زمانه

څــــه بـــــې مــــهره مـــــحبته زمـــــانه شـــــــوه
پــــــه مــــطلب ســـره يې وينم يارانـه شـــــــوه
مـــــا د ځـــــان بللـــې وه چــــې رانــــــــه وﻻړه
وﻻړه وﻻړه بـــــلې خــــوا ته بيـــګانه شــــــوه
نا لــــــيدلې مــــــې مـــــــنلې لــــــــه پـــخوا وه
په غـــــــرور کـــــې راته ځکه جـــانانه شـــــوه
دومــــــــره ناز به يـــــې کــــولـــو هلــــــه هلــــه
په خــــندا خــــندا کې سوچــــه ديوانه شـــوه
بــــــې شــــــناسه دې باور وکـــــــړ ((ژونديه))
ځکه ګير دې ﻻس او پښو کې زوﻻنه شــوه