
خبريال: ذبيح الله احساس
مزارشريف
د كب درېيمه، پژواك خبري اژانس
دانش خپرندويې ټولنې د نوي كال په وياړ په جوړه شوې غونډه كې د بلخ له فرهنګيانو سره د ۵۰۰ ټوكو كتابونو مرسته وكړه. دغه غونډه چې د كب په دويمه ماسپيښين د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې (په بلخ كې د ګډ فرهنګي يون په لور) په نوم د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې، په پارلمان كې د بلخ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپى او مومند بابا ادبي بهير په هراړخيزو مرستو جوړه شوې وه، د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو ځينې فرهنګيان او فرهنګپال يې په ډاليو ونازول.
غونډې درې برخې (ويناوې، مشاعره او موسيقي) درلوده چې د بلخ ولايت د مخورو مشرانو ليكوالو او شاعرانو سربېره پكې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه فرهنګيانو برخه اخيستې وه.
غونډې ته د دانش خپروندېې ټولنې پر مټ د پېښور دوه مشهور سندرغاړي سردار يوسفزى او نعيم خان توري بلل شوي وو، چې د غونډې په پاى كې يې سندرې ووارولې.
د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې ريس حاجي عبدالستار اسحق زي پژواك ته وويل چې غونډه يې د بلخ د فرهنګيانو تر منځ د همغږۍ پيدا كولو په موخه جوړه كړې ده.
همدا راز په پارلمان كې د بلخ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپى دغه راز غونډې د ځوانانو د استعدادونو د لوړتيا لپاره يو نېك ګام وباله.
د دانش خپرونديې ټولنې مشره اسدالله دانش چې د هېواد فرهنګ ته د خدمت په وياړ ورته د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخواد جرګې د مشر حاجي عبدالستار اسحق زي په لاس لونګۍ پر سره كړاى شوه، د بلخ له فرهنګيانو سره د ۵۰۰ ټوكه كتابونو مرسته وكړه.
نوموړي په خپلو خبرو كې د شمال جرګې د پېرزنيې څخه مننه وكړه او پژواك ته يې وويل چې په نږدې راتلونكي كې به د نورو كتابونو مرسته هم وكړي.
همداراز د غونډې په اوږدو كې مومند بابا ادبي بهير له خوا له كندهاره راغلي مېلمه د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبداالاحمد محمديار ته، افغاني فرهنګ ته د ده د غوره خدمتونو په وياړ د وزير محمد ګل خان مومند تصوير د ذبيح الله احساس په لاس ډالۍ كړاى شو.
د پكتيا د اطلاعاتو كلتور ريس محمد شفا مشفق ته هم د شمال جرګې لخوا د جرګې مشاور ميرزا عبدالرحمن لونګۍ وتړله.
د لوى افغانستان د هاخوا تكړه سندرغاړو سردار يوسفزي ته په پارلمان كې د بلخ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپۍ په لاس او نعيم خان توري ته د استاد غلام فاروق خپلواك په لاس د بلخ جوړ يو يو وايلون، ډالۍ كړاى شول.
د غونډې يو تن ګډونوال او د چارو سمبالونكى اسرار احمد كريمزي وويل چې دغه ډول غونډې په ځوانانو كې د كار كولو روحيه ژوندۍ كوي.
د غونډې په پاى كه له مجيب الرحمن لحاظ څخه د همدې غونډې د چارو د سمبالښت له امله ځانګړې مننه وشوه.
غونډه د بلخ ولسوالۍ په بازار ام البلاد هوټل كې درې بجې پيل او ماښام تېر پاى ته ورسېده.