د اوبو په سپين ورغوي کې سپوږمۍ ده
که دا ستا په نقره يي لاس کې ګوتمۍ ده
نن د شپې له تور تندي نه خولې څاڅي
لمر په غېږه کې نيولې تروږمۍ ده
دا وګړي له رڼا پوستکى باسي
دغه ځمکه هم په خداى چې لېونۍ ده
د غنم وږى تر لسو خېټو رسي
لا واکمنه پر موږ هغسې پېړۍ ده
زما بېوزله پر پوستکي ساړه کښېني
تاته جوړه له وړيو نه کوړتۍ ده
د شپې په خاموشى کې
شپه په تور کميس کې راشي
څوک خپه څوک پرې خوشاله
څوک يې خپلې غريبۍ او بېوزلۍ ته يوه پرده کړي
څوک يې توره تخته ونيسي په لاس کې
د ګناوو تبرګى په لاس کې واخلي
او د سپينې رڼا سر وهي په بېخ کې
څوک د شپې په خاموشۍ کې
خپل بې وسه ژوندون ژاړي
بس د شپې لستوڼى لوند کړي
او د شپې په توره غېږ کې پناه اخلي
څوک د شپې په تور څادر کې
د يو څه د غلا په نيت له کوره وځي
ټوله شپه په ښار کې ګرځي
څو يوه ګوله پيدا کړي
او د خېټې د دوزخ چاره پرې وکړي
څوک په شپه کې په چکر باندې راوځي
تور موټر يې تر شا تورې دوړې پرېږدي
دوى د خپل هوس شيطان پسې اخستي
او د ښار او غريب کلي په کوڅو کې
د غريب ګلکار د لوڼو قدم څاري
دا د شپې د غلو مشران دي
چې په ښکلو پسې ګرځي
دوى د دوو شيبو هوس، له سده باسي
او يو چاته د درست عمر درانده پېټي ورپه سر کړي
دوى د ښکلو قاتلان دي
او د ښار ښکلاوې لوټي
خو د ښار په دې ړنده شان پاچاهي کې
تر هرچا دوى معتبر دي
توره شپه ده د هرچا د راز پرده ده
بېګاه راشي، سبا نه وي چې دا پاڅي
نه دې لاس له بدو نيسي
نه دې ښه له لاسه باسي
يو لباس دى، چې يې خداى د کايناتو پر تن خپور کړي
څوک به ځان پرې باندې پټ کړي
او څوک لوڅ په دې لباس کې
کابل- پروان مېنه
٢٠٠٩،کال د مارچ اوومه نېټه
وروستي