امریکا ... افغانستان کې دپاېښت او وتلو ګواښونه

 
 دا لنډه څیړنیزه لیکنه  په افغانستان کې له نظامي او ستراتیژیک پلوه د نړیوالو ځواکونو وړتیا ارزوي  او دا پوښتنه ځوابوي ،چې دا ځواکونه  څومره وړتیا لري ،چې په دې  هېواد کې خپلې دندې تر سره کړي او د 2014   ز پورې  ټاکل شوې موخې  تر لاسه کړي ؟؟ ددې ترڅنګ به  دواشنګټن او طالبانو ترمنځ  روانې خبرې اترې  دلیږد بهیر له پروسې سره  مرسته وکړي ،چې په اسانۍ  سره بشپړ شي .
-         دبیړني  وتلو لاملونه  .
-         دپلان شوي  وتلو لپاره چمتووالې .
-         دلېږد بهیر پر بریالیتوب  شک .
-         کاواکه خبرې  او شونی سمسمکې .
-         پای .
  دبیړني وتلو لاملونه :
په افغانستان کې  وروستیو پېښو او پرمختګونو دنړیوالو ځواکونو په ځانګړې توګه دامریکايي هغو پر وړتیا دا شک رامنځته کړې دی ،چې دوی به  تر 2014 ز تر پایه  دلته  تم شي او که څنګه ؟ د 2012 په جنورۍ  کې  څلور امریکايي سمندري سرتیري ولیدل شول ،چې  په سویلي ولایت هلمند کې یې  دمړو پر جسدونو میتازې کولې ، د 2012  ز په فبرورۍ کې  دبګرام په هوايي اډه کې  امریکايي سرتیرو  دقران کریم څو ټوکه  سوځولي  د ورته پېښو په لړ لیک کې تر ټولو بده او راپارونکې  هغه  په تېر مارچ کې  دیو امریکايي سرتیري لخوا دکندهار په پنجوايي کې په یوه شپه نږدې اولس  ملکي وګړي وژل ،چې ډیری یې کوچنیان او ښځینه وې .  دا ډول پرلپسې پېښو افغانانو او بهرنیانو ته دا انګیرنه ورکړې ده ،چې  دا دهغې جګړې دوام دی ،چې نږدې یوه لسیزه وړاندې پیل شوې ده او دپای کوم څرک یې نه لګیږي . ډیری افغانان  ددې وروستیو پېښو او هغو شپنیو نظامي بریدونو ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي ،چې  امریکايي ځواکونه یې وخت ناوخت  په کلیو او بانډو کې  ترسره کوي .
اوس  نړیوال  له  امریکا او نور 49هېوادونو ،چې دامریکا تر چتر لاندې  په افغانستان کې د( نړیوالو سوله ساتو ) په نوم پر جګړه بوخت دي  له دې هېواده درا وتلو غوښتنه کوي  ځکه  ددوی له انده  نړیوال ځواکونه نشي کولای ،چې په افغانستان کې  رغنده رول ولوبوي  او نه ورڅخه  په ګانده ( راتلونکې ) کې ترې  ددی ډول هڅې تمه کېدای شي  دلګښت او مړینې  خبره خو لا پر ځای پریږده .  دنړیوالو ددې غوښتنې  ( وتلو ) سربېره  خپله  په افغانستان کې هم  دوسله والو خواوو ترڅنګ  نورو هم  دبهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده  لنډه دا ،چې  په ولسي کچه  دبهرنیو ځواکونو د وتلو له موضوع  هرکلی شوې دی دیادونې ده ،چې دا به یو څه سخته وي ،چې  په هېواد کې  ددې غوښتنې په اړه  کره  او دقیق  دریځ  جوت شي .  له هر څه وړاندې  هغه  انګیرنه ،چې دعام ولس ، مدني ټولنو ،رسنیو رااخستل شوې ده دوی  ټول دبهرنیو ځواکونو پر شتون  او ژمنو شکمن دي او په کلیو بانډو کې خو پرې  هیڅ باور نه کیږي  دافغانستان کلیوال   دافغانستان پر ګاندې  هیڅ باور نه لري  او دنهیلۍ څپو پسې اخستې دي  یوازې  ډیر کم شمېر  دا هیله لري ،چې افغانستان به په راتلونکو پنځو کلونو کې  یو څه ښه  شي . له افغانستان څخه دګډوالۍ څپه  ددې  ګواهي ورکوي ،چې  عام ولس نهیلۍ دی  دګډوالو ډیری برخه ځوانان  او ماشومان جوړوي ،چې ګاوڼدیو او یا اروپايي هېوادونو ته  دتېښتې لارې چارې لټوي  په 2011 ز  کې دا څپه بیخي زیاته شوه  داسې ویل کیږي ،چې نږدې 30000افغان  په تیرو لسو کلونو کې له افغانستانه وتلي دي .
