
د ولسمشرۍ کانديد ډاکتر اشرف غني احمدزى
وايي چې د ده حکومت به د افغانستان له خلکو جوړ وي او د ټولو افغانانو په خدمت کې
به وي. دى وايي چې د ده حکومت به بادار نه بلکې د خلکو خدمتګار وي.
د حکومتدارۍ دغه مفاهيم کېداى شي د هغو
ځوانانو او وګړو لپاره د درک وړ نه وي چې د تنظيمۍ بادارۍ او تاوتريخوالي پر مهال
زېږېدلي او لوى شوي دي، خو هغه کسان چې تر دې تورې بادارۍ مخکې رژيمونه يې هم تجربه
کړي دا ورته کومه ناممکنه خبره معلومه نه شي.
واک د وسلې له شپېلۍ پلي کول او د حکومتونو
باداري زموږ په پنځه زره کلن تاريخ کې تازه تجربه او د يوشمېر ايډيالوژيکي ډلو له
سياستونو سره تړاو لري او دا هم له بهر څخه سرچينه اخلي، تر دې وړاندې زموږ د
ټولنې په سياستونو کې هر وخت د خدمتګزارۍ څرکونه په ډېر مشهود ډول ليدل شوي.
له بادارۍ څخه د خلکو خدمتګارۍ ته د
حکومتونو را اړول که څه هم دا مهال اسانه نه دي، خو ناممکن هم نه دي. د دې کار
لپاره بايد درې لوى کارونه ترسره شي. لومړى بايد محروم ولسونه وهڅول شي چې په
ټاکنو او سياست کې برخه واخلي. دوى بايد د نورو کانديدانو په وړاندې د هغه کانديد
دوامداره ملاتړ وکړي چې د بادار پرځاى د ولس خدمتګار وي او د هېواد په رغولو او
پرمختيا کې ورسره برخه واخلي.
په دويم قدم کې صنعتي انقلاب او د اشتغال د
لويو مرکزونو رامنځته کولو ته اړتيا ده، چې په کې دولت د اشتغال او د کورنيو د
اقتصاد د تمويل يوازنى مرکز نه وي، بلکې داسې نور مرکزونه هم رامنځته شي.
په درېيم قدم کې په ټولنيزو او سياسي
ارزښتونو کې تجديد نظر او د نويو ارزښتونو په رڼا کې د نويو سياسي حرکتونو لپاره د
زمينې برابرول او په حکومتي قوانينو، فرامينو او اصولو کې د اصلاحاتو راوستل او د
ټولنيز عدالت پياوړي کول دي.
دغو ټولو کارونو لپاره ډاکتر اشرف غني
احمدزى کوټلې سياسي، اقتصادي او ټولنيزه برنامه لري او د هغه په برنامه کې دا څه ناممکننه
ښکاري.
خو د خدمتګار ولسمشر په توګه واک ته د رسېدو لپاره غني د خلکو رايو او دوامداره ملاتړ ته
اړتيا لري. داسې ښکاري چې افغان ولس به تر هغه چې ډاکتر اشرف غني احمدزى پهخپلو ژمنو ولاړ او لارې ته سموي، نو دوامداره ملاتړ به يې وکړي، که يې
لاره غلطوله بېرته به يې سمې لارې ته راوبولي او که يې سمه لاره پرېښوده، نو خپل
ملاتړ به ترې واخلي.
له تحول ورځپاڼې څخه په مننې