دافغانستان په نړيوال  کنفرانس کې دافغان ولسمشر حامدکرزي د وينا متن

 
 بسم الله الرحمن الرحيم
دهالنډ صدراعظم  جلالتماب بالکننده ،
دملگروملتو دسازمان سرمنشي جلالتماب بانکي مون،
جلالتمآبانو،
دافغانستان محترمو  دوستانو،
ميرمنو اوښاغلو!
ماته  دوياړ ځاى دی چې په داسې  يومهم کنفرانس کې چې دافغانستان دوستان پکې  راټول شوي  دي گډون  کوم،  هغه دوستان  چې ژمنه اوملاتړ يې  په  دې څوکلونو کې زموږ دځواکمنۍ  اودهيلو سبب شوى دى.
په افغانستان کې  زموږ گډه مبارزه يونازک  پړاو ته رسيدلې ده  اوزه مننه کوم چې  په يوه داسې  مهم زماني پړاو کې يو له بل سره گورو ترڅو ډاډمن شو چې دامنيت دتامينولو ، آزادۍ او دډيموکراسۍ  لپاره هلې ځلې تراوسه  پورې  هم په لومړيتوب کې دي او داچې  افغانستان اوسيمه  بيا هم ددغو هلوځلو په مرکز کې دي .
ميرمنو اوښاغلو !
اووه کاله مخکې و چې په افغانستان کې دالقاعده اوطالبانو واکمني  راوپرځول شوه او زموږ خلکو ددښمنانو له منگولو ، جگړې، زیندۍ کولو اولاسوهنې څخه خلاصون وموند . ددغو کلونو په ترڅ کې  افغانستان له  تروريزم  اوبنسټپالني سره دنړيوالې مبارزې  اوله سيمې او له هغې څخه هاخوا دمليونونو انسانانو له  ژوندانه څخه دتروریزم دناوړه سيوري دلري کولو په لومړۍ کرښه کې  دی .
زه دافغانستان دتيرو اووه کلونو په ارزښتونو باندې چې دنړيوالې ټولنې په همکارۍ  ترلاسه شوي دي وياړم. اووه کاله مخکې افغانستان یو تجريد شوی هيواد و چې ديوه ظالم رژیم اونړيوال تروريزم  له خوا اداره کیده او دهغه  په  پولو دنړیوال تروریزم لخوا تيری  شوی و، نن دنړيوالې ټولنې په يو ژمن غړي بدل شوی دی اوپه غوڅه توگه  دډيموکراسۍ  اودقانون دواکمنۍ په لور گام اخلي. نن افغانستان د يو داسې سياسي نظام لرونکی دی  چې دبرخليک په ټاکلو کې  دخلکو درول ضمانت کوي. دبيان دآزادۍ اودرسنيو اوسياسي فعاليتونو په گډون داساسي آزاديو په بې ساري توگه دهېواد په تاريخ کې ضمانت شوی د ی .
په تيرو کلونو کې پنځه مليونه تنه مهاجرين   افغانستان ته  راستانه شوي دي  چې دنړۍ دمهاجرتونو په تاريخ  کې لوړ شميربلل کيږي.
دافغانستان دهروگړي عايد له يوسلو پنځه اتيا امريکايي ډالرو څخه څلورسوه پنځوسو ډالرو ته لوړشوي دي .
په زرگونو کيلومتره سړک قيرشوی دی، دافغانستان دڅلويښت زره کليو له څلورو څخه درې برخو يې دکليو دپراختيا  په برخه کې  زموږ له پروژو څخه گټه ترلاسه کړې ده، همدا اوس څه دپاسه شپږ اعشاريه  پنځه مليونه نجونې اوهلکان ښوونځي ته ځي چې دا  دهېواد په تاريخ کې  ډيره لوړه شميره ده .
موږ په هېواد کې په سلګونو  کلينيکونه  اوروغتونونه جوړ کړي دي اوپه دې  وسيله په دې باندې توانیدلي يو چې دروغتيايي خدمتونو پوښښ دافغانستان په سلو کې له نهو وگړو څخه په سلو کې پنځه اتیا ته  لوړ کړو د  (٤٦٥٠٠)  تنو محصلینو له جملي څخه   چې سږ کال  دلوړو زده کړو په موسسو کې شامل شول  په سلو کې څه ناڅه اته دیرش یې  نجونې دي .
