اسټراليا د ماين موندنې ډېره حساسه دستګاه جوړه کړه

اسټراليايي څېړونکو د کاناډايي څېړونکو په مرسته د ماين موندنې يوه داسې لاسي دستګاه جوړه کړې ، چې کولی شي د ځمکې په ژورو کې ډېر پټ ماينونه هم بيامومي .
دغه دستګاه ، چې ( لنډ ټيم ) نوميږي د اسټراليا د ( کاسيرو ) او د کاناډا د ( فالکون ) شرکت په ګډه جوړه کړې .
د دغه نوې دستګاه جوړېدل د افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو لپاره ،چې لا هم د ماينونو له ناورين سره لاس و ګرېوان دي يو ښه زېری ګڼل کيږي .