د پوډریانو دردوونکې ستونزه



  د ماهرانو په نظر په افغانستان كې په مخدرو موادو باندې د معتادو كسانو د شمېر زياتوالى درې اصلي علتونه لري: يو علت يې د مهاجرو راتګ دى. بل علت يې د معتادانو د معالجې د امكاناتو كموالى دى او درېيم علت يې دا دى چې افغانستان ته هغه كيميايي مواد په اسانۍ سره راځي چې د پوډر جوړولو په فابريكو كې ورنه استفاده كېږي.
  دغه كيميايي مواد كوم دي؟ ايا د كنټرول او مخنيوي امكان يې شته ؟ په دغو پوښتنو غور په كار دى. مسلح مخالفانو ډېره موده له يو ډول كيميايي سرې د بمونو په جوړولو كې استفاده وكړه چې وروسته بیا حکومت ورته متوجه شو. د هغې كيميايي سرې تجربې ته په پام سره ويلاى شو چې ممكن دغه كيميايي مواد چې په پوډرو كې ورنه استفاده كېږي، په اسانۍ سره كنټرول شي . كه چېرې داسې وي نو په‌کار ده چې ژر تر ژره اقدامات وشي.
 د پوډريانو د شمېر د زياتوالي يو بل لوى علت دا ښودل شوى دى چې د معالجې روغتونونه يې كم دي. د ماهرانو په نظر، په افغانستان كې يوازې د لس فيصده معتادانو لپاره د معالجې امكانات شته. د دې خبرې معنا دا ده چې د معتادانو د علاج مركزونه بايد لس برابره زيات شي. څرنګه چې نړیواله ټولنه له پوډرو سره په مبارزه کې جدي ده، نو که د نویو روغتونونو د جوړولو په برخه کې له نړیوالې ټولنې څخه مرسته وغوښتل شي، دغه غوښتنه ممکن په اسانۍ سره ومنل شي.
  له بهر او په تېره بيا ايران څخه د معتادو كسانو د راتلو موضوع يو اجتماعي اړخ لري چې كه  پام ورته وشي نو له مخدرو موادو سره په مبارزه كې په‌کار راتلاى شي.
  په ايران كې معمولا هغه مجرد افغانان په مخدرو موادو روږدي كېږي چې د خپلو كورنيو د محبت له سيوري لرې په كلونو كلونو په پردو ټولنو كې اوسي. دوى په حقيقت كې د روحي فشارونو په نتيجه كې پوډرو ته مخه كوي. موږ كه په خپل ټولنيز ژوند كې د بهترۍ لپاره اقدامات ونه كړو، نو معنا يې دا ده چې د اعتياد اجتماعي زمينه موجوده ده. اجتماعي بهتري ډېر اړخونه لري چې په دې لنډه ليكنه كې يې حتى د نوم اخيستلو امكان نشته. خو د دې لپاره چې دې اړخ ته د لوستونكو ورپام شي نو صرف د ولور او د هوټلونو د واده يادونه به وكړو. زموږ په كليو كې ډېرى زلمي ځكه مجرد دي چې د ولور وس نه لري او په ښار كې ځكه مجرد دي چې  د هوټل او د واده د ډېرو مصارفو وس ورسره نشته. دغه دوامداره تجرد  په‌خپله د نشو يو عامل دى. كه دولت ته سخته وي چې په كليو كې له ولور سره مقابله وكړي نو په ښارونو كې خو د هوټلونو له ودونو سره مقابله ورته ډېره اسانه ده. خو زموږ حكومت په دې اړه حتا غور كولو ته هم تر اوسه نه دى تيار شوى. د اجتماعي فشارونو داسې ځينې نور اړخونه هم شته چې كه افغان چارواكي وغواړي نو غور ورباندې كولاى او اجتماعي ژوند بهتره كولاى شي.
  د كوكنارو له خونكار بوټي او پوډرو سره په مقابله كې دوه نور ډېر اغيزمن وسايل هم شته چې كه سمه استفاده ورڅخه  وشي، ډېره ګټه به ورسوي. يو د تبليغاتو وسيله ده او بل د قانون وسيله ده.
  په دې كې شك نشته چې د مخدرو موادو وزارت او ځينې نورې ادارې د مخدرو موادو په خلاف تبليغات كوي خو د دوی تبلیغات په کافی اندازه اغیزمن نه دي. زما د دې ادعا د ثبوت لپاره په‌کار ده چې د شويو تبليغاتو د ارزيابي سيمنار جوړ شي او په دې موضوع كې صاحب نظرو كسانو ته اجازه وركړه  شي چې د شويو او روانو تبليغاتو كمزوري اړخونه په ګوتو كړي.
  همدا اوس له ننګرهاره رانيولې تر فاريابه پورې ډېرې ميندې خپلو ماشومانو ته ترياك وركوي چې ونه ژاړي خو موږ د سلګونو اخبارونو، راډيوګانو او تلويزيونونو له لرلو سره سره دغه ميندې په دې نه دي قانع كړي چې دوى په لوى لاس خپل اولاد تباه كوي. دا ځكه چې زموږ تبليغات كمزوري دي.
  او بالاخره له كوكنارو او پوډرو سره قانوني چلند ته شديده اړتيا ده. په افغانستان كې په تېرو كلونو كې څرګند شواهد موجود دي چې د هیروینو کاروباریان د پيسو په ذريعه او د واسطو په ذريعه له بنديخانو خوشي شوي دي . كه په  افغانستان كې چارواكي د هيروينو له كاروباريانو سره نرم چلند ته ادامه وركړي نو بيا خو به د عمليانو تعداد د اوس په شان ورځ په ورځ ډېرېږي او ورسره به په ټولنه كې بيوزلي، فساد او نهيلي هم مخ په زياتېدو وي.
 اعتیاد د بېوزلۍ، بېکارۍ، ناامنۍ او فساد په څېر زموږ د ټولنې لوی مشکل دی چې متاسفانه په تېرو دولس کلونو کې ورسره جدي مقابله ونه شوه او که خدای مکړه په دې برخه کې بې پامي ادامه ومومي، په دې ساحه کې به زمونږ مشکلات لا زیات شي. له ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه توقع کېږي چې د اعتیاد له مشکل سره به کامیابه مبارزه وکړي او  د تداوم او تحول له ټیم څخه توقع کېږي چې د پوډریانو له ناورین سره به د خپلو علمي او عملي پروګرامونو په رڼا کې کامیاب چال چلند وکړي.