ميرمنو اوښاغلو ! موږ ټول په دې پوهيږو  چې څوکاله  مخکې حتی د دغه شان پرمختگونو تصور هم سخت ښکاریده.
دغه لاس ته راوړنې  زموږ  او ستاسو دزرگونو تنو لوڼو او زامنو دځان په بيه ترلاسه شوي دي.
دغه لاس ته راوړنې بايد له پامه ونه غورزو، ددغو عزيزانو دقربانيو ددرناوي  ښه لاره  ددغولاس ته راوړنو درناوی  اوديوه آرام  دموکراتيک  اوسوکاله افغانستان د جوړولو  په لاره کې د هلوځلو زياتوالی دی.
زموږ نننۍ غونډه يوځل بيا دامهم کارثابتوي چې په افغانستان کې  زموږ دبرياليتوبونو بشپړتيا  په يوې ګډې، هراړخيزې  اودتظبيق وړ ستراتيژۍ  اوددغې ستراتيژۍ  دتحقق په لاره کې زموږ دهمکاريو په پراختيا پورې تړلې ده.له دې امله زه دافغانستان اوپاکستان لپاره دامريکا  دمتحده ايالاتو  دهراړخيزې ستراتيژۍ  هرکلي کوم .  زه له  جمهوررئيس بارک اوباما او دهغه له  تجربه کاره ټيم څخه په تيره بيا له ميرمن کلنتن څخه له تروريزم سره دمبارزې اوپه افغانستان  اوپاکستان کې دثبات دتامينولو لپاره په نړيوالو هلوځلو کې ددوی دنوې ، قوي  اورغنده  رهبرۍ  له امله مننه کوم.
زه دهغو عناصرو په ليدوسره چې په دې نوې ستراتيژۍ کې ځای کړی شوي دي،  خوښ شوم  اودافغانستان دخلکوپه استازيتوب  ژمنه کوم چې دامريکا له متحده ايالاتو اونړيوالې ټولنې سره به خپلې همکاري ته دوام ورکړو.
ميرمنو اوښاغلو  !
په راتلوونکو پنځو کلونو کې به افغانستان دنوې ستراتیژۍ دڅلورو عناصرو،  امنيت ، پرمختيا  حکومت کولو او روغې جوړې  په برخه کې  پرله پسي اوپراخو اقداماتو ته اړتيا ولري .
هغه تدريجي  موافقه  چې دتروريزم دسيمه ييزو اړخونو دپه پام کې نيولو په برخه  کې دکتنې وړ ستونزو سره سره ترلاسه شوې ده، په ښه تګلوري کې دایښودو لپاره یو بل گام دی.
که څه هم  دنظر دغه موافقه بايد دتروريزم پرخلاف  زموږ دګډي مبارزي  دعملي اقداماتو په سياست بدل شي دافغانستان په خاروه  کې له تروريستانو سره له غوڅې مبارزې  سره يوځاى  دتروريستانو پټنځايونه ، شبکې اودملاتړ مرکزونه هم بايد  دړې وړې او له منځه یوړل شي .
موږ بايد  هغه مرکزونه چې له بنسټپالنې  څخه دجيوپولتيک  هدفونوته درسيدو په خاطر   استفاده کوي ،تجريد، اصلاح  اويا له  منځه يوسو اوله تروريزم سره دملاتړ سرچینې  وچې کړو.
زه دغه راز خوښ يم  چې نن ټولو داخبره  درک کړې ده چې له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې برياليتوب به دافغانستان دګاوڼديانو له همکارۍ پرته امکان ونه لري. هغه نږدې همکاري چې موږدپاکستان له دموکراتيک حکومت سره  پيل کړې  ده، دتروريزم  پرخلاف  دمبارزې  لپاره  دسيمه ييزو لارو په بډاينه کې  ارزښتناکه ثابته شوې ده. په دې فرصت  کې زه دغه راز غواړم دپاکستان اوافغانستان دگډ دوست ترکيي درول له امله چې ددغو دواړو هيوادونو ترمنځ  يې دباور اوهمکارۍ دفضا  دزياتوالي په برخه کې ، لوبولی دی مننه وکړم.
