
دا چې پخوانې فکرونه د یوه سپیڅلي او
مطلق عینیت او بیا په
عینیت کې د موضوعي یا لا تخیلي فکرونو او ذهني سیورو زیږنده ده، څه نوې خبره نده. بلکې
له تاریخ څخه د تښتېدلو مبلغینو او عینیت پرستانو پروپګنډا او کمزوري ده. البته د
فکر پالو، روڼ اندو او د بشرپوهانو لپاره هیڅ فکرې تیروتنه نشې کیدای، بلکې د تېر
تاریخ د خرافاتو، توهماتو، ماشومانه فکرونو او تر ټولو اړینه دا چې د غالبو
ځواکونو زیږنده او تش په میدان ولاړ (بې
ریښې) نازک عینیتي، غیر مادي او تخیلي احساس او فکری تېروتنه ده، چې د ډېرو پټو او نامالومو ځواکونو یانې مخفي ځواکونو سره
لاس او ګریوان نه کیدل دي. خو ولې په لاشعور کې په عملي توګه دا ځواکونه د مادي حضور له برکته، چې تش مادي دی،
روزول کېږي.
البته عمده علت د تورو، وروسته پاتې
او نفې ځواکونو د بیا زیږون په چوکاټ کې راوستل دی، که هر څومره مونږ د قدیم عدم
یا غیر عدم، د دلیل په هیڅ دلیل اوښتل، د
یو څو عادي او نویو مبالغو ورخطاء فلسفیانو په خوله، البته له عمیق او کره څیړلو پرته،
دا وایو چې قدیم شته دی یا نشته دی، خو ترې خبر نه یو، دا امکان نلری، چې یاد شوې
ځواکونه د زمان او عینیتی اوضاع سره د ټکر په ترڅ کې بیا راژوندې کړای شي یا دا چې
ټکر کیدلای نشې ولې چې دوی شتون نلري، په داسې صورت کې چې مونږ هیڅ یو تاریخ یا
زمان نشو موندلی چې له سره لیکلی شوې وی یا د پخوانی زمان د تکرار له امله په وجود
کې راوړلای شوې وی، خو البته دا تیر او وروسته پاتې خنثي عناصر ګڼلۍ شو، خو داسې
نشې کیدلای چې د دوی له زمانی پرمختګ یا ونډې څخه انکار وشي.
په نړۍ کې د لویو لویو تمدنونو متمدن
پرمختګ د مادي او عینې حالاتو په ترڅ کې رامنځته شوی دی، که څه هم د مابعدالطبعیت پیروان
یا په خپله مابعدالطبعیت جوړونکي یاده اعاده د خپلوځانونو د خوندیتوب په موخه کوی
چې د حالاتو او عناصرو په تولید او ځوانیدلو سره ورځ تر بلې بربنډېږی او واضحه
کیږي. پر دې هر څوک پوهیږی چې د عینیت فلسفه د سائنس، دیالکتیک او کوانټم فزیک
وروسته پر کوم حال پاتې ده او څه راتلونکی
لري، خو هغه څوک نه پوهیږي چې په تضاد او بیا په تضاد کې له تضاد څخه ځان خبرول نه
غواړی، البته که په لنډو او ساده ټکو کې وویل شي چې، دوی هیڅکله خپلو هغو مادی حساسو
تارونو ته زحمت ندی ورکړی، تر څو دوی ادراک وکولای شي، مګر د عینیت د فلسفې
طرفداره قشر د عادي او غیر فلسفي اصطلاحاتو له مخې ماده پرست یعنې د مال او دولت
پرستان ګڼل کېږي، په عام ډول په اوسمهال کې یو د عادي او عمومي فکر په توګه منل
کېږي. خو په حقیقت کې داسې نه ده بلکه د عینیت پرستانو دا ډول خبرې حتی نشي کولای
چې د ۲۶۰۰ کاله پخواني ماټریالیست فلسفي طالیس ملطي ځاي ونیسي.
