اوس مې په ژوند ملنډې مه راوهه!

ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه پدی افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم

د وروستیو بدلونونو سره په رسنیز ډګر کې هم خورا ډیر کار وشو ، خو د یادونی وړ خبره داده چې دې رسنیز پرمختګ له ځان سره یوڅه ستونزې هم را وځیږولې چې هغه د بی برنامه ګې یا د ګټورو خپرونو نه شتون هغه څه دی چې په اوس وختکې زموږ رسنۍ که تصویری دي که غږیزې او یا هم چاپې ورسره مخامخ دي ، نو ددې خلا د ډکوالي لپاره یی په ډیرو ناچیزو شیانو هم د لیدونکو او اوریدونکو وخت ضایع کړي او کوي یې ، ځينې خپرونې داسې هم شته زموږ د مظلوم ملت په زخمونو مالګې دوړوي او د هیوادوالو د ژوند د ښه والي لپاره پکې څه نه لیدل کیږی یوازې د خپلو لیدونکو د مصروفولو لپاره پدې کار لاس پوری کوی .
زه پدی لیکنه کې غواړم د ځینو تلویزیونونو ، رادیو ګانو او اخبارونو هغه خپرونې او کالمونو ته نیوکه وکړم چې په هغه کې زموږ د مظلوم ، یتیم، معلول ، معیوب او معتاد هیوادوال د ژوند په هکله خبرې کیږي زه په ټولیزه توګه دغه خپرونې غلطې او بی ځایه نه ګڼم خو زه په ځینو خپرونو کې چې زموږ د یادو هیوادوالو ژوند پکې انځوریږی ددې ترڅنګ د هغه له ماشومانو او میرمنې سره خبرې کیږې او دهغوی د کورنۍ هر غړی د تلویزیون په پرده راوستل غلط ګڼم ، زه پخپله د داسې یوې خپرونې شاهد یم چې څو ورځې وړاندې له یوه خصوصی تلویزیونی چینل څخه خپره شوه په هغه کې د یو تن معیوب له کورنۍ سره خبرې اترې وشوې .
اصله خبره دلته ده چې یاد معیوب د هیواد د سرلوړۍ پخاطر د خپل وجود خواږه غړي له لاسه ورکړل دا فدا کاری د هغه د شخصی ګټو پخاطر نه وه او دا کاریی زموږ د هغو رهبرانو او جهادی مشرانو په رهبریت او مشری ترسره کړی چې نن تر ډيره د نورو هیوادونو پناهنده ګې لري په نړیواله کچه سوداګری لرې د هغه کورنۍ نن د ژوند له ټولو حسرتونو څخه برخمنه ده د نړۍ په هغو خلکو کې ځان حسابوی چې په لوړه کچه ژوند لرې دوی په بهر کې په مستیو بوخت دی د دې مظلوم ملت په غم کې نه وو او نه هم دي خو د افسوس خبره داده چې دا ملت پدوی څو څو ځله اعتماد کړي دوی یی د مشر او رهبر په صفت منلی ولې دې د ملت د وینو ټیکه دارانو څه کړیدی هر یو یی د بې کچې شتمنۍ خاوند دي ، د دوی دومره بډاینه دا ښيي چې دوی د جهاد په دوران کې هم کله چې نړیوالې ټولنې د خپلو شومو موخو د پلی کولو لپاره مرسته کوله فساد کړي او په هغو پیسو یی نړیوال تجارتونه پیل کړیدی تر جهاد وړاندې د دوی هر یوه ژوند د یو عادی افغان په شانتې ژوند وو خو نن سبا د هغو د ژوند کچه لوړه او مظلوم ملت هماغسې وږي او په یوه مړۍ ډوډۍ پسې لا لهانده ګرځي .
د اوسني پارلمان د یو تن غړي رمضان بشردوست په وینا کله چې پارلمان دا خبره تصویب کړه چې هر معیوب او معلول ته د میاشتې (۵۰۰۰) پنځه زره افغانۍ معاش ورکړی او داموضوع د هیواد جمهور رئیس ښاغلی حامد کرزی ته دتوشیح لپاره ولیږل شوه نو هغه ردکړه او د یو رسمی مکتوب په واسطه یی پارلمان ته ولیکل چې د دې کار لپاره بودجه نلرو، خو د جمهور رئیس د معاش د موضوع په اړه باید و وایم چې ترڅلورو لکو زیات معاش اخلی د یو وزیر معاش تر دری لکه زیات ده د پارلمان د یو وکیل میاشتنی معاش دوه لکه افغانۍ ده د هغه لپاره بودجه شته خو د یومعیوب او معلول معاش چې پنځه زره افغانۍ تصویب شوی وو بودجه نه وه .
