دمیرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیر د خواشينۍ پيغام

 
په ډیرې خواشيني سره مو دمیرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیر  دیوې بنسټ ایښودونکې او فعالې غړې تکړه لیکوالې او شاعرې آغلې توبا ندا ساپۍ د ارواښاد پلار د وفات دردونکی  خبر ترلاسه کړ .
                                                                                                                                                                          انا لله و انا اليه راجعون
           ارواښاد په وطن مين او يو سپېڅلی شخصيت  و ،چې د عمر ډېره برخه يې وطن او خلکو ته په خدمت کې تېر ه کړې وه .او افغاني ټولنې او افغاني فرهنګ ته یې د آغلې ندا په څیر وطنپاله ، خواخوږې او د لوړ پښتني احساس خاونده لیکواله وړاندې کړې وه .
        دمیرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیر  مشرتابه هيئت او ټول غړي د ارواښاد مړينه يوه لويه ضايعه ګڼي او د خپلې ورې خواخوږي مراتب د دوي درنـــي کــورنۍ او ټــــول افغان ولس ته وړاندي کوي او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتنه کوي .
د هیواد په مرکز او ولایتونو کې دمیرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیر   ټول غړي له قدرمنې خور ندا ساپۍ سره ځانونه په دې ستر ویر کې شریک بولي او دې او درنې کورنۍ ته یې د جمیل صبر دعا کوي .
روح دي ښاد وي
میرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیر