
ل : عبدالاله مجید
ژ : حکمت امرخیل
په قطر کې دامریکا اوطالبانو ترمنځ دخبرو کېسه اوږده شوه ، خو دیاد وړ کوم پرمختګ تر سترګو نه شو . افغان حکومت ګومان کوي ،چې له دوی پرته دواړه خواوې پر پټو خبرو لګیا دي . د طالبانو وروستي بریدونه هم دخپل ډول ځانګړي هغه دي ،چې فراه یې ښه بیلګه کېدای شي .
کله ، چې په 2011 ز کې د طالب استازو لومړنی پلاوې په امریکايي الوتکه کې قطر ته ورسول شو ، داوباما حکومت فکر وکړ ،چې اوس دسولې خبرې شونې دي او په افغانستان کې به ټیکاو رامنځته شي او امریکا به له ماتې پرته خپل ځواکونه له دې هېواده راوباسي ، خو درې کاله وروسته هم طالب مشران په قطر کې لاس تر زنې ناست دي او دفتر یې تر اوسه خالي پروت دی .
په قطر کې یو افغان ډیپلومات وايي : (طالب مشران دلته استوګن دي ، له پرمختللو وسایلو خوند اخلي ، لوکس موټر چلوي ، ښه خواړه خوري ، اولاد زیږوي ، همدا یې له وسه پوره دي ځکه بل کار نه لري ).
اوس به یو څه سخته وي ،چې په نږدې راتلونکې کې طالب مشران دخبرو میز ته کیني ځکه اوس په افغانستان کې دجګړې موسم پیل شوې دی . دېته څوک نه ګوري ،چې دسولې خبرې به بیا پیل شي . طالبانو اوس خپل ټول پام جګړې ته را اړوې د ي. امریکايي ځواکونه دجګړې په ډګر خپل ځایونه خوشي کوي، خو دا معلومه نه ده ،چې طالبان به دا جګړه وګټي که څنګه ؟
خبرې اترې نشته :
یو افغان ډیپلومات وايي اوس جوته شوې ده ،چې دطالبانو اته کسیز پلاوی له خپلو کورنیو په قطر کې میشت دی او ځینې ، خو افغان افغان سفارت ته دخپل نوې زیږیدلي ماشوم دثبت لپاره سر راښکاره کوي .
لومړی دامریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې دبندیانو دتبادلې په اړه پیل شوې طالبانو په ګونتنامو کې دخپلو پنځو مهمو مشرانو دخلاصون خبره راپورته کړه ،چې په مقابل کې به یې دوی امریکايي بندي سرتیري ورخوشې کوي . امریکایانو خبر ورکړ ،چې خبرې پای ته ورسیدې او د 2012 ز له پیل دخبرو لپاره هیڅ ناسته نه ده شوې .
په کابل کې غربي ډیپلوماتانو یو ځل بیا دخبرو دپیل په اړه خپله خوښي څرګنده کړې ده په دې وروستیو کې دحامد کرزي دحکومت او طالبانو ترمنځ دخبرو اترودپرمختګ لپاره یو شمېر هېوادو خپل ډیپلوماتیک فعالیت ګړندې کړې دی ،خو دیپلوماټان هغه مهال نهیلي شول ،چې کله طالبانو دمارچ په پای کې په فراه کې بریدونه ترسره کړل .
ولسمشر کرزی هم دمارچ په وروستیو کې له قطري مشرتابه سره دخبرو اترو په موخه (الدوحة ) ته ولاړ افغان چارواکي وايي : موضوع دطالبانو ددفتر پرانېستل و ، خو له خبرو اترو وروسته دپرمختګ په اړه هیڅ ونه ویل شول .
نیویارک ټایمز دیو امریکايي ډیپلومات له خولې کاږي : زموږ انتظار هم برید لري که په نږدې راتلونکې کې طالبانو دریځ روښانه ن کړي نو تر پایه دا انتظار او نېټه نشي غځیدای ، هلته نورې لارې هم شته ،چې په قطر کې پر طالبانو فشار راشي .
