ځوانان او سیاست

 
اېمل افغان
 
درنو ځوانانو کله چې موږ د سیاست په اړه خبرې کوو نو خدای شاهد دی، چې ما یوازې د سیاست د کلمې نوم اوریدلی او ورباندې نه پوهېږم چې دا باید څنګه په لار واچول شي څنګه خلکو ته ور وپيژندل شي، ګټه یې څه ده ،تاوان یې کوم دی؟ ترڅو په راتلونکي کې یوه ښه پایله ولري او نور ور سره زموږ په وینو رنګ هېواد کې ځوانان د ناوړه سیاستونو ښکار نه شي لکه څنګه مو چې په دا څلور لسیزو کې په خپلو سترګو ولیدل چا د خلق په نوم ،چا د کمونیزم په نوم ،چا د طالب په نوم او چاهم د القعده او تروریست په نوم ښه په نره خپل سیاست وچلولو، چې په پایله کې ورسره افغان ځوانان د مرګ کندې ته ولویدل او لا دا لړۍ او ناوړه سیاستونه اوس هم روان دي خدای دی خیر کړي چې نور به څه په افغان ځوانانو راځي.
 دلته هدف او موخه له سیاست اوسیاسي ځوانانو څخه داده، چې یو ځوان باید په سیاست او سیاسي مبارزه کې هم پوره پوره لاس ولري ترڅو دغه ځوانان په خپل ژوند کې سړې او تودې وګوري او په راتلونکي کارونو او ژوند باندې دوي برلاسي ووسي او هم د سیاست مذه وڅکي، داسې سیاست دوي باید په لار واچوي چې د تېرو سیاستونو له کارولو څخه دوی باید عبرت اخیستی وي او په ګټه او تاوان یې باید مخکې له مخکې پوی وي نه چې د دوی سیاست خدای نا خواسته له دې څلويښت کلن سیاست نه بدتر وي.
دا چې د سیاست په اړه پوهانو په لسګونو کتابونه او په سلګونو مقالې لیکلي زه به دومره ووایم چې په منظمه توګه د یوې ادارې، حکومت او ریاست د چارو په ښه توګه مخ په وړاندې بیولو ته سیاست وايي.معنی دا چې موږ باید په سیاست کې د چا وینې تویې نکړو، د چا سرونه پرې نکړو، د هېواد ودانۍ ړنګې نکړو، موږ باید د خلکو زړونه د سیاست له لارې لاس ته راوړ، خلک باید خپله موږ ته ووایی چې راځی تاسو په سیاست کې برخه واخلی نه چې موږ د زور او ظلم له لارې سیاست ته دوام ورکړو موږ باید سیاست د قلم له لارې وچلو نه د ټوپک د شپیلۍ په وسیله.
څنګه چې موږ په ځوانانو او سیاست بحث کوو نو د هغوی لپاره هم پکار ده، چې په سمه او منظمه توګه په سیاست کې برخه واخلي او خپل سیاست او مبارزه په ښه توګه مخ په وړاندې بوزي نه داسې مبارزه او سیاست چې خدای ناخواسته سبا ورځ زموږ د ټولنې، هېواد او ولس په زیان وي لکه ،څنګه چې موږ په دا څلور لسیزو کې د داسې ناوړه سیاستونو ښکار شولو چې ترنن ورځ پورې د کابل په هر کور کې د ځوانانو مړي را پيدا کېږي.
خو دا ټول سیاستونه د خپلو شخصي موخو او ګټو لپاره وو،چې دوام یې ونکړو او خپل ځان پسې تور تاریخونه پرېښودل خو زه بیا وایم، چې زموږ سیاست باید ملي او رښتینی سیاست وي ترڅو په راتلونکي کې یوه ښه پایله هم ولري موږ باید داسې سیاستونه په لار واچو، چې سبا ورځ په ښه نوم یاد شو، موږ باید شخصي سیاست او مبارزه ونکړو ،موږ باید یوه رښتیې مبارزه وکړو، موږ باید سیاست لومړی مطالعه کړو بیا یې په لار واچو تر څو په راتلونکي نظام کې له موږ څخه د یو افغان پزه هم وینې نه شي.