کله چې د طالبانو واکمنی د امریکا په مشری د نړیوالی ټولنې په ملتیا له منځه لاړه او په هیواد کې یوځل بیا د ژوند کولو نسبی زمینه برابره شوه همدا په غارونو کې پټ رهبران چې د ملت په غم کې اصلآ نه وو یوځل بیا صحنی ته را ووتل او د پیسو په ټولولو ، دځمکو په غصب ، انسان وژنه او سړی تښتونې ترڅنګ یې په بیلا بیلو کارونو لاس پوری کړ ، د نړیوالو ځواکونو په هډو کې چې څه ډول تړونونه کیدل دوی ورته ځانونه چمتو کړل ، د دې تر څنګ یې د دې لپاره چې په نړیوالو نظامی هډوکې د کاریګرو لپاره اړتیاوه نو دوی دا چانس هم له لاسه ورنکړ او د افغانانو د بیوزلو کولو په لاره کې یی یو بل ګام هم پورته کړ له یادو نظامی هډو سره یی د یوتن کاریګر پرسر د (۱۰۰۰) د زر امریکایی ډالره په شاوخواکې خبره کړی وه او دوی به افغان کاریګرو ته د (۳۰۰) امریکایی ډالره څخه نیولی تر(۵۰۰) امریکایی ډالره پورې ورکول ، د یادونې وړ ده چې دغه شرکتونه د نوموړو رهبرانو پخپلو شخصی نومونو نه وو ترڅو دوی پدی کارکی بدنام نشی د خپلو زامنو، وروڼو او وریرونو او حتی د دوی د قومندانانو ترنامه لاندی په فعالیت بوخت وو ، اوس چې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو اوازه خوره شویده زموږ تر ډیره په نوم رهبران او د دوی حامیان د بهرته تلو تیاری نیسی او ډیر شمیر یی له هیواد څخه په زیاته اندازه پیسو سره وتلی دي ، په عربی متحدا اماراتو کې د دې بی کچی پیسو مصرفولو لپاره ډیره ښه زمینه برابره شوی ده او دوی هم ځان په ډیره کمه موده کې یاد ښارته رسوی او هلته یی د ژوند کولو ډیرې ښې اسانتیاوې برابرې کړیدی ، په یاد ملک کې سترې شتمنۍ زموږ د دغو جهادی مشرانو او لیډرانو دي که چیری دوی د مظلوم ملت په غم کې په رښتیا سره وي نو بیادي د دوي د ژوند د بسیا کولو په موخه فکر وکړی دوی دې یوازې په تلویزیونی خپرونو کې نه ښکاره کوی د جهاد له نامه څخه په ګټې اخیستنې دوی د لوړو ودانیو او نړیوالو تجارتونو خاوندان شول او هغه چاچی په رښتیا جهاد وکړ نن په یو ګوله ډوډی پسې منډې وهی او بیایی دوی ترشا کمره ورته نیولی وی او په ژوند یې ملنډې وهي که چیری دوی د دې مظلوم ملت د ژوند د ښوالی په اړه فکر کوالی نو دوی به ورته په ریښتینی توګه لاس ورکړی وو خو دوی هیڅکه داسی هدف نلری د دا ډول خپرونو تر خپریدو وروسته ورسره یاد رسنۍ یوه روپی مرسته هم نکوی ممکن پدی ډول د دوی پرسر پیسې راټولي او یوڅه یې جیب ته هم واچوی ، زه د یو افغان په صفت په ټولو افغانانو وروڼو غږ کوم ترڅو بیا ونه غولیږی او د دوی په تشو شعارونو غلط نشی او په راتلونکو ټاکنو کې له پوره غور او دقت څخه کار واخلی او دیادو تلویزیونونو له چلونکو څخه هیله کوم ترڅو نور دا مظلوم ملت پریږدی او په ژوند یې ملنډې ونه وهی .
بریال نایاب