بسم الله الرحمن الرحيم


 
د برخه والو پړېكړه ليك
د۱۳۸۷  كال د كب ۱۹مه
 
كابل افغانستان
                                
نن د۱۳۸۷ کال دکب په ۱۹ په کابل ښار کې د پوهنتونو د درنو استادانو او محصلينو، د ملي شورا د غړو، د قومي شوراګانو درنو مشرانو او مدني او کلتوري ټولنو ۱۵۰ تنو غړو په ګډون يو ورکشاپ جوړ شو.  د وركشاپ برخه وال، مورنۍ ژبه او د هغې زده كړه، دودونه، تعميم، پراختيا او بډاينه د هر انسان ديني، انساني، طبيعي او مدني حق او د بشر د هوساينې، پرمختيا او ګډ تفاهم اساسي وسيله ګڼي.  د ا يوه علمي، پېداګوژیکه او حقوقي مسله او د باکيفيته او متوازنو زده کړو اساس يې ګڼي.  څرګنده خبره ده چې د بېلا بېلو عواملو له كبله زيات شمېر افغانان لا تر اوسه پورې له خپل اساسي حق څخه برخمن شوي نه دي. نو  د وركشاپ برخوال زموږ د ګڼ شمېر هېوادوالو د دغه ستر حق د خونديتوب او تر لاسه كولو لپاره( په ځانګړي ډول په پوهنتونو کې) دغه لاندې پرېكړه ليك صادروي:
 

  • له ولسمشر سره دې پلان شوې غونډه تنظيم شي.
  •  
  • د افغانستان اسلامي جمهوريت د لوړو زده کړو وزارت  دې له اساسي قانون سره سم د ټولو افغانانو لپاره په پوهنتونو کې په مورنۍ ژبه د زده كړو زمينه برابره كړي.
  •  
  • د پوهنتون له ټولو  استادانو نه په درنښت هيله کيږي، چې د هېواد په دواړو رسمي ژبو تدريسي مواد برابر او زده کوونکو ته تدريس وکړي. بهتره دا ده چې هر استاد په خپله ژبه  تدريسي مواد برابر او زده کوونکو ته تدريس وکړي.
  •  
  • دا چې له نېکه مرغه د دري ژبې په باب دغه ستونزه نشته، نو ځانګړې هيله له پښتنو استادانو څخه کيږي، چې  پښتو ژبه چې د هېواد له دوه سراسري ژبو څخه يوه ده، تدريس پیل کړي.
  •  
  • دا چې د زده کړې اصلي هدف پوهنه او علم لاس ته راوړل دي، نو هيله کيږي،  چې پښتانه استادان تدريس په پښتو او لنډيزيې  په دری او دري ژبې استادان تدريس په دري او لنډيز يې په پښتو ووايي، خو که کوم استاد نه شي کولای په دوهمه ژبه لنډيز تشريح کړي، نو جبري به نه وي. نړيوال اصول دادي چې د پوهنتون ژبه د استاد ژبه ده. د استادانو تر منځ دې تشکل او اړيکې پياوړې شي. ژمن استادان دې دا کار له ځنډ پرته پيل او له نورو سره دې هم په دې کار کې کار ته دوام ورکړل شي.  پوښتنو او ازموينې ته ځواب به د شاګرد په ژبه وي. که کتاب يا لکچر نوټ په بهرنۍ ژبه وي، تشريح دې د استاد په ژبه وي.
  •  
  • د مدني او کلتوري ټولنو او رسنيو څخه غوښتنه کيږي چې د پوهنتون د درنو استادانو د ددې شريفانه کار ملاتړ وکړي.
  •  
  • د ملي شوراله درنو غړو څخه غوښتنه کیږي چې د استادانو قانونی ملاتړ وکړي، او په لوړو زده کړو وزارت معقول فشار راوړي چې په پوهنتونو کې د مورنۍ ژبې د زده کړو تدريس په بريالي ډول پر مخ بوزي. او ددې کار لپاره د ملي شورا يو ملاتړيز ګروپ جوړ شي.
  •  
  • له قومي شورا ګانوڅخه غوښتنه کیږي چې د ولس په بېدارولوکې مرسته او له حکومتي مقاماتو د مورنۍ ژبې د ترويج لپاره جدي غوښتنې وکړي او دا کار په دوامدار ډول تعقيب کړي. 
  •  
  • له درنو استادانو سره دې دغه ډول غونډو ته دوام ورکړل شي.  
  •