
لکه څنګه چی موږ وینو د ۱۳۹۳ ز کال د
ټولټاکنو د کامپاین په درشل کی وتلی، منلی او د ولس څخه راټوکیدلی لوی عالم او نړیواله پیژندل شوی څیره ډاکټر
صاحب اشرف غنی سم په درز کی روان دی . موږ
یی وینو چی د افغانستان په مختلفو
ولایاتونو کی د ولس له خوا په څومره شاندارو او تود هرکلی و نازول شو او نازول
کیږی، دا ځکه چی د افغانستان ولس اوس پدی پوهیدلی دی چی زموږ ګران هیواد بدلون ته
اړتیا لری او دا بدلون د ډاکټر صاحب په ولسمشرۍ
کی وینی اوافغان ولس نور نه غواړی چی د جګړهمارانو او د پردیو د حلقه په غوږ غلامانو تر اسرت لاندی ژوند وکړی.
کله چی د اخلی مافیه او د سیمی ګاونډی
هیوادونه پوهیږی چی ډاکټر اشرف غنی په راتلونکیو ټولټاکنو کی تر
هغه نورو وړاندی ، ګټونکی او د هیواد د
واګيو په لاس کی اخیستونکی دی، بیا نو دغه
ډول د افغانستان داخلی او خارجی دښمنان سره نږدی کیږی او دوی ویره لری چی د دوی
شومی او غیری مشروع ګټی چی له افغانستان څخه یی تر نن پوری تر لاسه کولی به له خطر سره مخامخ کیږی نو ځکه په داسی بی
شرمه د اسلام او انسانیت څخه وتلیو اعمالو لاس پوری کوی لکه نننی پیښه چی د ډاکټر صاحب اشرف غنی پر کور د پردیو
پر لاس د روزل شویو اجیرانو لخوا حمله وشوه.
ګرانو هیوادوالو! افغانستان او افغان ولس په
ډیر بد حالت کی قرار لری اوعمده علت یی لکه پورته چی یادونه وشوه همدغه د سیمی استخبارات او داخلی مافیایی کړی دی چی
افغانان ساه اخستلو ته نه پریږدی او ۴۰ کا له کیږی چی زموږ هیواد او ولس په وینو کی لمبیږی او
دوی خپلی نامشروع ګټی ترینه اوچتوی.
افغانان باید پدی پوه شی چی پاکستان او ایران د
افغانستان لپاره داسی یو مشر لکه ډاکټر صاحب اشرف غنی په هیڅ وجه نه شی منلی ځکه
دوی پدی پوهیږی چی ډاکټر صاحب اشرف غنی
هیواد نه پلوری او د ولس پر سر معامله نه کوی . نو کله چی یو داسی څوک لکه ډاکټر
اشرف غنی د افغانستان چاری په لاس کی اخلی طبعی ده چی پر
هیڅ چا به د افغانستان ملی ګټی خرڅی نه کړی. نو همدغه علت دی چی د پاکستان
او ایران اسخباراتی سازمانونه په داسی خونړیو اعمالو لاس پوری کوی تر څو افغانان و
ویروی او ډګر شاغلی شی تر څو یو داسی شخص ته زمینه جوړه کړی چی هغه صعیف، خرڅ شوی او د افغانستان او د افغان ولس پرسر هری معاملی
ته تیار وی.
ایران
او پاکستان یاد شوی هدف ته د ریسدو لپاره د هغه غلامانو چی په افغانستان کی یی لا
له وړاندی لری او روزلی یی دی خپل پلانونه پر مخ وړی او غواړی د دغه خرڅ شویو په
لاس راروانی ټولټاکنی د خنډ او ځنډ سره مخ کړی.
خو د افغانستان داخلی او خارجی دښمانان د یی په خلاصو غوږونو
واوری چی افغانان ۴۰ کاله په وینو کی لمبدلی دی او نور له هیڅ هم نه ویریږی.
نو که افغانان غواړی چی هیواد او ولس یی د
داخلی مافیه او ګاونډیو د لاسوهنو خلاص شی باید د ډاکټر صاحب اشرف غنی تر شا
ودریږی او راتلونکی رهبر یا ولسمشر یی
وټاکی نو د افغانانو لپاره پکار ده چی له هیڅ خطر څخه ویره ونکړی او په ډاډه زړه د
رایو مرکزونو ته لاړ شی او د ډاکټر صاحب اشرف غنی صندوق ته په ډډه زړه خپله رایه
ورواچوی.
ګرانو افغانانو! موږ باید له دغه ونه ویریږو چی له ټاکنو وړاندی او یا د ټاکنو پر
ورځ به خونړۍ پیښی وشی او پکشی به ووژل شو، موږ باید له دی وویریږو چی یو نه اهله
او د پاکستان او ایران په خوښه ولسمشر راباندی نازل نه شی دا ځکه په پیښو کی که وه
هم شی، خدای پاک د یی نه پیښوی کیدلای شی یو څو کسان شهیدان شی، ولی که د پاکستان،
ایران او داخلی مافیا په خوښه ولسمشر پر افغانستان وتپل شو چی دښمانان له له
وړاندی پلان لری نو په هغه صورت کی بیا موږ ټول په مړیو حساب یو او بیا به افغانان
وی او دا روزمره بدبختۍ به وی، رشوت خورۍ به وی، د ملی شتمنۍ او دولتی ځمکو چور به
وی او لدی له سخت د پاکستان او ایران لوڅه
لاسونه به وی.
ژوندی او سرلوړی د وی افغانان او هیواد ګران
افغانستان
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
25/03/2014