طالیس لومړۍ ماټریالیسټ وه، چې د رومیانو،
مصریانو، بابلیانو او هندوانو د وخت ټول هغه پیاوړی معبودان او عینیتی ځواکونه یې
د ماټریالیزم او سائنس د لومړنیو ماشومانه فکرونو په مرسته له خاورو سره خاورې کړل،
او د مادي نړۍ اکثرو ړندو عینیتي او کم شمېره ویښو مادی عناصرو ته یې لاره هواره
کړه، تر څو پر ژیړ آسمان د راتلونکیو مادی وسائلو او حقیقت لپاره د لا څیړونو او
تجسس لاره مساعده شي. که څه هم وروسته د ارسطو، چې په خپل غیر شعوري ارزونو کې یې
د تضاد خبره کړی ده او دا یې ویلی دی، چې فکر، کړه او د مادې تکامل له چاپیریال او
تضاد څخه زیږون مومي، یو په زړه پوري دیالکتیکي بحث وه، خو د خپل استاد په اند یې چې
یو نسبي بحث دی، او په ژورو کې په غیر لاشعور کې له شعور څخه هیڅ ته رسیږي چې، د
ستایني وړ خبره وه، مګر بیا وروسته د ړانده عیسائیت د تنګ نظرۍ له امله تورو تیارو
ته واچول شوه او د سوونو کالو لپاره همداسې پاتې شوه، خو د کلیسا د
لیونتوب له امله ورو ورو د پټو عناصرو د ښوریدلو، ځوریدلو او پړسیدلو له امله، له تنګ نظره چاپیریال څخه د
راوتلو او عربو ته داخلیدلو په ترڅ کې یې کیفیتي بدلون وموند او د عینیتي فلسفي څخه د لږ شمېر حقیقت راوتل، او
بیا پر دا ځمکه د لږ وخت لپاره ځان موندل، یوه لویه بریا وه.
دا عناصر د عربو د روڼ اندۍ له امله
تر یو معیار پورې ساه اخیستلو ته پریښودل شول، خو ولې دلته هم د وخت د سیاسي،
اقتصادي، ټولنیز او پوهنیز فکرې تنزل له امله دې ته اړ شول، چې بېرته د اروپا لمن
ته ځان وغورځوي. همداسې وشول، اروپا چې د کوچنیو کمیتي بدلونونو زانګو وه، په داسې
حال کې نه وه، چې کیفیتي بدلونونو ته غاړه کیږدی، خو ولې له تېر څخه تېر شوي
غربیان، د زوړ مارکس په اوسنۍ وړاندوینه، مادی حالاتو ته په کتو سره پوه شوې وو چې
نوی له زوړ څخه ډېر مترقي او پر مختللی وي، که څه هم سُست وی او په شیبه شیبه رامنځ
ته کېږي.
خو ولې د ټوپ وهلو په صورت کې لا
کیفیتي شی، چې سرته رسیدلو سره سم یو بل نفې ته لاره هواره کړي، البته ډېر په
باوری توګه ویل شوو، چې عینیتي فکر کوونکي نه فقط له دې څخه محروم دی، بلکې خنثي
دی، ولې چې دوی هر څه په نیم تخیل، غالب تخیل او بیا په غالب تخیل کې په مجرد
پریږدی، چې دا نه فقط د یو شي، عینیتي فکر کول دی، بلکې حتمی کول دی. چې په دا کې
د عینیت فلسفه نه یوازې پاتې راځي، بلکې ځان هغو وزرو ته سپارل غواړی، چې په خپله
هیڅ امکان، هیڅ تخیل او بیا په دا کې له هیڅ څخه راپورته شوې وي.
د فلسفې، سائنس او ټیکنالوژۍ اوسنیو ډغرو
اوضاع څه ډېره بربنډه کړی ده، او د ځینو په نظر، هر څه واضحه شوي دي، خو دا خبره
په دې خاطر نده سمه، چې اوس د فلسفې
قوانین لا پېچلي شوي، ولې تر څنګ يې خورا
پراخوالۍ هم موندلی دی. حالات دومره ندې خام، لکه څومره چې دوه درې زره کاله
وړاندې وو، بلکې اوس ډېر شمېر کږلیچونه له میکانیاتي، میخانیکي او هان له
ډیالکټیکي فلسفې څخه هم تیر شوې دی، بلکې خاص کوانټم فزیک ته اړتیا لرې، چې دا هر
څه په خپله د ټولو هغو ځواکونو مخ بربنډوي چې شتون ولري.
