په افغانستان کې دفحشا د خورولو په موخه ښکاره بازار موندنې پيل شوي





دحامدخان کرزي په دولس کلنه  نيم کښه رياستي دوره کې مو ډېر داسي څه وليدل چې په هر لحاظ زموږ له کلتور ، رسم ، رواج او اسلامي شريعت  سره په ټکر کې دي ،چې له جملې څخه يې د بېلګې په ډول کلتوري يرغل يادولاي شو،داپه دې منعي چې له دوه زره اول کال څخه را پدېخوا د افغانستان له نيمايي ډېروغرب پلوو ځوانو نجونو او مېرمنو ټکري وغورځول، د تن جامې يې داسې جوړې کړې چې د وجود هر غړي يې ترې له ورايه ښکاري، شرم او حياء ورکه شوه د اسلامي قانون عزت اوعفت تر پښو لاندې اوهېر شو، دليل دوی داوړاندې کوي چې حکومت پراخ بنسټه او نظام دېموکراسي دي او دوي ته يواځې او يواځې دغه نظام د تائيد وړ دي بل هېڅ نه،خو په معنی يې نه پوهېږي چې دېموکراسي يعنې څه  اوپراخ بنسټه به څه وی.
په هغه  وخت کې چې طالبان تازه له پښو ورغورځول شول، نو دهغوی دوره  توره  ،مستبده،ظالمه او له وحشته ډکه وبلل شوه او له هغې مخکې هم بلل کېده خو چا په جهر سره نه شول ويلی، نو کله چې را وپرزېدل  هر چابه ورته کنزلې کولې ،بدې ردې به يې ورته ويلي، دا ولې؟
داځکه چې هغوئ  په افغانستان کې اسلامي او شرعي نظام جوړول غوښتل،هغوی دا هېواد اوهېوادوال داسلامي او شرعي قانون تابع ګڼل نو دخپل رسالت او مسؤوليت له مخې يې نه پرېښودل چې داخلک په بله خوا ولاړ شي،هغوی به د لمانځه په وخت کې خلک لمانځه ته رابلل،هڅه به يې کوله چې د لمانځه وخت کې ټول هغه خلک چې په دنيوي چارو بوخت دي د څو شېبو لپاره داخرت په خاطر هم يوڅه توخه برابره کړي اوخپل فرض ادا کړي، داسمه ده چې هغوی کې هم ځينو دخلکو زړونه په دې ټکولي و، چې کله کله به يې په خلکو يو لمونځ څوځله تکرار کاوه، خو ټول بيا داسې نه ول، هغوي بي اتفاقي له منځه وړله، غل ته په خپل وخت د شريعت له حکم سره سمه سزا ورکول کېده، زناکار، لوطي،لارشلوونکي او نو درهر جرم مرتکب ته خپله سزا ورکول کېده،ددغو اعمالو په ترسره کولو هغوي وحشيان بلل کېدل،قدرمنو لوستونکيو هيله ده چې ما په کوم بل نوم تورن نکړئ،ځکه اوس خو هغه دځينو په اصطلاح له هرچاسره د کچالو ټاپه ده بس هرڅوک چې يې په ډډه ونه لګي فوراً يې په تندي ورته ور سليخ کړي،زه داخبرې يواځې دخپل احساس له مخې کوم نور کومه پره اوجنبه پکې نشته.
خو کله چې دحامدکرزي دوره پيل شوه په اصطلاح ددېموکراسۍ لمن وغوړول شوه،نو ورسره جنکيو لوپټې وغورځولې، لباسونه داسلامي حکم خلاف جوړ شول،بدکاري پيل او اوج ته ورسيده،غلاګانې شروع شوې،اخطاف او تښتونې وکرل شوې،دبې ګناه خلکو وژل شروع شول،په هېوادکې په ډېرکم وخت کې د ټلوېزونونو تعداد دګوتو له شمېره ووت ، راډېوګانې دومره ډېرې شوې لکه د بنګړيوالانوپه کوڅه کې چې راوان اوسي هره خوايې شرنګاه خورېږي،بهرني نيم لوڅ سريالونه را وارد اوپه ټلويزيونوددې فحشا دخورولو په موخه ووېشل شول، ځوانانوپه خپلوسټايلونوکې ادلون بدلون پيل کړ، په سرونو، ږيرو او برېتانو ريشخندوهل هم شروع شو،له کورونو دځوانو نجونو تښتېدل هم راوټوکېدل او په ډېر کم وخت کې د ډېرو پېښو شاهدان پاتې شولو، په دې اسلامي هېواد کې د زناکارۍ هډې جوړې شوې،اداري فساد خو له کوکنارو هم ډېرو شو،چې دادی له برکته يې دادوهم ځل دی چې افغانستان دنړۍ دمفسدو هېوادونو له جملې څخه لومړی مقام اخلی، دا او دېته ورته نور ډېر داسي کارونه وشول چې قلم يې په ليکلو شرمېږي.
