
يوه ورځ ملانصرالدين نخاس ( د څارويود خرڅلاو بازار) ته ولاړ ، ګوري چې هلته کليوال خلک د خرونو د پېرلو او پېرودلو لپاره راټول شوي.
يو چا ملانصرالدين ته وويل، چې هسې دې وخت مه ضايع کوه ، دلته ټول يا کليوال دي او يا هم خرونه.
ملا ترې وپوښتل ، چې ته هم کليوال يې ؟
سړي ځوا ب ورکړ، چې نه!
ملا: نوته له کومې ډلې څخه يې؟