، چې دوى کلونه انتظار وکړ، چې د دولت لخوا د کور لپاره ورکړل شوي يوه نمره ځمکه د غصبينو له منګلو ورته خلاصې کړي.
ازداۍ مينې د خوست تر ټولو ستر ښارګوټى بلل کيږي، چې خلکو پکې د کورونو پر جوړولو سلګونه ميليونه افغانۍ لګولي او د خوست ښار يو څنډې ته يې بېله ښکلا ورکړي.