يوبل  لومړيتوب  چې بايد زموږ دګډې مبارزې په برخه کې  په پام کې نيول شوی وای دپوځي عملياتو په بهيرکې پراستفاده شويو لارو چارو باندې نوى نظرو،  په داسې   ډول   چې  ددغو عملياتو له امله نور ملکي افراد زيانمن نه شي. زه خوښ يم چې  ددغه ټکي يادونه  کوم  چې موږ په دې وروستیوکې  په ناټو اوائتلاف  کې له خپلو متحدينو سره ديولړ اقداماتو په باب موافقې  ته رسيدلي يو چې دملکي خلکودسردزيان دمخنيوي سبب به  شي .
زه ډاډ من يم  چې ددغو اقداماتو تطبيقول  به دملکي  خلکو دزيات خونديتوب  سبب شي .
 دافغانستان  خلک  هيله لري  چې د پوځونو زياتوالی  په گټور ډول  دملکي خلکو دساتنې  اودافغانستان له پولي څخه له هغې خوا  دتررويستانو دمخنيوي په خاطر  ورڅخه استفاده وشي.
ديوستراتيژيګ  لومړيتوب  په توګه  موږ  به په زيات ګړنديتوب  سره دافغانستان دملي اردو اوپوليسو دشمير اوظرفيت دزياتوالي  اولوړولو له  لارې  دامنيتي سکتور  دافغاني کولو په لاره کې هلې ځلې وکړو  چې وکولای شو له تروريزم سره  دمبارزې اوخپلو اتباعو  ته دامنيت  دتامينولو  اودقانون  دواکمنۍ مسووليت په غاړه واخلو.
  زه له دې امله خوشحاله يم چې زموږ نړيوال همکاران له اړتياسره  سم دافغانستان  دپوځونو دشميردزياتوالي په نسبت په پراخ نظر ګوري،  په حقيقت کې دافغانستان دامنيتي پوځونو  دظرفيت  پياوړتيا  په افغانستان کې دتروريزم  دګواښ دمخنیوي،  دامينت دتامينولو  او د نظم اوقانون دپلي کولو په لاره کې دبرياليتوب  پراخه اودلږې پانګې  په لګولو  سره ډاډمنه لاره وي،  له دې امله زه له خپلو ټولو نړيوالو همکارانوڅخه غواړم  چې دخپلې  ښې ارادې  په کارولو سره په ډيرې چټکۍ  سره دافغان امنيتي پوځونو دپياوړتيا  په برخه کې  ديوهراړخيز پلان له مخې پانګه واچوي .
دغه راز سولې ته درسيدولپاره  زموږ په ستراتيژۍ کې روغه  جوړه اوخبرې اترې  محوري رول لري .  موږ به د هغو طالبانو  دراستنولو په لاره کې چې له  القاعده سره اړيکي نه لري او غواړي  دسولې له بهيرسره يوځاى شي  او اساسي قانون  ومني له هيڅ راز هلوځلو څخه به ډډه ونه کړو  که څه هم دروغې جوړې  پاليسي به يواځې  هغه وخت  بريالۍ شي چې دافغانستان دملي مرکزونو ترڅارنې لاندې تطبيق شي.
ميرمنو اوښاغلو  !
موږټول په دې پوهيږو چې دتروريزم په مقابل کې زموږ دتل پاتې  برياليتوب غوره لاره  پرمختیا ده. زموږ  برياليتوب  په دې پورې تړلی دی  چې موږ ترکومې اندازې پورې کولای شو  خپل خلک قانع کړو  چې کولاي شي ښه ژوند ولري اودا چې ددوی بچيان  د ژوند تريخ خوند  چې دجګړو اولاسوهنې  دلسيزوپه اوږدو کې  ددوی پلرونو  څکلی دی ونه  څکي.
دروغتيا ، ښوونې اوروزنې،  دسړکونو دجوړولو ، کرنې او انرژۍ  په برخو کې  دبرياليتوبونو ساتنه  اوپياوړتيا زموږ  دسملاسي لومړيتوبونو   څخه دي  چې دراتلوونکو کلونو په بهيرکې  دسملاسي  اوکافي  پانګې  اچونې غوښتنه کوي.  داوبو، پورونو ،  اودکرنې په ځمکې باندې لاسبری او په آبي سرچینوباندې دمديريت  له تمرکزسره دکرنې پراختيا  په چټکي سره کولاي شي افغانستان دخوراکي  موادو  دتوليد له پلوه  په خپلو پيښو ودروي  له دې امله  دافغانستان دولت دافغانستان لپاره  دامريکا د جمهوررئٍيس اوباما په نوى ستراتيژۍ کې دکرنې پراختيا ته دپاملرنې هرکلی کوي . په ټولو برخو کې  زموږ دګټورو هلوځلو همغږي  په دې برخه کې اودبيارغاونې  په نورو برخو کې په ملموسو نتيجو  باندې دلاسبري  په لاره کې  يوډير مهم شرط دی.
