زموږ د ښار انځور!

 
د ماښام خړه ورو ورو د ښار په منارو تاويږي
او لمر
 د مخامخ تور غره د سر دپاسه کښېناست
خلک په بيړه د موټرو د تمځي پر لور رهي دي
خړ مرغان د خپلو ځالو پر لور درومي
ښارد خلکو له وجوده خالي کيږي
اوس د ښار او د کوڅې په لر او بر کې
څو پوليس دي
برچپک لاس په ماشه ولاړ دي
برېښنا
يوازې په يوڅو دنګو ماڼيو کې ده
او نور د ښار دا درست وګړي
په تيارو کې ډوب دي
زموږ تر شا ددې کوچيانو يوڅو سپي دي
چې د ښار په ډېرانو کې
درسته شپه غوښې هډوکي ګوري
د ښاروالۍ موټر په مياشتو مياشتو نه راځي
او د سپيو دا غپا ده
چې د ژوند او مرګ توپير راښيي
يوڅوک لا هم تر نيمې شپې ولاړ دى
نيمې مالټې يې خرڅې شوې
او دا نيمې پرې تاوان پاتې دي
يوڅوک ولاړ دى تازه شمعې پلوري
ګوندې څوک راشي او د شمعو يو درجن ترې واخلي
او دى له هغې برې نانوايۍ نه
چې همدا شيبه قلف کيږي او نانواى هم نور خپل کور ته ځي
سپين سرې مور ته څو ډوډۍ وپېري
ښار تيارې په غېږ کې ونيو
اوس يوازې د پوليسو د شپې غږ دى
څوک د غلو له وېرې ښار ته نه راوځي
تېره ورځ هم وسله والو له دې پورې ښکلي کور نه
په رڼا ورځ سړى يووړ
توره شپه ده څوک يې ويني ؟
د بې وسه ادې زوى دى
لالهانده ښار کې ګرځي
ګوندې څوک يو څو روپۍ په پور کې ورکړي
چې د خپلې دې سپين سرې مور لپاره 
د کوڅې له هغه کوز سر درملتون نه دارو راوړي
په دې ښار کې اوس د مړو اروا اوسي
شپه د سپيو په غپا کې
او د ورځې د چاودنو ډار واکمن وي
دا زموږ د ښار له وينو ډک انځور دى
دلته ٤٢پوځونه په دې ښار کې ميشته شوي
او په ٤٢ رقمه حکومت پر موږ چليږي
خو بيا هم د سکون سيورى
پر دې ښار  باندې رانغې
لا همغسې يو ډار پر موږ واکمن دى
لا همغسې په وېره کې موږ پايو.
کابل- پروان مېنه
د کب اتلسمه- ٢٠٠٧ز کال
#