
مياشتې او کلونه به تير شي
څو ته په دې وتوانېږې
چې دهغه باور او يقين تر ﻻسه کړې
خو،
يوه شيبه يې بس ده
چې دغه هستي په نيستۍ واړوې
وايې:
دليدو لپاره يوه دقيقه
دپيژندګلو لپاره يوه ګړۍ
دمينې او ګرانښت لپاره يوه ورځ بس ده
خو،
ټول ژوند يې هم دهيرولو لپاره لږ دی!!!