کله چې موږ په سیاست او ځوانانو خبرې کوو نو موږ هم باید خپل سیاست ته په کلکه ملا وتړو او هغه په خپلو خلکو او حکومت کې عملي کړو د هغوی لپاره سیاسي پروګرامونه او کارونه په لار واچو ترڅو دوی زموږ له سیاست څخه پوره پوره خوند واخلي او له ځان سره دا پرېکړه وکړي او  وايي، چې دا یو رښتیني سیاستمداران او د هېواد په ګټه روان ځوانان دي.
که چېرته سبا ورځ خدای ناخواسته له موږ څخه دروغجن ،د وطن او هېواد پلورونکي سیاست مداران جوړېږي نو بیا پکار ده، چې د سیاست لاره موږ همدا اوس بدله کړو د هغه پرځای باید یو کار او یا دوکانداري ته لاس واچو،ځکه د دې کار په کولو سره خو به مو د چا په وینو لاسونه سره نه وي او بل ترڅنګ به یې یوه مړۍ حلاله ډوډۍ هم خپلو اولادونو ته را پيدا کړو او شپه ورځ خو به په ارامه تېرو د دې ویره خو به را سره نه وي چې سبا د یو جرم په تور ونیول شو.
موږ باید د سیاست لپاره په خپل ذهن کې ځانګړي پروګرامونه او تګلارې په مخ کې ولرو ترڅو هغه په خپله ټولنه کې عملي کړو ،چې د هغې په نتیجه کې زموږ سیاست یو بریالی سیاست و اوسي. سیاست او مبارزه چې د خپل هېواد ابادولو او د خپلو خلکو لپاره وي نو داسې مبارزه او سیاست هم ډېر خوند کوي، ځکه چې د داسې سیاستونو لار روښانه وي او هم ورسره خلک  ودرېږي، مرسته ورسره کوي که هغه په مالي برخه کې وي او که د ژوند په نورو چارو کې وي خو چې رښتینی او په وطن مین سیاست وي نه چې د جیب ډکولو او د پردیو بچیو د وژلو لپاره مو ملا تړلې او ټوپک مو په غاړه وي.
که لږ نور هم وړاندې ولاړ شو او په خپلو ژمنو او خبرو عمل وکړو او خپل ولس او هېواد ته ژمن پاتې شو نو زه دا ویلی شم ،چې موږ به د ژوند ډېرو نا خوالو ته د پای ټکی ايښی وي موږ ځوانان په خپل هېواد او بهر کې د پردیو سیاستونو ښکار شوي یو ،چا په خپل ځان پسې بمونه تړلي او چا چاودیدونکي واسکټونه اغوستي او هره ورځ راځي په سمسور او ښکلي افغانستان کې ځانونو ته چاودنې ورکوي او په لسګونو او سوونو انسانان له ځان سره وژني نورمالي او ودانیز زیانونه خو په خپل ځای پرېږده، چې د هېواد دښمنان داهم په سیاست پورې تړي او بیا د نړۍ له یو ناڅرګند ځای څخه د داسې ناوړه عمل مسؤلیت هم په غاړه اخلي او وياړ پرې کوي او وايي، چې ولا نننۍ چاودنې په افغانستان کې دومره ځوانان ووژل دومره موټر د ملي اردو، دومره ودانۍ مو ورسره ویجاړې کړې او بیا وايي چې دا زموږ سیاست او بریا ده.
نه دا سیاست نه ده دا له وطن او دین سره جفا کول دي، سیاست زه هغه ته وایم چې دی د یو میز ترڅنګ له خپل سیال سره په سیالۍ کې ولاړ شخص وي د هغه د کمزوریو په اړه نیوکې وکړي هغه ته لارښوونه وکړي هغه د هېواد آبادولو، معارف او نورو نیمګړتیاو ته متوجې کړي له هغه څخه په خپل هنر ،مهارت او استعداد سره واک ترلاسه کړي خپل ولس په ځان را مات کړي هغوی ته کار وکړي په هېواد کې وینې تویول بند کړي داسې ځوان ته زه سیاسي ځوان او مبارز شخصیت ویلی شم.
