زما زړه تر جهان لوی دی دجهان تنــــګــــه سينــــــــه ده
چې زه نه پکې ځائـــيـــــږم دادنياڅــــــومــــره وړه ده ؟
زه دجــل دغــــرونــو تــږی پــــــر وا ګيــر نه يم دلپو
ســاقـــــي ! چـــم مــې دګوټ نه زده زما بــحر پيمانه ده
ما مسيح حيران ليدلی دخپل مورد عفت سـوال تــــه
ماچې نوم دعشق اخيستی راتـــه لــښتـــه زمــانــــــه ده
موږ ئې څنګ ته دګور ناست يو پو کوو پکې سا ګانې
ګنې داد ژوند ډيوه خـــو لا پخـــوا تــــــر ازل مـــړ ه ده
دتقدير کچکول پر غاړه مرګ نـه خير دهستــۍ غواړو
دادنيا څـــومره لــولۍ ده ، دادنيا څومـــره سپــيــره ده .
وروستي