-         دپلان شوي  وتلو لپاره چمتووالې .
دلیږد ( انتقال ) بهیر لپاره یو څه  شرطونه په پام کې نیول شوې دي ،چې یو څه  یې پخوا پوره شوې دي  دبیلګې په توګه  دکابل او واشنګټن ترمنځ دستراتیژیک تړون لاسلیکول ،چې امریکايي ځواکونو ته دا اجازه ورکړي ،چې له 2014 ز وروسته په افغانستان کې  میشت شي ، خو د دواړو هېوادو دا اختلاف پر خپل ځای  پاتې دی ،چې دافغانستان  له خاورې به امریکايي ځواکونه  عملیات کولای شي او کنه  ؟
دشیکاګو په کنفرانس کې پردې  ټینګار وشو، چې دلیږدبهیر ته باید ټول ژمن اوسي او په ښه توګه پلې شي اوس به دکابل په کنفرانس کې تېرې ژمنې تازه او ټینګار به پرې وشي .
په افغانستان کې له پرمختګونوسره جوخت په امریکا کې دولسمشرۍ ټاکنو ، چې د روان کال دنومبر پر شپږمه به ترسره شي  هر کاندید خپل چمتووالی نیسي  دغه ورته زمني واټن ډېرې پوښتنې پخوا هم راپورته کړې وې ،چې څنګه دا ټول پرمختګونه  دټاکنیز کمپاین پر مهال رامنځته کیږي او په افغانستان کې یې یو ډول سیاسي  ډار او رکود رامنځته کړې دی  دولسمشرۍ هر کاندید خپل بخت  له افغانستان پورې تړي ځکه  دې هېواد خپل او پردي ټول  په یو ډول اغیزمن کړې دي . دیادونې ده ،چې 2014 ز هم په افغانستان کې دولسمشرۍ دټاکنو کال دی ، خو تر اوسه یې لا نور جزیات نه  دی په ډاګه شوې . دلېږد پروسه  څو اړخیزه هغه ده ،چې په لومړي مقام کې یې  افغانانو ته دامنیتي مسوولیت  لېږد دی  بهرني ځواکونه به ډیرې سیمې خپلو افغان ملګرو ته پریږدي  او هغه خصوصي امنیتي شرکتونه  ،چې پخوا جوړ شوې وو دهمدې پروسې یوه مهمه برخه ده ،چې  له پولیسو او اردو سره به یو ځای کیږي . دامنیتي شرکتونو دله منځه وړلو موضوع  څو ځنډول شوې ده  په ځانګړې توګه هغه سیمه ییز پولیس ( اربکي ) ،چې ایساف دځان لپاره رامنځته کړې  وې یو څه ګټورې ثابتې شوې دي په ځانګړې توګه په  کندوز ، کندهار او هلمند کې  بهرني ځواکونه غواړي ،چې دا سیمه پولیس به  دلیږد له پروسې سره مرسته وکړي  په بله مانا دوی کټ مټ دپخواني شوروي اتحاد تجربه تکراروي . لکه څنګه ،چې اټکل کیږي دلیږد پروسه به د 2014 ز کې  له مهمو پړاونو څخه یوه وي  تر څنګ به یې ولشمسر کرزی  هم خپل ځای  بل کس ته ، چې دټاکنو له  لارې  به ټاکل کیږي پریږدي  دا مهال نو متحده ایالات اړ دي ،چې داسې یوه وړ او اغیزناکه لار اووسیله  ومومي ،چې دا له ګواښه ډک پړاو  کنترول  کړی او  دژمن ملګري رول تر سره کړي .
-         دلېږد بهیر پر بریالیتوب  شک .
