د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مصوبه


                                                     بسم الله الرحمن الرحيمالحمدلله وحده  والصلاة والسلام علي من لانبي بعده......  وبعد  دافغانستان دعالمانو سراسري شورا دخپلو نوبتي غونډو په لړکې د ١٣٨٧هجري شمسي کال دکب دمياشتي په وروستۍ  اوونۍ کې  له  ٢٥نيتي  څخه تر ٢٩ پورې خپله غونډه جوړه کړه.   له ٣٤ ولاياتو څخه راغلو عالمانو خپل نظريات او په ولاياتو کې  موجودي ستونزې په ګوته کړې  او دوخت پر مهمو او روانو حالاتو يې رڼا واچوله ، شورادعالمانو دنظريو  او حالاتو له په پام کې نيولو سره دغه موضوعګانې تصويب کړې .  _ شورا هر هغه حرکت چې په دې حساس پړاو کې زمونږ ځوريدلي ملت له لازياتوستونزو سره مخامخ کوي ،  او دملت ترمنځ نفاق او کرکه خپروي په کلکه غندي او له ټولو خواونه غواړې چې له خپلو شخصي  ګټو  څخه ملي او اسلامي مصالح لوړ وبولي .  _ شورا  پريکړه وکړه چې دامنيت تامين په هرحال کې زمونږ ځوريدلي ملت ته حياتي ارزښت لري دټول ملت په کچه يوه داسې لويه عنعنوي  جرګه بايد راوبلل شي چې دافغانستان دګوټ ګوټ ديني عالمان ،ر وحانيون ، قومي مشران ، جهادي او سياسي شخصيتونه ، دملي شورا ددواړو جرګو ، دطالبانو او اسلامي حزب  ، داسلامي کنفرانس او ملګرو ملتونو استازي پکې برخه واخلي .  _ شورا مناسبه وګڼله  چې دلويې جرګې په باب دګاونډيانو او دافغانستان په قضيه کې د ذيدخلو اړخونو موافقه او تائيد ترلاسه شي . که څه هم چې دامريکا نوى جمهور رئيس او دکاناډا او فرانسي  دولتونو لا دمخه ددې لپاره خپله  ليوالتيا  ښودلي  ده چې دستاينې وړ ده . ددې لپاره چې ددولت مخالفين په ډاډ سره په دې جرګه کې ګډون وکړاي شي له تور لست څخه دهغو نومونه بايد وايستل شي او دملګرو ملتونو له خوا بايددهغوى  دمصوونيت ضمانت ورکړ شي . _ شورا تصويب وکړ  چي ددې جرګې اشراف او مشرتوب دسعودي عربستان  باچا خادم الحرمين  الشريفين ملک عبدالله بن عبدالعزيز آل سعود ته ورکړ شي  . دسعودي  په پاکه ځمکه کې دامت اسلامي قبله او دمسلمانانو دپيشوا حضرت محمد مصطفي  ( ص )  زيارت موجود دي ، هلته وحي نازله شوي او هلته پرښتي  ګرځيدلي دي نو مونږ ورباندې وياړو او په همدي اساس مونږ دسعودي عربـستان له باچا خادم الحرمين  الشريفين څخه هيله کوو او مخکې هم ورسره په دې باب تماسونه نيول شوي دي چې دافغانستان دستري غميزي په اوارولو کې زمونږ  غوښتنې  ته لبيک ووايي .  _ شورا دتعليمي کال پيل کيدو له کبله پر طالبانو غږ کوي چې دافغان مسلمان ملت دبچيانو پرمخ تړلي مدرسې او ښوونځي دي پرانيزي .  زده کوونکى نه په جنګ  کې برخه لري او نه په سياست کې ، پريږدي چې دجهالت له تيارونه دعلم رڼا ته راووځي . دهغو پرمخ دښوونځيو ددروازو  تړل له دي ملت سره تاريخي دښمني  او  جفا ده دا دپيسو او مادي شتمنۍ  زيان نه دي چې جبيره شي بلکي دعلم دزده کړي دفريضي مخنيوي  دي . دا غوښتنه دعالمانو دشورا  ، دپوهنې وزارت او دټول ملت  ده په دې هيله يو چې  مثبت ځواب ورته وويل شي .  _ شورا دافغانستان پرعالمانو غږ کوي لکه څنګه يې چې دتاريخ په اوږدو  کې دملت دستونزو په اوارولو کې خپل  ستر رول لوبولي دي اوس هم بايد په کلکه  متوجه اوبيدارواوسي  چې دغرض خاوندان په اوبو  خړولو سره دخپل ښکار لپاره زمينه برابره نه کړي .  _ شورا لکه دمخه يې چې په څو څو واره په کلکه غوښتنه کړي ده چې رسني دي  زمونږ په مسلمانه خاوره کې دفسق او فجور دترويج لپاره داسلام ضد خپرونې  نه کوي يوځل بيا ورته وايو چې دمبتذلو فلمونو او نورو منحرفوونکو  پروګرامونو له خپرولو څخه دي ډډه وکړي او دا د حکومت دنده ده چې  په کلکه او په سملاسي توګه يې مخنيوي وکړي .   والسلام   دافغانستان دعالمانو سراسري شورا