ادبي ټوټه

دا دنيا هم ډير عجيب رنګ لري ، هر څوک پدې پوهيږي چې کله به خوشحال وي او کله به خفه وي .خو بيا هم هڅه او هاند ته ضرورت دی . هڅه او هاند بيا يوه هدف ته اړتيا لري، که چېری کوم انسان په خپل ژوند کې  بې هدفه شي او ټوله ورځ يې د زحمت له وجې د بدن په هر ويښته خواله رابهر شي بيا به هم د ده ستړيا هيڅ د ارزښت وړ نه وي .
زه هم اوس د ژوند پدې بې هدفه پړاو کې موقيعت لرم، ما خپل هدف په خپله  د لاسه ورکړی دی، خو وجه يې حالات وو. هر طرف ته تګ  راته بی معنا ښکاريږي، او پاڅيدل اوس راته ټوکه ښکاري، خو ناصح لالا به وايي چې پاڅيدل د لوړو خلکو خاصيت وي خو زه نه غواړم چی د هغوی له ډلې څخه شم ، هوښياران او پوه خلک به بيا وايي چی دا هسې بېکاره بې همته او تنبل انسان دی ، او ډاکټر صاحب به بيا د عصبي سستم  لپاره يوه ښه په زړه پورې او قيمت بها نسخه وليکي، او ملا کا کا دې پاتی نه وي هغه به هم راته د نورو پشان غاړه د تعويذونو ډکه کړي . په اخر کې به لوستونکی صاحب هم ووايي چې دا ټول په تا ملامت دي که څنګه؟
زما به ځواب ورته د نيمګړي ژوند ناکړدی وي.
 
 
هلمند پرديس
داوکراين جمهوريت داديسه ښار ‎