غلجی او درانی نه غواړي پښتون یو دی!



دغه خبره حشمت کرزي په کندهار کې د اشرف غني احمدزي په ملاتړ جوړې شوې یوې سترې غونډې ته چې لسګونه زره کسان په کې راټول شوي وو، وکړه.
 د دې خبرې اړتیا څه وه او ولې وشوه؟
لکه څنګه چې استعماري او استبدادي سیاستونه تل په نفاق ولاړ دي او د خلکو اېلول د خلکو په بېلولو سره مخته بیايي، نو له تېرو ۲۳ کلونو څخه د یوشمېر انحصارګرو کړیو او فاسدو چارواکو او واکمنو له خوا د کندهار د ولسونو په وړاندې هم له همدې فورمولې څخه کار اخستل کېده.
د پښتنو او د کندهار د ولسونو په وړاندې د دې دسیسو جرړې ډېرې ژورې دي، چې په مرکزي حکومت کې یوشمېر معلوم الحاله اشخاصو، کړیو، ډلو او بالاخره ګاونډیو او بهرنیو استخباراتو ته رسېږي.
دغو دسیسو د حامد کرزي د حکومت په راتګ سره نه دا چې پای ونه موند، بلکې لا پسې پراخې شوې. د دسیسو د شبکې له خوا د کندهار په اداره کې یوشمېر کسانو د درانیو په نوم سره جلوس وکړ او د واک د انحصارولو هڅې یې وکړې. البته چې له دغه نوم څخه یوازې د کندهار د ولسونو ترمنځ د نفاق د دودولو لپاره ناوړه استفاده کېده او په هېڅ صورت د درانیانو د ښېګڼې لپاره نه کارول کېده. ځکه، په تېرو ۱۳ کلونو کې پر کندهار د تپل شوو جګړو تر ټولو زیات قربانیان همدغه درانیان وو، که هغوی له دولت سره د ملاتړ او که له دولت سره د مخالفت په نوم وژل شوي دي.    
د نفاق دغو دسیسو تر پایه ادامه پیدا کړه او حتا ټاکنیزو کمپاینونو ته یې لار ومونده. یوشمېر کسانو د کندهار په ولس کې د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي په وړاندې د زلمي رسول لپاره د ملاتړ موندلو په هدف د درانیو او غلجیو کلمې وکارولې او په دې سره یې هڅه وکړه چې له اشرف غنی احمدزي نه د کندهار د ولسونو د ملاتړ مخه ونیسي.
د نفاق د همدې هڅو په لړ کې قیوم خان کرزی او نادر نعیم له زلمي رسول سره یوځای کړل شول او کېدای شي چې د واک په دغه اورنۍ لېوالتیا کې د درانیانو په نوم او رایو له ډاکتر عبدالله او نظار شورا سره هم معامله وشي.  
په دې لړ کې د حشمت خان کرزي په څير نورو ګڼو مخورو څخه هم غوښتل شوي وو، چې د درانیو د مشرانو په توګه له زلمي رسول سره یوځای شي، خو هغوی د دښمنانو دغو دسیسو، دون همتۍ او پښتنو ترمنځ نفاق اچولو ته غاړه کېنښوده او په ځوانمردانه ډول یې له اشرف غني احمدزي نه ملاتړ وکړ او په ښکاره یې اعلان کړه چې غلجی او درانی نه غواړي، پښتون یو دی! او د افغانستان خیر هم په دې کې دی چې هم پښتون یو وي او هم ټول افغان یو وي. 
(له تحول څخه په مننې)