  دخدمتونو د وړاندې کولواو په اوږد مهال کې دټولنيزې اواقتصادي  ودې دتضمين په لاره کې دافغانستان دمرکزونو پياوړتيا بايد زموږ دهلوځلو په مرکز کې ځاي ولري.
 
نه شو کولای دسالم حکومت کولو ارزښت له پامه وغورزو، د حيرا نتيا ځاى نه دى چې دافغانستان په شان هېواد چۍڅو لسيزې له جګړو اوويجاړيو سره مخا مخ شوي دى، نن ورځ دخپلو مرکزو نو د بيا جوړ ونې او خلکو ته د خدمت په برخه کى له ستو نزو سره مخا مخ دى، له دى ا مله د مرکزونو د بيا جوړ ونې اود پيا وړې  او اغيز منې ادارې د جوړولو په برخه کې زموږ بر يا ليتو بو نه دپا ملرنى وړ دي خودغه پرمختګو نه هيڅکله کا فى نه دى ، موږ بايد په را تلو نکو کلو نو کې هغو ته د وام ورکړو چې په ټول هيواد کې د منلو وړ يوه اداره ولرو .
افغانستان د ادارې د ښه والي او له اداري فساد سره په مبار زه کې محورى دريځ لري ، په پاريس کى د تيرکال په کنفرا نس کې د افغا نستان دولت له ژمنو سره سم موږ له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې مهم ګامو نه اخيستي دي په تير يوه کال کى د جګپوړو دولتى کارکوونکو په ګډون آن د کا بينې په کچه زيا ت کسا ن له کار څخه ګو ښه کړى شوي او تر عد لي څارنې لاندې  نيول شوي او مجا زات شوي دي .
 ميرمنو اوښاغلو !
دهيڅ شک ځای نه دی چې موږ به ديوې اغيز منې ، حسا ب ورکو نکې او شفافې ادارې د جوړولو لپاره چې ټول افغا نا ن پرې با ور ولري، له هيڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړو اود اداري فساد  له ټولو ډولونو سره د مبارزې  په اړوند زموږ په ژمنه اوتصميم کى هيڅ ډول شک نشته ، موږ  په دې پو هيږو چې له هغه ګوا ښ سره مبارزه به چې دديرشو کلو نو جګړو اود مرکزو نو د ويجاړيو له ا مله روانه ده ، يوه ستره ننګونه وي . په دغه شان حالت کې له اداري فساد سره مبارزه  ديوې داسې هر اړ خيزې کړنلا رې غو ښتنه کوي چې د قا نون عملى کول، د قوا نينو او مقررا تو ښه والى، د طرزالعملو نو اسا نول ، د حسا ب ورکولو د ميکا نيزم ښه والى او عا مه پو ها وى پکې وي. له دې امله موږ دجمهورریس اوباما دهغې غوښتنې چې د افغا نستان اونړيوالې ټولنې ترمنځ له اداري فساد سره د مبارزې په يوه موافقه ليک باندې د لاس بري لپاره تعريف شوي ګډ معيارو نه او مسوو ليتو نه به ولري ، هرکلى کوو .
 په دى برخه کى د بيا جوړ ونې د منا بعو د ضايع کيدو په برخه کې چې د افغا نستان ددولت د صلا حيت  له محدو دې څخه بهردي د افغا نستان د خلکو زيا تې انديښنې هم بايد وڅيړل شي . ددې لپاره چې د افغا نستان په دولت کې په رښتينې تو ګه حسا ب  ورکول تا مين شي ، موږ له ټولو تمويلوونکو مرا جعو څخه غوا ړو چې د مر ستو د اغيز منتو ب اود موا زي جوړ ښتو نو د مخنيوي په لاره کې چى د ملى مرکزو نو پرا ختيا او مشرو عيت تر اغيزې لاندې نيسي تر سره کړي .
