یو سف رضا گيلاني نن په دريم ځل د خپل هيواد محکمې ته وروغوښتل شو

نن بنجشنبه لومړى وزير يوسف رضا ګيلاني محکې ته د دوه زره امنيتي ځواكونو په بدرګه وړاندي سو، ستري محكمې ورته يوازي او يوازي دېرش ثانيې سزا واوروله او هغه ئې د دېرش ثانيو له پاره له خپلي چوكۍ څخه لېري كړ

د پاكستان په ستره محكمه كي د وكيلانو اووه كسيزي ډلي، چي مشر ئې ناصرالملک كوله لومړي وزير ته سزا واوروله، دغي اووه كسيزي ډلي تردې وړاندي صدراعظم ته دغه سزا ټاكلې وه چي نن يې ورته واوروله

د پاكستان لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني چي څلور كاله وړاندي د ولس په رايو سره ټاكل شوى دئ، وويل چي خامخا به محکمې ته وړاندي كېږي لومړى ځل دئ چي د دې هيواد يو لومړى وزير په دريم ځل محکمې ته وړاندي كېږي، خم تر دې وړاندي د دې هيواد د وخت لومړى وزير نواز شريف هم محکمې ته د سپكاوي په تور ستري محكمې ته وړاندي كړل شوى وو د پاکستان مخالف ګوند مشر نواز شریف  خبریالانو سره په خبر کې وویل اوس وخت راغلی چي يوسف رضا ګيلاني د استعفې غوښتنه وشي.