تېر کال دلېږد پروسه  له یو لړپوښتنو سره مخ وه  دپروسې دهرې برخې په اړه ښه پاخه بحثونه ترسره شول  خپله جنرال جون الن  د 2012/3/20 نېټه  دا پروسه  داسې شرحه کړه ،چې په افغانستان کې دخپل پرمختګ  ارزونه  وکړي اودا جوته کړي ،چې بهرنيو ځواکونو پرمختګ کړې دی او دلېږد بهیر به  ښه ترسره شي  . په 2011 ز کې هم دافغان امنیتي ځواکونو پر وړتیا شک کېده ،چې دلېږد بهیر پر مهال به خپله وړتیا وښايي او که څنګه  ځکه ملي اردو اوس هم له یوې جبهې په زیاتو کې  دجګړې وړتیا نه لري  او دبهرنیو ځواکونو ملاتړ او مرستې ته اړ ده . حکومت دخپل پوځ لپاره د لوژستیکي مرستو او ملاتړ په  پرتله  نظامی روزنې ته زور ورکړې دی  ځینې پر سیمه ییزو پولیسو تور لګوي ،چې په فساد او بشري سرغړونې کې ښکیل دي او له  واکه ناوړه ګټه پورته کوي  ان تردې ،چې حکومت یې دسمون او اصلاح لپاره کوم دپاموړ ګام نه دی پورته کړې  او که دکومې موضوع په اړه څیړنې او پلټینې کیږي  دولسمشر په ګډون یو شمیر لوړپوړي چارواکي  یې مخه نیسي . دګاندې لپاره  دپلان او لارنخچې  له مخې  داسې به  لږ ولیدل شي ،چې متحده ایالاتو  د 2014 ز  د ولسمشریزو ټاکنو لپاره  احتمالي سیناریو انځور کړې وي  او دا ټاکنې په  2014 ز کې تر ټولو مهمه موضوع ده ، چې هیڅوک یې له اهمیته سترګې نشي پټولای ،چې له ګواښ ډک هغه به هم وي .
دابه ناسمه وي که  سړی هغه پوښتنې او اندېښنې له پامه وغورځوي ،چې وايي : په افغانستان کې دنړیوالو سوله ساتو ځواکونورول څومره رغنده دی ؟ ایا بهرني ځواکونه  د مقاومت  او جګړې وړتیا لري ؟  تېرو لسونو کلونو کې خپله بهرنیو ځواکونو تېروتنې  کړې دي ، ستونزې یې راپورته کړې دي  له دې هر څه سره  نړیوال سوله ساتي ځواکونه  ورځ تر بلې دخپل شتون لمن پراخوي . طالبان او نور وسله وال  به  دګواښ په توګه پاتې وي  ځکه خو نړیوال ځواکونه  هڅه کوي ،چې د دوی پر وړاندې ودریږي او دا دعوه نشي کولای ، چې ناټو پر ټول افغانستان کنترول  لري .
-         په پای کې ،دتاوتریخوالي مختلفو ډولونه  افغانان  ورخطا کوي  دوی ته  باید دا ډاډ ورکړل شي ،چې دا لنډمهالي  ګواښونه دي او موږ پرې  لاسبري کیږو او نشي کولای ،چې ستاسې اویا مو داولادنو ژوندواخلي  ددې ترڅنګ به طالبان هڅه کوي ،چې دخپل نظامي  فعالیت پر مټ  خپل شتون  ثابت کړي  طالبان  دناانډولې  جګړې یو اړخ دی ، خو دسړک دغاړې له ماین ، ترور او ... څخه کار اخلي  ، ولس ، حکومت او بهرنیانو ته یې سردرد جوړکړې دی . دا به هم له  عقله لیرې وي ،چې  بهرني ځواکونه  له نېټې وړاندې  افغانستان پریږدي او ووځي  که بهرني ځواکونه له هر څومره ستونزوسره مخ شي  دوی باید وتلو ته اړ نشي  دنړیوالو ځواکونو دوتلومهالویش هم  وضعیت  ډیر کاواکه کړې دی او دتاوتریخوالي کچه یې ډېره کړې ده .

کاواکه خبرې  او شونی سمسمکې .
