
بغلان ولايت د پلخمري ښارسره
د زمان خيلو په سيمه كې، د چكري او غلام خيلو
قومونو ترمنځ د ځمكې په سر په يوې نښته كې، ۲ تنه ووژل شوی او
۳ تنه نور ټپيان دي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال امين
الله امرخيل خبری رسینو ته وویل د چكري اوغلام خيلو قومونو ترمنځ نښته، د ځمكې په
سر رامنځ ته شوې، چې په ترڅ كې يې د چكريو قوم دوه تنه وژل شوي او ۳
تنه نور ټپيان دي. امرخيل زياته کړه، چې په دې نښته كې د سيمه یيزو پوليسو ۲
قوماندانان هم ښكيل وګڼل او زياته يې كړه، چې د دې نښتې په تړاو ۴
تنه نيول شوي دي.
پدی وروسیتو کې په بغلان
ولایت کې ځمكې په سر نښتو کې زیات کسان مړه شوي
او حکومت تر اوس د کوم چا په نیولو کې ندي بریالي شوي. دا په
داسې حال کې ده چې يو مياشت مخکې په مركزي بغلان ولسوالۍ كې په ورته پيښه كې، د
يوې كورنۍ شپږغړي وژل شوي وه او تر اوس يې
پیښې په تړاو څوک ندی نیول شوي