له بېنوا او روهي ويبپاڼوڅخه دورورۍ يوه گيله :

  د( SCPRD ) ويبپاڼه دارواښاد احمدشاه غني احمدزي دمړينې خبر دمطبوعاتي پېرزوينې له لامله روهي ويبپاڼې ،بېنوا ويبپاڼې اوټول افغان ويبپاڼې ته ورکړ. ټول افغان ويبپاڼې دمطبوعاتي آرونو اواخلاقوسره سم
( SCPRD ) دپېرزوينې مننه کړې وه ؛خو بېنوا ويبپاڼې دغه کار نه دى کړى او بده لا دا،چې روهي ويبپاڼې سربېره پردې ،چې زمونږ دويبپاڼې نه مننه نه ده کړې،بلکې پرټولو مطبوعاتي آرونو يې په پوره سپين سترگۍ پښه ايښې ده دخبر په پاى کښې يې ليکلي دي ،چې : ( دروهي ويبپاڼې خبريال ) ،چې دا له مطبوعاتي آرونو څخه بيخي تيرى او دمنلو وړ کارنه دى .
هيله من يو ،چې له دې وروسته له پيرزوينې څخه مننه ومنل شي .
په درناوي
په پېښور کښې دساپي ويبپاڼې څانگه
 
په پېښورکې دساپي ويبپاڼې محترموکارکوونکوزموږ سلامونه اونيکې هيلې ومنئ  !
ډېروقدرمنوستاسود((ورورۍ )) ګېلې په اړوندغواړو ، زموږ دغه څرګندونوته ځيرشئ :
_ ستاسودا اعتراض په بشپړ توګه دمنلووړدی ، چې بايددخبرپه پای کې ستاسونوم راغلی وای نه دروهي ويب پاڼې خبريال  . خوبايدووايو ، چې  داکوم قصدي کارنه و او ستاسوتر ګېلې وروسته موستاسونوم هلته درج کړ ؛
_  ستاسوددې ګېلې په هکله ، چې له تاسونه بايدمننه شوې وای بايدووايو ، چې هره ورځ موږته ډېرلېکنې راپورونه ايمېلونه رارسيږي . که چېرې  ټولوراليږونکوته دمننې پيغامونه بېرته ورليږو نويوتن يوازې بايددهمدې چارې لپاره وګمارل شي . له بده مرغه موږ دومره زيات کارکوونکي نه لرو اونه موترشاکوم مليونرياکومه موسسه وﻻړه ده . ددې پاڼې ټول کارکوونکي په يوه ګوله ډوډۍ پسې سرګردانه دي . بې له کومه امتيازه يوازې د خپل فرهنګ ته دچوپړپه موخه دويب پاڼې چارې هم پرمخ بيايي .
 موږته ډېروفرهنګي شخصيتونه خپلې لېکنې راليږلې لېکن هېڅ چاهم تراوسه داسې ګېله نه وه کړې ، چې ولې مو زموږنه مننه نه دې کړې  . موږ هم ډېرو ويبپاڼوته ځيېنې راپورونه ورليږلي خوله هېڅ چانه مونه دي غوښتي اونه غواړو ، چې له موږنه دی مننه وکړي ، برعکس موږ له ټولوهغونه مننه کوو ، چې دپښتوژبې په خدمت کې دي اودامطالب نشروي . نوتاسې که په دې مننه دومره خوشاله کيږي له تاسونه په مليونوځله مننه کوو اودادی په رسمي توګه يې په خپله پاڼه کې درته خپروو ؛
_ موږنه غوښتل داخبره دويب پاڼې په کچه مطرح کړو لېکن څرنګه ، چې تاسولومړی داکارکړی نوموږ موهم دې ته اړکړو ؛
_ ستاسو(( دوروۍ ګيله )) به هغه وخت دوروۍ ګېله وای ،که چېرې تاسود((سپين سترګۍ)) کلمه نه وای کارولي اوداګېله موپه خپله ويب پاڼه کې په رسمي توګه نه وای خپره کړي .
په راتلونکې له تاسونه هيله کوو ، که چېرې دمننې دنه دررسيدو له امله تاسوته ګېله دريږي نوهيله ده ، چې دراليږلوڅخه يې ډډه وکړی .  
نورقضاوت لوستونکوته پرېږدو او نه غواړو په راتلونکې کې په دې موضوع باندې دچاسره په بحث کولو وخت ضايع کړو . بياهم له تاسونه مننه  .
  دروهي ويب پاڼې اداره