زمونږ په ګران وطن کى انسانان لمبـــــــه لمبـــــــه شو
په جنګ او په جګړو کى ډير ځوانان لمبــه لمبــــه شو
سپين سرې ميندې ژاړي پيغلې کونډې پاتې کيږي
سپيره مخونه ګرزي يتيمان لمبـــــــــــه لمبــــــــــــه شو
تورتم دى سرې لمبې دي هره خوا فريـاد فر يــاد دى
لوږې دي د باروتو سره ګلان لمبــــــــــــه لمبــــــــــه شو
چاښې پيسې پيداکړې او څوک ګرزي وږى تـــــــــږي
هيڅ کار او کسب نشته غريبان لمبـــــــه لمبـــــــــه شو
روح الله واى خپله ربه د خوارانو مدت ګار شـــــــــــــى
زما په شانته ډير زيات عجزان لمبــــــــه لمبــــــــه شو
روح الله
وروستي