که دا وړتیا په ځان کې نه ویني او دا کارونه نشي کولی نو دا بیا یوه بله ډنډوره او په اصطلاح د بسوګۍ واده ده چې دوی په لاره اچولی، دا به ډېره د نه منلو خبره وي، چې څوک له خپل هېواد سره نوره جفا ،خیانت او غلا کوي او هغه ته وفادار نه وي. موږ ځوانان باید د نورې نړۍ له ځوانانو او حکومتونو سره په سیاست کې  ولاړ خلک ووسو له هغوی سره باید مبارزه وکړو چې، څنګه هغو ځوانانو خپل ځانونه په سیاست کې رسولي څنګه یې خپل هېواد په رسیدلو هېوادونو کې حساب کړی، زموږ د  ځوانانو او  نورې نړۍ د ځوانانو سیاست ځمکه او آسمان تفاوت لري هغوی له موږ څخه په سیاست کې میدان ګټلی معنی دا چې د هغوی هوښیارتیا زموږ په پرتله لوړه ده، د هغوی ذهنونه زموږ د ذهنونو په پرتله جوړ دي د هغوی لوبغاړي زموږ د لوبغاړو په نسبت تکړه دي دا زه ټول د هغه هېواد په سیاست او سیاسي لوبغاړو او د هغوی په کار پورې تړلي بولم دا ځکه، چې د هغوی سیاست زموږ د سیاست په پرتله پرمختګ کړی د هغوی نظام او حکومت جوړ دی د هغوی لپاره د کار زمینه برابره ده، هغوی د ژوند ډېر اوږده پړاونه وهلي ،هغوی کار وکړو، هغوی په ځان سختۍ راوستې، هغوی سیاست ولوست، هغوی د سیاست په حقيقي او سمه معنی ځان پوی کړو، هغوی دې ته سیاست نه وايي چې یو سیاست مدار په خپل هېواد کې په مرګ محکوم کړي، هغوی له سیاست مدار نه واک اخلي، هغوی دې ته ملا نه ده تړلې چې پلونه او ښوونځي وسوزوي او دا هم سبا په سیاست کې حساب کړي.
دا نو یوه بله لوبه ده، چې دې ته زه په یوه لنډه اصطلاح د وطن تباهي او بربادي وایم خو په هرصورت موږ باید نور نوې ، ښکلې اوپاکه سیاسي مبارزه وکړو د هېواد کنډوالو او سوزیدلو ښوونځيو ته یو ځل نظر وکړو، د سیاست مدارانو مقبروته ولاړ شو له هغه نه وروسته بیا خپل رښتینی تصمیم ونیسو نو بیا به زموږ سیاست یو بریالی سیاست وي که تېرو ناولو سیاستونو څخه یو عبرت وانخلو او په پوره ایماندارۍ کار ونکړو او ځان د افغانستان په سیاست کې ژوندي او مسؤل ځوانان حساب نکړو نو فکر نه کوم، چې موږ به هم په داسې ټولنه کې سیاست ګټلی وي، بلکې موږ به هم له ماتې سره مخ یو.
 خو د سیاست ګټلو او لوستلو لپاره ځانته لارې شته، چې هغه موږ ځوانان باید زده او په لار واچو ترڅو له موږ څخه په راتلونکي کې رښتیني او پياوړي سیاستمداران جوړ شي.
موږ باید د سیاست د ګټلو او په لار اچولو کې لومړی د خپل قلم څوکه تیزه کړو کومه نیمګړتیا چې زموږ په سیاست او سیاستمدارانو کې شتون لري هغه باید ورته په ګوته او یای خپل مظلوم ولس ته له دې لارې څرګنده کړو، ترڅو هغه شخص خو هم زموږ په ټولنه کې خلکو ته معلوم شي، چې یاره دا څومره د وطن په درد خوري او که د وطن په تاوان دی ترڅو خو د هغه شخص په اړه د تاریخ په پاڼو کې هم يو څه ولیکل شي ځکه تاریخ هغه پټ میړه نه دی، چې نن ورځ په دا یویشتمه پیړۍ کې دې څوک ترې نا خبره وي.
نن نړۍ او ساینس ډېر پرمختګ کړی، د چاله خولې څخه چې کومه خبره وتلې نه وي نو هغه بیا وخته ثبت شوې وي خو په هرصورت له موضوع څخه به وړاندې نه ځو  زموږ موخه ځوانان او سیاست دی څنګه، چې تاسو ته ښه او کامیابه لار ښکاري موږ باید د ځان د سیاست لپاره هماغه غوره کړو، ترڅو  ورسره د بریا او پرمختګ په لور روان شو.