
1
نارينه تل دهغه چا په لټه کې وي چې هغه ته دځان ستاينه وکړي خو ښځه تل هغه څوک لټوي چې په اوږه يې سر کيږدي.
2
نارينه د هغه چرګ په څير دی ، چې فکر کوي لمر د دې لپاره راخيږي څو د هغه بانګ واوري.
3
نارينه تل غواړي د ښځې لومړنۍ مينه وي، خو ښځې غواړي د نارينه وروستۍ مينه واوسي.
4
دښځې شرافت د ګل په شان حساس او لطيف دی هغه هيڅکله دنارينه د بډال زغم نه لري.
5
د ښځې او خوشبختۍ ترمنځ واټن نارينه جوړوي!!!
6
که نارينه ټولې ښځې وپيژني بيا هم په دې قادر نه دی چې يوه ښځه درک کړي.
7
اوس نو وار دی چې ښځې د نارينه و لپاره دنيا په امن کړي، ځکه نارينه دښځو لپاره د امن په راوستلو کې ناکام شوي دي.
8
زه د ځينو له دې خبرې انکار نه کوم چې وايې ښځې ناقص
العقله دي، خو خدای دوی ځکه داسې خلق کړي څو له نارينه سره برابرې شي.
9
چارلي چاپلين په خپل يوه ليک کې خپلې لور ته ليکلي و ،چې په نړۍ کې داسې نارينه نشته چې ددې ارزښت ولري ، څو يوه ښځه
د هغه لپاره خپل دپښې نوک هم دردمن کړي.
10
نارينه په دې هڅه کې وي چې په يو وخت دڅو ښځومينې په خپل زړه کې وساتي ،خو ښځې ټول عمر د احساس ،عاطفې او سپيڅلتيا پابندې وي او څو يې زړه او روح له مينې ډک نه شي تر هغو دمينې اظهار نه کوي.
11
نارينه درې ډلې خلک خوښوي خو يو هم نه شي درک کولای: ښځې ،جينکۍ او اناث
12
تر دې دمخه چې نارينه د ورکېدو اعتراف وکړي، په څومره ﻻرو به ښکته پورته تللی وي!
13
يوازې 99 په سلو کې نارينه د پاتې 1 ٪ نارينه و د بدنامۍ سبب ګرځي.
14
موږ په ډيرو شيانو کې همنظره وو ،په ما باندې دی ګران و او په ده باندې هم خپل ځان ګران و.
15
ډيرو هوښيارو نارينه و له ساده ښځو سره ودونه کړي ، خو داسې هوښياره ښځه به پيدا نه کړئ چې له ساده نارينه سره يې واده کړی وي.
16
سقراط وايې: که نارينه او ښځې ته يو برابر حق ورکړی شي نو ښځه به تر نارينه وړاندې ﻻړه شي.
17
نارينه د ځوان صفت دهغو ښځو لپاره چې تر 18 کلواو د هغو نارينه و لپاره چې تر 80 کلو ټيټ وي ، کاروي.
18
ــ نارينه ولې ددومره پاک وجدان خاوندان دي؟
ــ ځکه هيڅکله ترې کار نه اخلي.
19
ـ ولې نارينه تل خوشاله وي؟
ـ ځکه هغوی فکر نه کوي
20
_چيرې يو نارينه او يوه ښځه له لسم پوړ څخه ﻻندې راولويږي نو کوم يو به ژر مځکې ته ورسيږي؟
ځواب يې روښانه دی چې ښځه، ځکه نارينه حتماً ﻻره ورکوي!!!