د روهي په ياد


د سمندر د خون څپه راتله نو ومې ژړل
د غم سيلۍسړه سړه راتله نو ومې ژړل
زه يې په ټول ژوند كې په مينه نازولى ومه
چې يې د تللو آوازه راتله نو ومې ژړل
فكر مې نه و ما د اوښكو پرې ګمان كړى وو
د يار په مخ سپينه خوله راتله نو ومې ژړل
ما د نرګس، لاله ګلونه په سحرا نازول
چې بړ بو كۍ ورته سپيره راتله نو ومې ژړل
ډيرې مې تم كړې د ناز اوښكې د لېمو تر پهلو
سا مې په ستوني ښخېده را تله نو ومې ژړل
نن مې صديق روهي ياد شوى دى خو واك مې نشته
له عزرائيل نه مې ګيله راتله نو ومې ژړل
نن يې په سترګو كې د مينې ډيوې مړې ښكارېدې
زما د زړه په دنيا شپه راتله نو ومې ژړل
زموږ د كور په سر وريځو طوفانونه راوړه
ږلۍ د لمر په ننداره راتله نو ومې ژړل
لباسي اوښكو مې له مخه غوښې تويې كړې
د ځوانۍ مرګ وه ، جنازه راتله نو ومې ژړل
نرم زړگى مې دى د چا په شان سخت دل خو نه يم
چې د صديق د مرګ قصه راتله نو ومې ژړل
د ژوندون راز مو سره ونه وې بيلتون د لاسه
د روهي روح ته فرښته راتله نو ومې ژړل
زه خو شاعر يم د ښكلا په باغ مې زړه بدېږي
چې د خزان سيلۍ كږه راتله نو ومې ژړل
د (( مجاهد )) نه مې يو لعل دپكتيا ورك شوى
چې دومره لويه خساره راتله نو ومې ژړل
16 /15/7/1914
مجاهدالله منگل
د خوست د استقلال ادبى ټولنې غړى