 د ٢٠٠٦ کال د جنورۍ په مياشت کې د لندن د کنفرا نس اود ٢٠٠٨ م کال د جون په مياشت کى د پاريس د کنفرانس په شان  په نړيوالو غونډو کې د مر ستو د اغيزمنتو ب  په باب له موافقي سره سره د مر ستو له اغيز منتو ب سره ملا تړ يوا ځې په خبرو کى پا تى شوى دى، نن د يو نوي پړا و په پيل سره د افغا نستان د ملي مرکزونو په پيا وړ تيا باندې په تمر کز سره د مرستو د ورکولو ځوا کمنه همغږي اود اغيزمنتيا زيا تو الى په غوڅه اړ تيا بدله شوې ده .
زه د همغږۍ د زيا تو الي په باب د ملګرو ملتو اود ملګرو ملتو سازمان د سر منشي دځانګړي استا زي کای ايده د رول له امله قدردا ني کوم او له خپلو همکارا نو څخه غوا ړ م چې ددغه بهير ملاتړ و کړي .
 ميرمنو او ښا غلو !
 بل چلنج چې حل کول به يى په اسا نۍ سره امکان ونه لري د نشه يي تو کو کر کيله اوسودا ګرې ده، په ټول هيواد کې د نشه يى تو کو دڅو کلو نو زيا تو الي وروسته په پاى کى زموږ هلى ځلى نتيجې ته ورسيدې اوپه٨ ٢٠٠م کال کې د نشه يى تو کو کر کيله په سلو کى شل کمه شوه او اټکل کيږي چې سږ کال هم په سلو کى له شلو څخه تر ديرشو پوري کموالى و لري .
په ٢٠٠٥ م کال کې د افغا نستان له ولايتو نو څخه يوا ځې درې ولايتو نه هغه ولايتو نه و چى کو کنارپکې نه کرل کيدل  خو اوس مهال دغه شمير ٢٢ ولايتو نو ته زيات شويدی د نشه يى توکو ٦٠٠ قاچاق وړونکي نيول شوي دي او په سلو کى ٣٥ يې مجازات شوي دي.
افغا نستان ددغو برياليتو بو نو په خا طر زيا تې قر بانۍ ورکړي ديۍ، په سلګو نو افغا ن پو ليس د نشه يى تو کو پر خلاف دمبار زې او په مجرمينو باندې د قا نون دتطبيقولو په خا طر قرباني شوي دي، نن د افغا نستان په هغو ولسواليو کې نشه يى تو کي کرل کيږي چې په قسمي ډول  او يا په بشپړ ډول ددولت  له ادارې اوکنترول څخه بهير دي، له دې ا مله د نشه يې تو کو پر خلاف دمبار زې  په لاره کى زموږ پر له پسې برياليتو ب د افغا نستان ددولت له خوا ددغو سيمو په بيا کنترولولو پورې تړلى دى .
 موږ دغه را ز د افغا نستان اونړيوالې ټولنې ترمنځ د يوې نوې موافقې غو ښتنه کوو چې ددندو ويش پکې څيړل شوی وي چې په دې مبارزه کې برياليتوب  تر لاسه شي، زما حکومت په بشپړډول د ګټور بديل د ژوندا نه اود قا نون د ښه تطبيق په پرا ختيا باندى په زيات ټينګار سره د نشه يى تو کو پر خلاف دمبارزې په برخه کې په خپله د افغا نا نو په مشرۍ د يوۍ افغا نى ستراتيژۍ په تطبيق ژمن دى .
 موږ له خپلو نړيوالو همکارا نو څخه غوا ړو چې د افغا نستان ددولت د بود جې له لارې لا زمې منا بع زموږ په وا ک کې را کړي او له نتيجو څخه زموږ په حسا ب ورکولو پوه شي .
 ميرمنو اوښا غلو !
٢٠٠٩ کال به د افغا نا نو اونړيوالې ټولنې لپاره يوډير مهم کال وي، هغه ستو نزې چې موږ به په دغه کال کى ور سره مخا مخ شو، زموږ تصميم او قا طعيت  به و از ما یي اورا تلو نکى به وټا کي موږ به ديو بل په همکارۍ هلې ځلې و کړو چې داګست په شلمه نيټه د جمهوري رياست اود ولايتى شورا ګانو د انتخا باتو د تر سره کولو لپاره ځان چمتو کړو،دغه انتخا بات به په افغا نستان کې دډ موکراسۍ اوثبات د تا مينولو په برخه کې زموږ د هلوځلو يوه ډيره مهمه برخه وي، له دې ا مله ډيره مهمه ده چې انتخا بات په ټول افغانستان کې  په عاد لانه ډول ، آ زاد ،مشروع او په بشپړ امنيت کى تر سره شي .
