نوې ستراتيژي  او زړې  ببولالې

 
 
محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com

دادی له اوږده انتظاره  وروسته بالاخره د امريکا نوي منتخب ولسمشر افغانستان  لپاره خپله  نوې تګلاره (ستراتيژې) اعلان کړه. ددې استراتيژۍ ډېر جزئيات اوس هم ناڅرګند او تر ډېره حده ګونګ او مبهم دي نو ځکه پرې څوک په خلاص مټ څه ليکلی نشي خوهغه څه چې مطبوعاتو ته راوتيدي ښيي  چې دهيلواو انتظار پر خلاف دا استراتيژي هم روانې ستونزې    اودافغانانو  هيلې او غوښتنې نشي پوره کولی. ځکه چې پدې ستراتيژۍ کې دافغانستان او په ټوله  کې دسيمې له ستونزو  او واقعيتونوسره  ډېر برسېرن چلند شوى او په ډېرو حقايقو پکې سترګې پټې شوي دي  .
 داروڼ حقيقت دى چې  افغانان اوس  ترهر څه وړاندې په لومړي  ګام کې امنيت او د جګړې پای ته اړتيا لري او حالاتووښوده چې دلته امنيت د جګړو، وژنوبمباريو، دپوځونو او وسلو د ډېرښت اود ځانمرګيو بريدونو له لارې نه راځي،بلکې  امنيت د سولې، تفاهم له مخالفينو سره د جوړ جاړي او ټولو افغانانو ته د هغوی دسياسي،اقتصادي، کلتوري او نوروحقوقو د ورکړې له لارې راځي  خو په دې ستراتيژۍ کې بيا په پوځي برخه اونظامي لارو چارو ډېر ټينګار شوی اوسولې او له مخالفينو سره تفاهم ته پکې ډېر حاشيوي ځای ورکړل شوی دی،هغه هم له ډېرو شرطونو، قيدونو اوحدودو سره. چې دا پخپله ددې څرګندوی دی چې متحده ايالات اوس هم  داغوره ګڼي چې د لاس غوټه په خولې خلاصه کړي چې ددې سر تمبګۍ په ټس کې به هم افغانان ځورول کېږي.
اوس تقريباً ټولې نړيوالې او سيمه ييزې  سياسي څټې پر دې پوهېږي چې  په افغانستان  کې دپوځونو ډېرښت دستونزو حل ندى ، بلکې ستونزې دبهرنيو  پوځونو شتون زېږولې او په کار داوه چې په دې استراتيژۍ کې لکه څنګه چې اوباما همداڅوورځې وړاندې ورته اشاره هم وکړه ددوى دځواکونودوتلو عملي ميکانيزم  ته  ځاى ورکړل شوى واى ،خو برعکس  ددوى استراتيژيستانو دپوځونو ډېرښت  ته ځاى ورکړى دى.
په  افغانستان کې دبهرنيو ځواکونوخپل سريو عام افغانانو خو پرېږده چې ان دولتي چارواکي او  ملي شورى هم اړه کړه چې ددوى  دشتون لپاره قانوني رنګ وغواړي ، ځکه چې ددوى کړنې يرغلګرو ته ورته دي او عام افغانان هم ورته ديرغلګرو په سترګه ګوري ، خو دا استراتيژي دبهرنيانو لپاره  مطلقه واکمني غواړي او ځان دهېڅ ډول  قانون تابع کول نه غواړي . همداراز له امنيت وروسته د افغان ولس او افغانستان  ستره  اړتيا ددې هېواد بيارغونه او آبادول دي. موږ وينو چې هيواد مو هره ورځ  دهمدې بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې کنډرکنډر کېږي او اوس  د نړۍ په موزيم بدل شوی دی، فقر او نيستي پکې له کرښې هم ټيټه ده. په سلو کې اتيا د کار وړ خلک او کاري قوه مو مناسب کار او روزګار نلري، سړي سرکلنی عايد مو په درسته نړۍ کې کم  دی او افغانانو له بهرنۍ په ځانګړې  توګه له متحده ايالاتوډېرې هيلې درلودلې خو له بده مرغه چې د متحده ايالاتو په نوې استراتيژۍ کې دې ټکي ته هم چندان پام  نه دى شوى او په ډېر سطحي ډول پرې تېر شويدي  په افغانستان کې دپانګونې لپاره ډېره ښه زمينه برابره  ، سلګونه سرپټي او ناڅپړلي معادن  موجود ، خام توکي مو بهرته صادريږي  خو دوى په خپلې ستراتيژۍ کې  په افغانستان دنيستۍ دخاتمې لپاره  هېڅ  دياد اوحساب وړپلان نه لري. سره له دې چې امريکا او نور ټول سياست پوهان په دې پوهېږی چې بيارغونه، د افغانانو لپاره کارموندنه او ځوان بوختونه په امنيت کې ډېره مرسته کوي.  