باوزنه پلاوی
په قطر کې دطالبانو استازي باوزنه څیرې دي مشهور یې دطالب مشر ملا محمد عمر ددفتر رییس طیب اغا ، دروغتیا پخوانی وزیر شیرمحمد عباس ستانکزی دپلان پخوانی وزیر قاري دین محمد پردې سربېره مشهور طالب ډیپلومات مولوي شهاب الدین دلاور ،چې په سعودي عربستان کې دطالبانو سفیر و ، سهیل شاهین او عزیز رحمن هم دپلاوي برخه دي .
قطر په رسمي توګه دا نه ده منلې ،چې طالب مشران په(الدوحة ) کې استوګن دي او نه یې رسمي رسنیو په دې اړه کوم اعلان کړې دی یوازې دومره خبره شوې ده قطر چمتو دی ،چې دسولې دخبرو دپرمختګ په موخه طالبانو ته رسمي دفتر پرانیزي .
په ( الدوحه ) کې افغان خبریال نیویارک ټایمز ته ویلي دي : دطالبانو په اړه دقطر دریځ پریکنده او سخت دی ، دځانمرګو میلمه پالنه به څرنګه شونې وي ؟ ترهغې ،چې طالبان جګړه او ځانمرګي بریدونه بند نه کړي قطر طالبان په رسمیت نه پيژني .
په قطر کې دطالبانو ددفتر دپرانېستلو دناکامۍ تر شا مختلف لاملونه دي . امریکایان وايي :طالبانو په ډېره اسانۍ سره په خپلو لیکو کې دسخت دریځو خبره منلې ده اودجګړې ډګر یې تود ساتلې دی دوی ډاریږي هسې نه ،چې دجنګیالیو مورال یې کمزوری شي .
نیویارک ټایمز دامریکايي ډیپلومات له خولې کاږي : هیڅوک نه غواړي ،چې دسولې دخبرو له پیل وړاندې مړ شي .
د قطر تګلورې .. هیله
طالبان وايي امریکایان دباورجوړولو په اړه له خپلې ژمنې په شا شوې دي دوی باید په ګونتنامو کې زموږ پنځه تنه مشران بندیان راخوشې کړې وای . دا داوباما لپاره سخته خبره ده ځکه په کانګرس کې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکې دواړه د طالب مشرانو له پرېښودلو سره مخالفت کوي .
امریکایانو ددې پرځای په خبرو کې دافغان حکومت درایو ځای کولو غوښتنه وکړه ،چې طالبانو رد کړه او پر حکومت یې تور ولګاوه ،چې دامریکا لاسپوڅی دی او ترهغې ،چې له امریکایانو سره کومې پایلې ته ونه رسیږي له کابل سره خبرې نه کوي . له دې هر څه سره نه لویدیز دیپلوماتان او نه طالبان په قطر کې له خبرو څخه په شا شوې دي . یو ډیپلومات دا هم ویلي ،چې طالب مشران په هر ځای کې دسولې په اړه خبرې کوي ، خو واشنګټن پردې باور دی ،چې دبل هر ځای په پرتله قطر یو څه هیله بښونکې دی .
دسیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي : اوس هم ځینې طالب مشران په قطر کې د دفتر پرانېستل ګټور بولي ، خو لرلید یې پوره روڼ نه دی .
پټې خبرې کوي
امریکایان او طالب مشران په یوه خبره سره یوه خوله دي ،چې رسمي او نارسمي خبرې اترې په ټپه ولاړې دي ، خو افغان حکومت د یو اړخ خبره هم نه مني .په قطر کې افغان ډیپلومات وايي : موږ باوري یو ،چې دوی لګیا دي پټې خبرې کوې .
افغان حکومت داهڅه نه ده کړې ،چې دقطر نوښت له منځه یوسي په ( الدوحه ) کې میشت افغان خبریال وايي : دا د ټولو لپاره وړ او ګټوره ده ، امریکا غواړي ،چې سرتیري یې خپلو کورونو ته ستانه شي ، طالبان هم ستړي شوې دي دمه غواړي ، پاکستان غواړي ،چې وښايي طالبان خپلواک دي ، افغان دطالبانو او پاکستان ترمنځ جلاوالې غواړي .
په قطر کې طالب استازي په عامو ناستو کې نه تر سترګو کیږي ، له رسنیو سره خبرې نه کوي نه کومه خبرپاڼه خپروي دا په قطر کې د دوی داستوګنې لپاره شرطونه دي .