غاټول


ستا حسن ته د خيال په منارو پورته کيدم
لمبو ته د سپرلي په تنابو پورته کيدم

خندل مې پام مې نه و خپل د څو شيبو ژوندون ته
غاټول غوندې له خاورو په ورو ورو پورته کيدم

ماشوم وم چې ښکلا او د سوز ساز مې پېژانده
سهار به د بلبل په ترانو پورته کيدم

رنګونه ،بهارونه ، الفتونه راکې نغښتي
يو خال وم د ښايست په اننګو پورته کيدم

هغه ناز مې اوس چيرته چې مې لمر نه ځان ساته
ليدم خو دې اشنا چې په لمبو پورته کيدم

له ډېرو به ددې ستي ګوګل پوښتنه وکړم
دعا کوه اجمله که په پښو پورته کيدم