دالار  ترکستان ته تللې ده !

غواړم چی خپل احساسات د زړه د جوش خبرې د پښتو له يوه متل څخه پيل کړم چې وايي: لاس چې مات شي نو غاړې ته ځي..زما مطلب دا څو ورځې مخکې د يوې پښتنې پيغلې بې عزته کول، بی پته کول ، له ژوند څخه لاس په سر کول، له خپلو ارمانونو څخه پښيمانه کيدل، د ځوانۍ تر درشله د رسيدو څخه ناراضه کيدل دا هغه څه ؤ چې دپښتون په ګاونډ کې د پشتنو په مخکې  د يوې معصومې پيغلې پړمخې څملول و چې چارچاپيره ترې زموږ پښتانه ولاړ وو. او زموږ نوره باتور،زوړور په دين مين وروڼه چې خپل ځانونه طالبان معرفي کوي ، يويې د پيغلې پر سر او بل يې پر پښو ناست وي ،او درېيم لکه کوم اتل چې د ډير قهر له وجی یوه مجرم ته پخپله سزا ورکوی د پيغلې له ملا څخه شړکونه جګوي .
دا ټولې هغه خبرې وې چې ما او زما په شان نورو خلکو هم چا د تلويزيون په پرده او چا د انترنيت په صفحه ليدلي وي.
ګرانه طالب جانه اشنا ما چې کله ستا  ويديو او ستا غيرت وليد نو ماته هغه د چا دی سترګو حال خبره چې اوس په افغاستان کې ځينې وخت امريکايان د تلاشۍ په وخت کې ښځې په سپيو داړلي وي راياد شوې، ستا وهل او د امريکايانو د سپيو خوړل هيڅ فرق نلري، که څه هم د امریکايانو سپي له تا ډير ځله ترحم لري ، دامريکايانو  سپي ته چې کله هم کومې پښتنې پيغلې له ويرې نارې کړي دي د ترحم له وجې سپي هم ورته څه نه دي ويلي، مګر دغې پيغلې تاسو ته ډيرې  نارې وکړې ،  افرين ستاپه غيرت شه.
طالبه اشنا ستا غيرت اوس ټول جهان ته معلوم دی، مکتب او لارې ورانې کړه، د خدای ج په کور کې هم ځانمرګی بريد وکړه، له خلکو د سپين او تور په نامه سر پرې کړه، دا  ټول د څو روپو په بدل کې کوې، کاشکې چې تا خو اسلام ته کوم خدمت کړی وأی.
افغانستان ته امریکايان راغلل دا ټول ستا برکت دی، په افغانستان کې بهرني ځواکونه دي دډېرو پښتنو کورنه لوټ او بې عزته شول دا هم ستا برکت دی،په افغانستان کې  د پښتون قوم د ټولنيز ، سياسي موقف  له هره اړخه له صفر سره ضرب شو  دا هم ستا برکت دی، ناوې او زوم په سرو لاسونو شهيدان شول، د مکتب ماشومانو د بدن غوښې بيخي ورکې شوې،د کندهار دپيغلو په بدن تيزاب وشيندل شول، د کابل له نجونو څخه د بګرام  د بې عزتيو رپوټونه  خپاره شول،او اوس هم  په افغانستان کې صرف د پښتنو په سيمه کې او د پولې بلې خوا پښتونخوا کې هم د پښتنو په سيمه کې  د پښتنو په عزت ملنډې وهل کيږي دا هم ستا برکت دی ، داستا غيرت دی داستا اشنايي ده افرين شه پر تا .
دا ستا د غيرت خبرې وې  چې مايو څو کرښې د زړه له جوشه دلته وکښلې، کنه ستا په يادونو به کتابونه خامخا وليکل شي ، خو زه له  هغو يادو اوس ډډه کوم.
خو زما دا څو خبرې واوره.
 طالبه اشنا پريږده چې د پښتون قوم  د علم په رڼا خپل ځانونه سمبال کړي، مه يې ورانوه مکتب، که چېرې د پښتون نر او ښځه د علم له ثمرې څخه برخمن شي له دغه منکراتو به ضرور ډډه وشي،پريږده چې د پښتنو ښځې د علم په ګاڼه ځانونه ښايسته کړي، نو ته يې ګرانه بدن ته تيزاب مه شينده،د پښتنو خويندې  مه بې عزته کوی ، مه يې بی وروره کوی ، مه يې بی پلاره کوی، او می يې په سرو لاسونو د خاورو لاندی کوه.
طالب اشنا تاسو اوس که هر څوک يې خو په پښتو ژبه خبرې کوې ، کاشکې په کومه بله ژبه ګړيدلی چې ګېله خو مو نه کولی. افسوس دی، سل ځله په بار بار افسوس دی ستاسو په حال.
 له تا څخه طالب اشنا زما دا پوښتنه ده ايا که چيرې ته له دغې نيمګړې دنيا څخه بې وخته لاس په سر شې ، ستا پيغله خور ،وړوکی ورور، بوډا مور پلار ، ستا ځوانه ښځه او ستا تنکي ماشومان به څه کوی؟
دا معلومه خبره ده چې يا به خيرات غواړي او يا به کومه بله ناوړه لار غوره کوي .نو ولې داسې کوې، ولې دوی به هم په پښتو ژبه خبرې کوي ، خيرات به هم په پښتو ژبه غواړي که  په انګريزي ژبه به په واټونو او سرکونو کې خيرات غواړي،د پښتنو په لباس کې به کوڅه په کوڅه ګرځي او که په خارجي دريشۍ کې؟
نوره په زرګونه خبرې دي دلته رانه ډير وخت نيسي، زه په دې پوهيږم چې ته صرف د پيسو په بدل کې  په هر څه سترګې پټوې.طالبه ياره اوس په نړۍ کې حالات بل رنګ روان دي نړۍ ټوله په مخ راونه ده او دا ټول د علم برکت دی، نن چې بهرنيان زورځواکه او خپلواکه دي دا ټول د علم ثمره ده،تا سره څه دي نه علم لرې نه زور . لاس کې يو توپک لرې د هغې په بدل کې هم مجبور يې چې يا مکتب ، جومات ، لار ورانه کړې او يا هم ځانمرګی بريد وکړې او بيا وسله تر لاسه کړې، دا ستا يو توپک دی هغوی د طيارې سره برابريدی نشي  او نه هغه د اصحابو کرامو وخت دی چې جنګ به صرف په تورو و.
ګرانه طالبه ياره  که ته غواړې چې اسلام ته خدمت وکړې نو هغه به د علم لار وي نه د جنګ، کنه دا اوس چې په کومه لار روان يې دا ترکستان ته تللی ده...!
زما دا خبرې صرف دېو 25کلن د وطن نه لرې مسافر ځوان وګڼه، زه کوم سياست پوه نه ېم صرف د زړه له درده مې دا څوټکي د قلم تر څوکې راغلي،  زه د کوم بل مذهب پيرو نه يم ،پښتون يم او مسلمان يم.
ودان
ادېسه ښار