 افغا نستان به د ملګرو ملتو ،نا ټو او په نړيواله ټولنه کې د خپلو نورو همکارا نو په ملا تړ ددغه مهم کار د تر سره کولو لپاره همکارۍ ته اړتيا ولري، زه هيڅ شک نه لرم چې دسولې اوثبات دښمنان به خپل ځوا ک په کاروا چوي چې د انتخا باتو بهيرګډ وډ کړي موږ بايد خپلې ټولې منا بع او ظرفيتونه په کار وا چوو چې د انتخا باتو ا منيت تا مين شي اود افغا نستان خلک د ا من په فضا کى درايو صندو قو نو ته لاړ شي . دغه را ز موږ د ملګرو ملتو ، نا ټو د اروپا د امنيت اوهمکارى سازمان ، د ارو پا اتحاديى ، د اسلامي کنفرانس سا زمان اونورو نړيوالو اوسيمه ييزو سا زما نونو ته بلنه ورکوو چې خپل استا زي د انتخا باتو د بهير د څارنې لپاره افغا نستان ته را واستوي .
 جلا لتما بانو ، ميرمنو او  ښاغلو !
له نن څخه اووه کاله مخکى موږ د افغا نستان خلکو له نړيوالې ټولنې سره د خپلو همکاريو د يوې برخې په تو ګه مشخصې ژمنې وکړې اوموږ ژمنه و کړه چې موږ افغا نان به په افغا نستان کې د يوه مشروع سياسي بهير له لارې يو نوى د مو کرا تيک نظام جوړ کړو، موږ ژمنه و کړه چې خپلو خلکو په تيره بيا ښځو ته هغه آ زادي او حقوق ور کړو چې د لسګو نو کلو نو لپاره ور څخه بى  برخې وې، موږ ژمنه و کړه چې دتروريستانو  له خونړيو بريدونو سره سره  به خپل بچيان  ښوونځيو ته و استو،   موږ  ژمنه وکړه  چې وسله والې ډلې بې وسلې کو و  اوهغوی  په ملي اومشروع  مرکزونو کې شاملوو،موږ  ژمنه وکړه  چې له تروريزم  سره په مبارزه کې  به دنړيوالې ټولنې  ريښتني  او هوډمن  همکار اوپه دې جگړه کې  به قرباني  ورکړو،  موږ  ژمنه وکړه  چې دخپلو  دولتي مرکزونو دپياوړتيا په خاطر له هروخت څخه استفاده  کوو.
نن په داسې حال کې چې  زه دلته په دي مهمه غونډه کې دتاسو په وړاندې  ولاړ يم  په وياړسره وايم  چي موږ  په خپلو ژمنو وفا کړې  ده  له شک پرته موږ نيمگړتياوې  هم درلودې چې هيڅ يوه يې هم زموږ  دهلو ځلو د کمښت  او ژمنې  ماتونې په خاطر نه وه، خو ترهغه ځايه چې  دافغانستان  په خلکو پورې  اړه لري  دغه بهير له زياتو خنډونوسره سره دوام لري اوپه راتلوونکي کې به هم دوام  ومومي.
نن زه يوځل بيا دغه  ژمنه  نوې کوم  اوپه  نړيواله ټولنه  کې له خپلو دوستانو څخه غواړم چې دباثباته، له تاوتريخوالي ، نشه يي توکو او  له تروريزم څخه دخلاص افغانستان چې په سيمه  اونړۍ کې  دسولې لپاره  يومثبت  عنصر دی  د جوړولو   په لاره کې زموږ ملاتړ وکړي.
په سيمه کي خپلو  گاونډيانو  ته ډاډ ورکوم   چې د افغانستان خلک دخپلو گاونډويانو ترڅنګ دسوله ييز او سوکاله  ژوند غوښتوونکي دي، موږ هلې ځلې کوو له پاکستان ، ايران  په شمال کي له خپلوگاونډيانو  له چين، هند، او روسيې  سره له سولې ډک راتلوونکي  بنسټ کيږدو. خودغه هدف  ته د دغوگاونډيانو د ښې ارادې اوملاتړ پرته نشو رسيدای .
