
په کونړ کې د نوي کابل بانک په یوې څانګې او په
کابل کې د انتخاباتو د کمیسیون په سیمه ييز او مرکزي دفترونو باندې حملې وشوې او
زموږ یو شمېر وطنوال په خپلو وینو کې ولمبېدل. همداراز په کندز کې د بزکشي په میدان کې حمله وشوه چې
لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. دغه راز په جلال اباد کې ترهه ګر ونیول شول او
په خوست کې په یوه پوسته یرغل وشو. د نوروز په شپه هم په کابل سرینا هوټل کې وینې
وبهېدلې او د ژوند ډیوې مړې شوې. داسې ښکاري چې په انتخاباتو کې د ګډون نه کولو په
غرض د خلکو د وېرولو هڅې زیاتې شوې دي.
خو دهېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو لویې
انتخاباتي غونډې دا ثابتوي چې خلک غواړي خپل حکومت او د خپل هېواد اداره کوونکي په
خپله خوښه وټاکي. د سه شنبې په ورځ چې په کابل کې د حملې خبرونه خپاره شول، په
اوله کې وویل شول چې حمله د افغانستان د خلکو د منلي مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي په
کور باندې شوې ده. په خبرونو کې وویل شول چې په پکتیا کې په زرګونو کسان راټول شوي
دي او د اشرف غني احمدزي انتظار باسي چې وینا یې واوري خو د ده په کور باندې حمله
شوې ده. البته، وروسته بیا د ډاکتر غني په کور باندې د حملې خبره ناسمه ثابته شوه
او معلومه شوه چې حمله په دارالامان کې د ډاکتر غني کور ته نږدې د افغانستان د
انتخاباتو د مستقل کمیسیون په یوه دفتر باندې شوې ده چې په نتیجه کې یې متاسفانه
زموږ یو شمېر وطنوال شهیدان شول.
که د افغانستان خلک وېرېدلای نو اوس
یې باید دومره توده انتخاباتي مبارزه نه کولای. د خلکو وېرول نه د همېشه لپاره
ممکنه ده او نه پکې ګټه شته. خلکو ته باید اجازه ورکړل شي چې په خپله خوښه د
خپلو حاکمانو د ټاکلو لپاره فیصله وکړي. خلکو ته د خپلې خوښې په اساس د واکمن ټاکل
محمدي ( ص) لاره ده او اسلامي لاره ده.
په دې کې شک نشته چې د انتخاباتو په
ظاهري بڼه کې د وخت په تېرېدو سره تغییر راغلی دی. مثلا په تېرو پیړیو کې به د
رایې اظهار یا په خوله کېده یا د لاس په جګولو سره خو اوس چې وسایل زیات شوي دي او
نفوس هم زیات شوی دی، انتخابات صندوقونو ته د رایو د اچولو په بڼه ترسره کېږي.
دا هم ثابته ده چې لومړي مسلمانان د بشر د
تاریخ هغه کسان دي چې د ازادو انتخاباتو له لارې یې خپل خلیفه ټاکه او د خلفای
راشدین په زمانه کې چې څوک قدرت ته ورسېدل هغه د زور له لارې نه بلکې د خلکو د
خوښې په اساس د خلافت مقام ته ورسېدل.
اوس هم چې افغانان د یو بل د وژلو،
د لښکر کشیو او د جنګ د جبهو د جوړولو له لارې نه بلکې د رایو او د انتخاباتو له
لارې خپل ولسمشر او د افغانستان د مسلمان ملت واکمن ټاکي، په حقیقت کې د اصحاب
کرامو د روش تابعیت کوي. هغه روش چې په بنیاد یې حضرت ابوبکر صدیق ( رض)
خلیفه شو.
که هر څوک د اسلام په مبین دین
باندې د زړه له تله باور لري او په دې یې یقین دی چې افغانان ټینګ مسلمانان دي، نو
ورته پهکار ده چې په افغانستان
کې د انتخاباتو ملاتړ وکړي. که انتخابات نه وي نو مختلفې ډلې به خدای مکړه د یو بل
د وژلو له لارې د قدرت د ګټلو کوښښ کوي. د ډېر لرې وخت د تاریخ مطالعې ته حاجت
نشته. زموږ همدا د څو لسیزو تاریخ شاهد دی چې د انتخاباتو د نشتوالي په حالت کې
مختلفو ډلو د قدرت د حصول لپاره د مسلمانو افغانانو څومره ډېرې وینې وبهولې او
څومره ډېره تباهي یې راوسته. اوس چې الحمدالله دا فرصت برابر شوی دی چې افغانان د
خپلو رایو د استعمال له لارې خپل نوی حکومت جوړکړي، شکر پهکار دی او ان هغه کس ته
هم د دې بهیر حمایت پهکار دی چې خپله رایه نه
استعمالوي.
د انتخاباتو ضرورت او حقانیت ته په
پام سره ویلای شو چې له انتخاباتو څخه د خلکو د راګرځولو لپاره د هغوی وېرول د
انصاف خبره نه ده او کومه نتیجه هم نه ورکوي ځکه په میلیونو کسانو کارتونه اخیستي
دي او مقصد یې دا دی چې خپلې رایې استعمال کړي. که فرضا یو شمېر خلک او د ځینو
سمیو اوسېدونکي مجبور هم شي چې رایې ورنه کړي، بیا به هم انتخابات وشي او نوی
حکومت به جوړ شي. نو، د خلکو وژل او وېرول به ان هغو کسانو ته چې د انتخاباتو
مخالفت کوي، څه ګټه ولري؟
د انتخاباتو په چاره کې نه د خلکو
وېرول پهکار دي او نه د خلکو
تېر ایستل. هغوی چې د جعلي رایو د استعمالولو فکر ورسره دی او غواړي د درغلۍ له
لارې مخکې لاړ شي، د هغو کسانو غوندې په اشتباه کې دي چې خلک وېروي او د وېرولو له
لارې غواړي د انتخاباتو بهیر ته صدمه ورسوي.
انتخابات خامخا کېږي او نوی حکومت
خامخا جوړېږي. دا د افغانستان د مسلمانو خلکو فیصله او د تاریخ اراده ده. زموږ خلکو فیصله کړې ده
چې د روښانه سبا د لرلو لپاره تر ټولو تکړه کاندید ته رایه ورکړي او په جنګ، مصیبت
او بېوزلۍ باندې بریالي شي.