د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د معينيت خبرتيا

دهغه پخواني موافقه ليک له مخې چې داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت  دځوانانو دچارو دمعينيت اودباختر دلوړو زده کړو دموسسي تر منځ لاسليک شوي  دي  ټاکل شوي ده پنځه نوي تنه  مستحق ځوانان دازمويني له ورکولو وروسته دهندوستان   له لري واټن  څخه داندراگاندي پوهنتون  په درسي بهير کې دشموليت  چانس  ترلاسه کړي چې دباختر دلوړو زده کړو دموسسې له خوا تنظميږي .دمنلو شرطونه _  په انگليسي  ژبه   دزده کړي دوړتيا لرل ._  دمينه والو عمر له پنځه ويشتو کلونو څه زيات نه وي ._  دشموليت دازموينې ورکول ._  ددولسم ټولگي دفراغت  دسند درلودل._  په انگليسي ژبه  دليسي ددوري  ددري کلونو ،(( لسم ، يوولسم  او دولسم ټولگيو )) دنمرو لرل ._  په  انگليسي ژبه  دپاسپورت دفوتو کاپي لرل  اودپاسپورت  نه لرلو په صورت کې  په  انگليسي ژبه دتذکري دژباړي  دفوتوکاپي لرل   چي دعدليي اودبهرنيو چارو  وزارتونو تائيدورسره وي._  کانديد به دشموليت  دازمويني له ورکولو  اودبرياليتوب دټاکلو نمرو له ترلاسه  کولو  وروسته په دغه درسي بهيرکې  دشموليت چانس  ترلاسه کړياوبريالي کانديد به ددرسي موادو له امله  چې دهندوستان له اندراگاندي پوهنتون څخه دباختر لوړوزده کړو ترموسسې پوري دپست له لارې دمحصلپه نامه راځي په کال کې دلسو زرو افغانيو په ورکولو مکلف وي .بريالي کانديد به دهغه درسي مهال ويش په منلو مکلف  وي  چې دباختر دلوړو زده کړو موسسې له خوا ورته تنظيميږي .،_  دشموليت  دازموينې دورکولو لپاره نوم ليکنه دروان  هجري  لمريز کال دکب دمياشتې  تراووه ويشتمې نيټې پورې  دځوانانو دچارو په معينيت کې دوام لري ._   دازموينې  داخيستلو نيټه  د ١٣٨٨  هجري لمريز کال  دورې دمياشتې څلورمه نيټه دسه شنبي ورځ  دروان  ميلادي کال  دمارچ دمياشتې له څليرويشتمې نيټې سره سمون خوري ._  دازموينې دشموليت دکارت ويشل  دروان کال دکب دمياشتي  له پنځه ويشتمې نيټې   څخه د ١٣٨٨  کال دورې دمياشتې  تردريمې  نيټې پورې دباختر دلوړو زده کړو په موسسه کې دوام لري ._  دازموينې بهير به عادلانه  اودلوړوزده کړو وزارت له اکاډميکي معيارونو سره سمون ولري  او ډيرممتاز زده کوونکي به په دغه درسي بهيرکې  دشموليت  چانس ولري .يادونه :داطلاعاتواوفرهنگ وزارت دځوانانو دچارومعينيت اودباختردلوړوزده کړوموسسه دکانديد داعاشې ، اباطې  او نورو لگښتونو په اړوند مسووليت  نه لري اوټول لگښتونه خپله دکانديد په غاړه دي .هغه کانديد ته چې په درسي بهيرکې شامل شي  دبشپړې تحصيلي دورې له  برياليتوب  وروسته  دهندوستان  داندراگاندي پوهنتون دفراغت سنددباختر  دلوړو زده کړو موسسي  له خوا ورکول کيږي   اودتحصيلي  سندونو دپړاونو دبشپړولو ټول مسووليت به خپله شخص  اوددغي موسسې په غاړه وي  او په دې باب داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دځوانانو دچارو معينيت هيځ رار مسووليت نه لري .