همداراز په افغانستان  کې لويه ستونزه  خپله بهرنيوځواکونوجوړه کړې ده  ددوى خپلسريو عملياتو، ړندو بمباريو، له دولتي امنيتي ځواکونوسره ددوی د همغږۍ نشتوالي ، دافغانانو عنعنې، کلتور او دود اودستور ته نه احترام، د ناسموراپورونو له مخې د بې ګناه او ملکي وګړيو وژلو افغانانو ته لوى سر درد پيداکړى او هيله وه چې په نوې ستراتيژۍ کې به دې  موضوعګانو ته ځانګړې پاملرنه شوې وي  خو له بده مرغه چې په دې استراتيژۍ کۍ پدې اړه کوم نوی تصميم اونوښت نه ليدل کېږي،نه ددې ستونزو پر حل فکر شوی او نه يې په اړه کوم بدلون ليدل کېږي.دا ددې څرګندوى دى چې  په دې اړه  ددوى  چلندبه دتېر په څېر غموونکى او ژينو سايډ ته ورته وي . همدراز سره له دې چې د متحده ايالاتولخوا په افغانستان  کې ددموکراسۍ د ترويج، پلي کولو، په افغانستان  کې ديو ولسواکه نظام د راوستلو او دمدنيت او پر مختګ له کاروان سره دافغانانو د يو ځای کولواو پدې اړه دهراړخيزو مرستو شعارونه ورکول کېږيخو په نوې استراتيژۍ کې پر دې ژمنو خاورې اړول شوي او امريکايانو دلته خپله اصلي څهره رسوا کړې   اوخپله موخه يې  دلته يواځې او يواځې دوى په وينا او ددوى په اند، تروريزم ته ماتې  ورکول،  او د القاعده له شر!! څخه ددوی ژغورل بللې ده چې  په افغانستان  کې ددوى په وينا،دولسواکه نظام او ځوانې دموکراسۍ؟؟برخليک ته پکې هيڅ پام ندی شوی. (دلته پردې هم بحث نه کووچې افغانان اسلام غواړي او که غربي دموکراسي  او ايا دلته له دموکراسۍ څخه دوى موخه څه ده)همداراز اوس امريکايان  په افغانستان کې ځينې داسې چارې کوي چې دافغان حکومت  مشروعيت يې له سوال سره مخ کړى دى ، لکه دافغانستان په خاوره کې دامريکايي ځانګړو زندانونوشتون او .... هيله داوه چې  دوى به کم ترکمه  دافغان حکومت چې ددوى دوست اوددوى په مرسته راغلى حکومت دى دمشروعيت په خاطر هم له دې کارو اوله دې زندانونو تېر شي خو  دادى وينو چې دوى دخپلو نازولو ملګرو په خاطر آن دومره وړه قرباني هم ورنکړه . يو بل د يادوړ ټکی دادی چې سره لدې چې د جګړې ډګر افغانستان  دی او اوس ټوله نړۍ په دې پوهېږی چې پر افغانانو جګړه تپل شوې او جنګيالي له پولي اخوا روزل کېږي ياپه  بله وينا اورته پکی له پولې څخه له هغې خوا وهل کېږي. خو بياهم مرستې هماغوی ته ځانګړې شوې دي اودميلياردونو ډالرو چکونه به هغوى ته ورکول کېږي . ځينې  بې احساسه خلک دې ته خوښ دي چي ګويا امريکا  پدې استراتيژۍ کې دتروريزم ځاله!!  (قبايلي سيمې ) تشخيص کړي او هلته به جنګېږي  خو نه پوهېږي چې ټول چل پښتون ته جوړ دى . امريکا به هېڅکله لاهور او سند بمبار نکړي خو هرکال به  يو نيم ميليارده امريکايي ډالر مرسته  په لاهور(پنجاب) او سيند ( کراچۍ ) لګوي .اوس خو امريکا اعتراف وکړ چې له القاعده سره داى اس اى پنجابي اوسندي جنرالان اړيکي لري يو هم پکې پښتون نشته  خو بمونه دپښتانه په کورغورځوي ؟؟.
په هر حال، په دې  استراتيژۍ کې ځينې ګټور ټکي هم شته لکه د افغان امنيتي ځواکونو روزنه او اکمال  ( که څه هم وخت ورته ټاکل شوى  ندى) ، اداري اصلاحات ،دمرکزي نظام پياوړتيا، دمخدره توکيو پر ضد مبارزه او ... . خو خداى دې وکړي چې پر دې ژمنو عمل وشي . دافغان ولس  هيله داده چې وړاندې  تردې چې دا استراتيژي  نهايي شي بايدداوباما اداره  پورتنۍ اندېښنی اوغوښتنې په پام کې ونيسي  که نه خداى خبر که داوړۍ شړۍ شي  .