دواشنګټن اوطالبان ترمنځ خبرې اترې کله  پرمختګ وکړي او کله په ټپه ودریږي  له وسله وال  اپوزیسیون سره  خبرې اترې او سوله  دواشنګټن دستراتیژۍ مهمه برخه  ده که وکولای شي ،چې بیا  له افغانستانه دوتلو او دلېږد پروسه  بشپړه شي . دسیاسي جوړجاړي  حل به معجزه وي  ،چې دبهرنیو ځواکونو وتلو ته به لار هواره کړي او  ګرد هېواد کې به  ټیکاو او ثبات رامنځته شي  او بیا ترهګر دا زمینه  تر لاسه نه کړي ،چې دلته خپلې ځالۍ جوړې او نورو ته ګواښ شي . که چیرې افغان حکومت همداسې په ټپه ولاړ وي  دا شک پرې کېدای شي ،چې دا به دپايښت  سېک ولري او که څنګه ؟؟  پردې سربېره پر افغان ملي اردو هم دا شک دی ،چې  خپله خاوره به کنترول کړای شي او وسله وال به وځپي  . بله ګواښ ،چې افغانستان ورسره لاس وګریوان دی هغه په حکومت کې پراخه فساد دی ،چې مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستې دی او اوس ، چې حکومت  ټینګ دی لامل  بهرني لاملونه دي  ځکه  پر کورنیو ستونزو بهرنیانو برغولې ایښې دی . که چیرې په حکومت  کې په مرکزي او یا سیمه  ییزه کچه کوم احتمالی سیاسی بدلون رامنځته کیږي  نو دواکمن  ګروپ له سخت غبرګون سره به مخ کیږي . دسیاسي حل لپاره هم هڅونه شته ، خو په  حکومت او وسله  وال  اپوزیسون کې ځینې کړۍ شته،چې سیاسي حل نه غواړي او مخالفت یې کوي  او یا په  سیاسي جوړښت کې خپلو پرونیو سیالانوته  ونډه نه ورکوي . داسمه ده ،چې ولسمشر کرزی پر سوله ټینګار کوي ، خو په حکومت کې ځینې شته ،چې  دا ډول هیڅ نوښتن نه زغمي . که چیرې دطالبانو په منځ کې دهغو کسانو دترور لړۍ روانه وي ،چې  په رښتیاهم سوله غواړي دا نو دافغان حکومت  رښتینولي او ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راولي  که پخوا دخبرو په اړه  هر څه شوې دي ، خو بیا هم وخت ته اړتیا ده ، چې دواړو لوریو ته  دوړ پریکړې  زمینه برابره شي .
طالبان  داسې احساس کوي ،چې دوی به  ارومرو ( بریالي ) کیږي ، خو به مقابل کې  سیاسي او نظامي  چارواکي بیا به وايي  : اوس دطالبانو زور اوبه شوې دی او دمخامخ جګړې وس نه لري ، خو دا ډول څرګندونې په ختیځ او سویل کې دعام ولس  نظر نشي بدلولای  ځکه دوی فکر کوي ،چې طالبان اوس  د دوی پر برخلیک اخته دي . دطالبانو مخالف اړخ که دا ټینګار کوي ،چې  له دوی سره دې خبرې د پیاوړي  دریځ څخه وشي  او طالبان دې  په زور اړ ویستل شي ،چې دخبرو میز ته کیني  دا نو بیا دسولې  ګانده  له تور برخلیک سره مخ کوي  دا ډول یو دریځ  له هغو سره  ورته دی ،چې دتیرې پیړې په نویمو کلونو کې یې  په هېواد کې کورنۍ جګړې ته لار هواره کړه ، خو دا ډول دریځ کېدای شي هغوي وهڅوي ،چې دسولې له  پروسې سره تړاو لري او هڅه  به وکړي ،چې  دجګړې مخه ډب کړي او دیو نوښت له لارې  دخلکو دا ارمان پوره شي .
دپاکستان او امریکا ترمنځ  اوسنی اړیکې  هم ددې لامل کیږي ،چې  دجګړې له ډاره  یو سمسکي ته مخه کړي ، دواړه هېوادونه  له ستونزو سره یو بل ته اړ دي او پاکستان  به ډاریږي چې دجګړې لمن یې  نوره هم  ارته نشي  که دامریکا دفشار په ترڅ کې  پاکستان   تر 2014 ز پورې  دطالبانو له ملاتړه لاس واخلي  نو وسله وال به یې اغیزمن شي او دسولې  او سیاسي  په اړه به فکر وکړي ځکه پاکستان کولای شي ،چې په خپله خاوره کې دطالبانو فعالیت بند کړي ، پر مشرانو یې د تګ راتګ لارې وتړي  .
پای
اوس خو ټولې نښې داسې دي ،چې دلیږد پروسه به  پر خپل وخت پلې کیږي  ، خو دا هغه مهال ،چې  ټولې اړونده چارې  ترسره شوې وي اوس هم وخت شته ، چې تر 2014 ز پورې  ټولو ستونزو ته  دحل لار ولټول شي  خو دتعجب وړ داده ،چې ټولې ښکیلې خواوې ( متحده ایالات  + طالبان ) لګیا دي ځانونه چمتو کوي ،چې خپله بریااعلان کړي ، خو دا ددې مانا نه ورکوي ،چې تر 2014 ز پورې به دافغانستان ټولې ستونزې  حل شوې وې  ځکه ډیر څه شته ،چې  تر هغې نېټې پورې تر سره شي ، خو دلېږد پروسه  به  بهرنیو ځواکونوته  دا زمینه برابره کړي ،چې له افغانستان  ووځي او دافغانستان برخلیک به ناڅرګند وي .