ولې چې اوس د جغرافیې پر ځای له ټوپولوجي څخه کار اخیستل کیږی، او بیا دا چې د اټم
په میلیونو څه چې په میلیارډونو ویشل کیدل، نه فقط عینیتي فلسفي ته ضربه ورکړی ده،
بلکې هغو ټولو ړندو ځواکونو ته یې هم ماتې ورکړه چې، تل یې د پروټون، نیوټرون او
الیکټرون د نه وېشلو خبره کوله. د دوی نیم
خیاله لیونۍ او نیم ارواه ملګرۍ ژان ژوک روسو د علي عباس جلالپورې په ماخذونو کې
لیکي:
له فکر کوونکي څخه ځنګلي حیوان هم ښه
دی!
شاعر ایټس د دماغو د
هډوکو له تل څخه فکر کوی، وایی:
خدای دې ما، له هغو خیالاتو وساتي چې
فقط په ذهن کې راپیدا
کیږي
هغه سړی چې ناپوهه سندرې
وایی
د هډوکو له تل څخه فکر
کوي
عینیت
فلسفي ته ورته یو بل رُومانټیسسټ وکتور هوګو خپل بی لارې ملګری ته خط لیکې:
"باید
زما مسابقه له یسوع سره کیښودلی شي، یو وخت به راشی چې خلک به د یسوع مسیحا پر ځای
د نوي کال پیل د وکتور هوګو له کال څخه کوي".
دا هغه خلک دی، چې د تاریخ پر عدم باندې باور لرې، خو
ولې په تصور اوهیڅ تخیل کې یې تیر پروت دی، البته له دې څخه انکارې کیدل، دوی ته
یو آسانه کار دي.
یو فلسفي ویلي دي، چې زه له هغو تش په نوم فلسفیانو څخه
زښته زیاته کرکه کوم، چې تش په سړه، ښکلي او
ارامه کوټه کې کېښني، او د فکر، تخیل او خوند خبرې وکړی، ولې د دې خبرې
اړتیا ده، چې هغه څه باید تر سره شي، چې ټولنه ورته ضرورت لرې، البته هغه خلک چې
فلسفه کفر ګڼي، لکه امام ابن تیمیه (وفات- ۱۳۲۸) چې کله د امام حنبل په تقلید کې،
پر دا خبره زور راوړ چې باید هر هغه شی، د غندنې وړ وګڼل شي، چې د اسلام بنسټیزو
اساساتو ته د تکامل په سترګه ګوری، او فقط قرآن او حدیث په لفظې تفسیر سره د خلکو
په چوپړ کې وړاندې شي، چې وروسته عبدالوهاب هر بل علم پر خلکو حرام وګاڼه، خو پرته
له قرآن او حدیث، البته ډبره یې امام ابن تیمیه اېښې وه، چې کله دوی دا وویل،
فلسفه مسلمان د کفر په لورې بیایی، باید له مطالعی یې ډاډه وکړئ شي.
د عینیت فلسفه د ځینو سائنسپوهانو، ارواه پوهانو،
ځمکپوهانو او تش په نوم ټولنپوهانو لخوا د خوند علت ګڼل کیږي، او بیا دا چې دوی،
چاپیریال او له چاپیریال څخه اغېزمنتیا او بیا د ذهن په صورت کې یوې پایلی ته
رسیدل، په ازل کې پلان شوی یو عکس او خیال ګڼي چې ورته په آسانو ټکو کې خیال پرستي
وایی، نه فلسفه!
او بیا په ډېره مایوسۍ دا غږ کوي چې:
Show me the light what is dark to me?
By John Milton
د انسان له مجلې څخه په مننې