
دا می له سپینږیرو
اوریدلی وو او ویل به یی چی د
کوم هیواد ټولو وګړو له بادشاه پرته، لیونۍ اوبه څښلی وی او ټول لیوني شوي وو همدا ډول ټولو دا خبره کوله چی پاچا لیونی شوی دی، پداسی حال کی چی پاچاه جوړ او تیار وو خو نور ټول ولس ليونی شوی وو. وایی چی پاچا د نورو هیوادونو له مشرانو او په خبره پوه وګړیو
مشهوره وغوښته او پاچاه ته یی د لیونیو اوبو د څښلو مشهوره ورکړه او ورته یی وویل
چی ته هم د خپل ملت په شان شه او ورته لیونۍ اوبه چی ستا ملت څښلی دی ته هم وچښه
تر څو د خپل ملت سره برابر شی.
ما چی کله هم په پخوانیو لیکنو کی د کرزی په هکله
څه لیکلی دی، یوه ښه خبره به هم پکشی پیدا نه کړی او هر وخت می پری سختی نیو کی
کړی دی او تراوسه پوری یی سخت مخالف وم او پاتی د نه وی چی په دا ۱۲ کالنه دوره کی یی یوه ښه کار هم ندی کړی او د
ټولو تیرو کړنو سره یی زما په دريځ کی هم بدلون ندی
راغلی. خو د چا اوله ښه وی او د چا اخیره، فکر کوم چی کرزی د دی وروستی ډلی څخه دی
او اخیره یی ښه شوه.
له هغی
ورځی چی کابل ته د امریکایانو سره د اډو او تړون په هکله مشورتی
جرګه راغوښتل شوی او کرزی په وار وار انکار کړی چی دا تړون به تر هغی نه لاسلیک
کوی تر څو امریکایان په افغانستان کی د سولی د راوستلو کلکه وعده راسره ونه کړی،
ډیر ژور او پر ځای دریځ لری چی کرزی صاحب نیولی دی. همدارنګه یی په وار وار یی
ویلی دی چی که افغانستان ته سوله رانه شی نو دا تړون د افغانستان په ګټه ندی بلکی افغانستان
یو اوږدی جګړی ته ورټیل وهی. اګر چی تړون نوری ډیری نیمګړتاوی هم لری چی موږ خپله
عارضه لا له مخه وړاندی کړی ده نه غواړم تکرار یی کړم، راځم د کرزی
دریځ ته چی د تړون پر نه لاسلیک کولو ټینګار کوی یو یو څه رڼا واچوم.
پر کرزی باندی څوک او د څه په
خاطر فشار اچوی تر څو د امریکایانو سره په هر ډول چی وی تړون لاسلیک شی؟
پر کرزی باندی هغه څوک فشار اچوی چی خپلی ګټی په
جګړه کی ګوری او په سوله کی خپل شوم اهداف نه شی تر لاسه کولای. نو موږ کولای شو
چی پر کرزی باندی د فشار دوه خواوی په
نظر کی ونیسو چی یو یی داخلی او بل یی بهرني اړخ دی.په داخیل د افغانستان کی ځینی
کړی او اشخاص دی چی خپلی ګټی یوازی په جګړه کی ګوری او داسی فکر کوی چی که په
افغانستان کی جګړه ودرول شی او پر ځای یی سوله راشی نو د دوی ګټی هم په خطر کی
لویږی نو دا اشخاص او افراد په هیڅ وخت کی ددی طرفدار ندی چی په
افغانستان کی لکه کرزی یی چی غواړی سوله راشی او کرزی دی ته هڅوی چی په هر ډول وی
تړون لاسلیک کړه. کیدلای شی چی ځینی د افغانستان خیرخوا خلک هم ددي
طرفدار وی چی د امریکایانو سره د تړون لاسلیک شی خو دا خیرخوا خلک که د امریکایان
سره د تړون په خرابو او بدو عواقبو لکه کرزی چی وایی پوه شی او سرونه یی پری خلاص
شی ، حتمی به د کرزی تر شاه ودریږی او هيڅ
کله به کرزی دی ته محبور نه کړی چی تړون لاسلیک کړی، تر څو یی چی دامریکایانو څخه
د سولی راوستلو ډاډ نوی تر لاسه کړی .
دوهم فشار پر کرزی د غرب ا وپه ځانګړی ډول د
امریکا لخوا دی چی کرزی په قرار نه پریږدی او فشار پری راوړی، او اوس امریکایان دی
ته هم حاضر دی چی که نوموړی تړون د افغانستان کوم بل لوړپوړی چارواکۍ هم لاسلیک
کړی دوی ته د منلو وړدی، د امریکایانو دومره لیوالتیا هسی نده یو مهم څه شته او
فکر کوم چی کرزی په خبره پوه دی، چی له دوی سره په عاجولانه ډول تړون
نه لاسلیک کوی. خوامریکایان دا ډاډ
کرزی ته او افغانانو ته نه ورکوی چی سولی ته ژمن دی او سوله به راولی، داځکه چی
امریکایان هم خپلی ګټی لکه چی پاس یی یادونه وشوه ورته فکر کوی، او خپلی ګټی په
جګړه کی ګوری او پوهیږی چی که افغانستان ته سوله راشی نو دوی بیا په افغانستان کی
په کومه بانه پاتی کیدلای شی، نو امریکایان به کوشش وکړی چی هیڅ وخت په افغانستان
کی سوله رانه شی، پدی معنی چی اوبه به خړوی
او خپل مایان به نیسی.
یو متل دی چی وایی: ړوند په خپل کار ښه پوهیږی نه
سترګور د بل په کار.نو زما په اند کرزی ترمجدیدی،د مشهورتی جرګی تر ګډونکونکو ،
حکومتی چارواکو همدارنګه تر نور
ولس امریکایان ښه پیژنی او په دا ۱۲ کالونو کی هر څه ورته د لمر په شان روښانه شوی دی
نو د امریکایانوپه نیت او پلانونو ښه خبر دی چی له
افغانستان او سیمی څه غواړی.
ملت ته په
کار دا ده چی کرزی صاحب خپل کار ته پریږدی او همدارنګه ولس یی باید تر شاه ودریږی
او بی ځای فشار پر ولسمشر رانه وړی تر څو په پټو سترګو یاد شوی تړون د امریکایانو
سره لاسلیک کړی.
خلاصه یی دا چی کرزی صاحب باید لیونی او به ونه
چشی په ارامو او جوړو مغزو خپل کار ته پریښودل شی چی د
امریکایانو سره یوی داسی جوړجاړی ته ورسیږی کوم چی د
هیواد اوافغان ولس خیر پکشی کی وی.
مننه،
ډاکټر ګل مر جان منګل