غزل

ســـتا يادونو خـــو زه ډېر زرې زرې كړم
زړه مې غواړي چې دا زړه له ځانه پرې كړم
د ډيــــوې دود راتــــه زلفې زلفې كېږي
لــــه دې غمه په كاله كــې ډيوې مړې كړم
پــــه يــو حال كـې محبت پرېښودى نشم
پـــه دروغـــو لـه ناصح سره وعدې كړم
په سحر كې د جومات په ګوټ كې ناست يم
چـــــې ماښام شي نو تكل د ميخانې كړم
مســــكيتوب كــــې دې ايله شو له نظره
د ســپرلي ګرېوان به ټول ريښې ريښې كړم
د يـــــادونو اباســــين به دې لاهو كړي
كه زه ډېــــرې دعاګانــــې درپسې كړم