اوس يې يوه بله بي شرمي چې تازه يې سر را پورته کړی دی هغه دا چې د بشر حقوقو دڅار ډله غواړي په افغانستان کې بايد د زنا کولو په جرم ښځه سنګسار نشي ،دغې ډلې له ولسمشر کرزي څخه په کلکه غوښتنه کړې چې د ښځو پروړاندې دتاو تريخوالي دمخنيوي په نوي قانون کې دې دغه ماده ډېره ژر رد کړي، هغوی ګواښ کړی دی چې که ولسمشر دسنګسار ماده رد نکړي نو ،له افغانستان سره به نړيوالې مرستې په ټپه ودرېږي، د بشري حقونو د څار ډلې د اسيا د څانګې رييس براډ اډمس و يلي:((دا کاملاً ټکان ورکوونکې ده چې د طالبانو د رژيم له پرزېدو ۱۲ کاله وروسته د کرزي حکومت بېرته د سنګسار جزا تطبيقوي. د کرزي حکومت بايد لږترلږه د بشري حقونو له لومړنيو ژمنو سره خپله وفاداري ثابته کړي او دا وړانديز سمدستي رد کړي))ددغې ډلې يا داسيادڅانګې مشر له وينا داسي معلومېږي چې د ۱۲کلونو په تېرېدوسره بايد داسلامي نظام پرځای کوم غربي او ددوي په لاس جوړ شوی نظام پلی شي، د عدليې د وزارت يوې کاري ډلې، چې د يوه نوي قانون پر مسودې کار کوي، وړانديز کړي چې د زناکارو ښځو د سنګسارولو په شمول دې د زنا په برخه کې سخت اسلامي قوانين اجرا شي يعنې دوی هم دبشر حقوقو دڅار ډلې پلويان دي، اوداهم لرې نده چې ولسمشر کرزی ډېرژر ددوی خبره ومني او دغه شرعي جزا رد او نورڅه غوره کړي چې،لکه داداری فساد او اختطاف په شان به دزنا کولو پېښې هم يو ډول ريکارډ جوړ کړی،نو بيا دې مبارک شه.
څه فکر کوي چې د نړيوالو مرستي پر افغانستان بندې شي افغانان به له لوږې مړه شي ، افغانستان به دځمکې له نقشې ووځې، دخداي پاک نظام به ختم شي؟ د خدای خاطر وکړئ افغانانو بس دی نور پرېږدئ دا د بنده ګانو هيلې خدای پاک ته رجوع وکړئ، له هغه چايې وغاړئ چې پيداکړي يې ياست، نړيوال به څه وي او مرسته به يې څه وي، ولې يې د نړيوالو له خالق څخه نه غواړۍ؟ مه غافله کېږي ،نشي چې داسې عذاب په مونږ(افغانانو)هم را نازل شي، چې د اندونيزيا سونامې،دکشمير زلزله اوفلپين طوفانونه رانه هېرکړي،دخلکو دڅو روپيو په خاطر خپل دين کې تغير مه راولئ، خپل مذهب ته درناوی وکړئ او خپل اصليت او اسلاميت ته به احترام سره قايل شئ، پرېږدئ دادبنده ګانو بنده ګي،که چېرې مونږ فکر وکړو د انړيوال مونږ ته مرستې نه بلکې اورونه راکوي دوی زمونږ په ريښو او جرړو پسې را خستې ده،دوی غواړي چې د فرعونيانو او قارونيانوپشان نړۍ د ځان تابع کړي، په دنيا کې دخپل راج د اوج ته رسولو په موخه يې زمونږ په سترګو د دنيايي رنګينيو جالونه را خواره کړي دي ، او غواړي هدف تر لاسه کړي.
دوی زمونږ هېڅ نشي کولای،ځکه مونږ مسلمانان او دهغه دين پيروان يو چې تر ټولو حق دی او حق همېشه زور وي.