د بي غيرته خاينانو سره مې جوړه نــــــــه ده
وطنه ستا د دښمانانو سه مې جوړه نــــــــه ده
چې د حرامو او حلالو منځ کې فرق نـــــــه کوي
تش په نامه مسلمانانو سه مې جوړه نـــــــــه ده
چه تکبر کوي بى رحمه په خوارانــــــــو باندې
د کبرجنو انسانانو سه مې جوړه نــــــــــــــه ده
غريب سړى يم غريبانو سره مينـــــــــه لرم
د ظلم زور د خاوندانو سه مې جوړه نه ده
زه روح الله به يې رسوا کړم خلاصيدلى نشي
د رشوت خورو مامورانو سه مې جوړه نه ده
وروستي