جنابانو خبر شوئ !؟
ډک کانټينر جسدونه او بېهوښه انسانان وموندل شول، دا افغان زلميان دي چې د بې روزګارۍ او غريبۍ له کبله ايران ته د کار په تمه روان وو .
دا د داسې خاورې وګړي دي ، چې څو مياشتې وروسته يې په هېواد کې د نوي ولسمشر لپاره ټاکنې کېږي .
دغو ټاکنو ته ٢٢٣ ميليونه ډالر( شاوخوايوولس ميليارده افغانۍ) پيدا کېږي خو ځوانانو ته يې د کار په مقابل کې د ورځې ١٠٠ افغانۍ نشته .
دا د داسې يوه هېواد بچيان دي چې په مشرانو پسې يې څلور پنځه د تورو ښيښو والا قيمتي موټر ګرځي ، خو دوى مزدوري ته په کانټينري ټيلر کې سفر کوي .
دا د داسې يوه وطن اولادونه دي چې د بشر د حقونو په نوم کميسيون يې د مياشتې په لکونو ډالره لګښت لري، خو دوى له عادي ژوند نه بې برخې دي او په کانټينر کې ساه ورکوي .
دا د داسې يوې خاورې زامن دي چې قانون جوړوونکي (پارلمان) يې د دوه زره ډالره معاش سره - سره ، خپلو پستو څوکيو ته نه راځي خو دوى د څو روپيو لپاره ايران ته په کانټينر کې سفر کوي .
دا د عادي هېواد وګړي نه دي، د دوى هېواد ته د خلکو د خدمت په نوم د ٤٢ پرمختلليو ملکونو خلک راغلي دي خو وګړي يې وچې ډوډۍ پسې ملکونه پناه کوي .
دا د داسې يوه هېواد ځوانان دي چې د نورې نړۍ مهم چارواکي يې د مشر لېدنې ته لکه د مچيو غوندې ارګ ته ځي او راځي ، خو د دوى له حاله څوک نه خبرېږي .
دوى د داسې يوه هېواد بچيان دي چې دوه درې کاله وړاندې، په ملک کې د يوې خيالي ناروغۍ ( انفلونزا ) سره د مقابلې په نوم لسګونه ميليونه ډالر را ووېستل شول، خو د دوى جسدونه پړسېدلي دي او ژوندي يې د مرګ او ژوند تر پولې بېهوښه پراته دي .
دوى د داسې يوه هېواد بچيان دي چې .........!!
دوى ځوانان وو، خو غريبۍ ترې د ځوانۍ مستي اخستې وه، شوق او هوس نه وو په مخه کړي، غريبۍ وطن پرېښودو ته اړ کړي و :
رښتيا ده :
څوک په رضا له ملکه نه ځي يا ډېر غريب شي يا.....
زموږ په هېواد والو ناامنيو او اداري فساد وطن سور تنور کړى دى ، چېرته چې امن وي هلته ژوند وي او چېرته چې اداري فساد نه وي هلته خلکو ته خپل حقونه رسېږي او دې ته اړ نه وي چې د مرګ په قبلولو خپل وطن پرېږدي .
اوس دادى د همدغو دوه افتونو له کبله زموږ ٤٥ ځوانان مړه شول او له ١٠٠ ډېر بېهوښه دي ، هغوى هم د مرګ ارمان کوي ځکه دوى په پور ځان ته د سفر کرايه برابره کړې وه ، بېوسه کورنۍ يې د درملنې توان نه لري .
خو خبره داده چې د الله تعالى په حضور کې چېرته چې زور او زر هيڅ ارزښت نه لري، ددغې غميزې پوښتنه به له چا کېږي ؟ او د مقابل لوري ځواب به څه وي ؟؟؟؟؟
يادښت :
درې شپې وړاندې شاوخوا ١٥٠ تنه افغان زلميان د کويټې په هزار ګنجي سيمه کې له يوه اوږده کانټينره راووېستل شول .
دغو ځوانانو په قاچاقي لاره سفر کاوه ، چې د هوا دنشتوالي له امله يې ٤٥ تنه مړه او پاتې نور بېهوښه دي .