موږ به په خپل  وار په ټوله  سيمه کې  دسولې، دوستۍ ، سوکالۍ  اوتجارتي  اړيکو دټينگښت  په خاطر له  هيڅ   رازهلوځلو څخه ډډه  ونه کړو.
اوهيله لرم چې په سيمه  کي زموږ همکاران هم په دې برخه کي له موږ سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
په اسلامي  نړۍ کې  ورڼو ملتونوته  دمسلمه ملت ديوغړي په توګه دخپل هيواد پردریځ ټينګار کوم.  موږ دوينې، عقيدې  اوتاريخي  تعلقاتو ته چې موږ له يوبل سره يوځای کوي،  درناوی کوو اوپه ډيرې  مينې اوعلاقې سره  غواړم چې دغه تعلقات  په ټولو برخو کې ټينګ کړو.  زه په افغانستان کې  دسولې اوروغې جوړې په لاره کې دسعودي عربستان په تيره بيا دحرمین شریفین له خادم او ددغه هېواد دباچا اعلیحضرت ملک  عبدالله بن عبدالعزيز دزړه سواند هلو ځلو له امله مننه کوم .
دغه راز دافغانستان په بيارغاونه کې دمتحده عربي اماراتو دسخاوتمندانه ونډې له امله قدرداني کوم.
موږ دشما لي اتلا نتيک د تړون د غړو هيوادو نو د سخا وت له ا مله مننه کوو او ستا سو د هغو ځوا نا نو چې په ميړا نې سره يې په افغانستان کې د امنيت د تا مينولو اود ترو ريزم د ما تې لپاره مبارزه و کړه ، د قر با نيو مننه کوو .
  افغا نستان به هيڅکله دغه قربانۍ هيرې نه کړي او له خپلو متحدينو سره به خپلې اوږد مها لې همکارۍ ته ژمن پا تې شي .
 جنا ب بالکننده ، ستا سو سر تيري د افغا نستان په يوه نا آرامه  سيمه کې په وياړ سره خد مت کوي، زه د هغوى د خد متو نو او قربانيو له ا مله قدردا ني کوم .
زه له ا مريکا سره سترا تيژيکې همکارۍ ته په خپله ژمنه ټينګار کوم . موږ ټول د جمهور رئيس بارک او با ما  په مشرۍ د ا مريکا د متحده ايالاتو ددولت د نويو تصميمو نو په باب خو شحاله يو او هيله کوو چې امريکا يو ځل بيا د هغو هلو ځلو رهبري چې له نننيو ستو نزو سره د مقا بلې لپاره تر سره کيږي په غا ړه وا خلي، زه ډاډ من يم چې د جمهوررئيس او باما رهبري به په اروپا اود نړۍ په نورو سيمو کې زموږ د متحدينو  له هر کلي سره مخا مخ شي.
 په پاى کې له خپلو ټولو همکارا نو د جاپان، هند ، کا ناډا ، استراليا اونورو هېوادو نو په ګډون د اروپا له اتحاد یې څخه چې استا زي يې د لته شتون لري اوپه تيرو اوو کلو نو کې يې زموږد  هلو ځلو ملا تړ کړى دى مننه کوم او څر ګندوم چې موږ تر اوسه پورې ستاسو پرله پسې او ټینګې دوستۍ ته اړتيا لرو .
ښاغلى بالکننده ، ستا سو د کور به تو ب اوميلمه پا لنې له ا مله مننه . دغه راز ددغه کنفرانس د مفکورې اود هغه د تحقق له ا مله د ملګرو ملتو له سرمنشي ښاغلي بانکى مون اود ا مريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزيرې میرمن هيلري رود هام کلنتن څخه مننه .
 ميرمنو اوښاغلو !
له نړيوالې تولنې سره د افغا نستان له همکارۍ څخه اته کاله کيږي او ددغوکلو نو په ترڅ کې موږ په ګډه په زيا تو بريا و لاس بري شوي يو چې موږ ټولو ته د وياړ ځاى دى، روان کال به سخت اوستونزمن  خو له فرصتو نو ډک کال وي، موږ افغا نا ن هوډ من يو چې له فرصت څخه استفاده و کړو اوپه ميړا نه اوکلک هوډ سره له ستو نزو سره مبار زه و کړو، موږ به بيا د هغو دوستا نو چې ددغه ميز په شا و خوا را ټول شوي دي د دوامدارو همکاريو په باب حسا ب و کړو
مننه .