
يو چا د پيغمبرۍ دعوا کړې وه؛ د وخت خليفه وروغوښت او ترې ويې پوښتل ،چې ستا معجزه څه شی ده؟
ده ورته وويل ،چې زه په هغو خبرو پوهېږم چې د خلکو په زړونو کې ګرځي .
خليفه ترې وپوښتل چې ، ښه همدا اوس زما په زړه که څه ګرځي؟
مدعي ورته وويل ، چې ستا په زړه کې همدا اوس دا خبره ګرځي چې زه دروغ وايم.