خوستۍ ميرمنې لا هم له ځينو ستوونزو کړيږي


 
که څه هم په تېرو څو کلونو کې د نورو پرمختګونو ترڅنګ د ښځو ژوند هم بهتر شوى او په بېلابېلو برخو کې يې برمختګ کړى، خو د خوست په ولايت کې لا هم د ښځو پر وړاندې يو شمېر ستوونزې پر خپل ځاى پاتې دي.
د کم عمره نجونو وادول، لوړ ولور او په بدل وادونه هغه څه دي، چې په خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ستر لامل بلل کيږي او د هغوى ژوند يې تريخ کړى.
د خوست مرکز اوسيدونکي نسرين احساني روهي ويب پاڼې ته وويل، په دې ولايت کې د ښځو او په ځانګړو توګه د ځوانو نجونو پر وړاندې خپله يو شمېر کورنۍ تاوتريخوالى کوي.
هغه وايي: (( په ځينو سيمو کې اوس هم داسې شته، چې يوه يوه جلکۍ پيغلتوب ته نه وي رسيدلي، خو پلار يې وادوي، چې دا کار يې د پلار د ملګرتيا له امله کيږي او يا د ډېرو پيسو په مقابل کې)).
يوه بله ميرمن محبوبه سعادت بيا وايي، اوس په خوست کې د ښځو ژوند د پخوا په پرتله ډېر ښه شوى، خو کورنۍ په ځينو برخو کې د خپلو ښځو ژوند ته پام وکړي، نو کيداى شي، چې له مخې په خوست کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ختم شي.
د خوست د ښځو چارو رئيسه ميرمن حاور اميري هم مني، چې په خوست کې په ځينو برخو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ورسره ثبت شوي دي، خو نوموړي د دې ستوونزو د هوارې لپاره وايي:(( موږ خو خپله وسه سره هڅه کړې، چې د ښځو ژوند چې څومره کيږي، ښه يې کړو، آن ولسواليو ته مو د عامه پوهاوي لپاره سفرونه کړي، خو که ديني عالمان او قومي مشران له دوى سره همکاري وکړي، ټولې ستوونزې به ختمې شي)).
دا په داسې حال کې ده، چې همدا اوس په خوست کې د ښځو يو شمېر مدني ټولنې هم فعالت کوي او د دې ترڅنګ هره ورځ شاوخوا يو نيم لک نجونې د خوست په مرکز او ولسواليو کې ښوونځيو ته د زده کړو لپاره ځي.
خالد ارماني- خوست